تاند (جمعه، د زمري/ اسد ۲۳مه) یوه نوې پراخه څېړنه ښيي چې په زینو پورته کېدل د زړه او رګونو د ناروغیو له امله د مړینې خطر په پام وړ ډول کمولی شي.
په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې له څلورمې برخې څخه زیات لویان هومره فزیکي فعالیت نه کوي، څومره چې یې سپارښتنه شوې، څېړونکي وايي چې د لفټ پر ځای له زینو استفاده کول ښايي تر هغه ډېرې روغتیايي ګټې ولري چې ډېری خلک یې فکر کوي.
د ختیځې انګلیا پوهنتون او د نورفک او نورویچ پوهنتوني روغتون څېړونکو موندلې، هغه کسان چې په منظم ډول په زینو پورته کېږي، د هغو کسانو پرتله چې لږ له زینو استفاده کوي، د زړه او رګونو د ناروغیو له امله ۳۹ سلنه کم د مړینې خطر لري او د هر ډول مړینې خطر یې ۲۴ سلنه کم دی.
همداراز، په دغو کسانو کې د زړه او رګونو د مهمو ناروغیو، لکه د زړه حملې، دماغي سکتې او د زړه د کمزورۍ، د رامنځته کېدو احتمال هم کم و.
د ختیځې انګلیا پوهنتون د نورویچ د طب پوهنځي استاد واسیلیوس واسیلیو ویلي، پر زینو پورته کېدل په ورځني ژوند کې د فزیکي فعالیت د شاملولو یوه عملي او ډېری وخت له پامه غورځول شوې لاره ده.
څېړونکو د ۳۵ تر ۸۴ کلونو عمر لرونکو له ۴۸۰ زرو څخه د زیاتو کسانو معلومات تحلیل کړي چې په نهو باکیفیته څېړنو کې شامل وو او د هغوی د څارنې منځنۍ موده ۱۴ کاله وه.
څېړونکې سوفي پادوک وايي، د جم یا منظمو تمرینونو پرتله، پر زینو پورته کېدل په کور، دفتر او یا له کوره بهر په اسانۍ د ورځې په فعالیتونو کې شاملېدای شي.
د څېړنې له مخې، په اوونۍ کې څو ځله د څو دقیقو لپاره پر زینو ختل هم کولی شي د زړه او سږو د فعالیت وړتیا ښه او د کولېسټرول کچه راټیټه کړي.
څېړونکي وايي، هر څومره چې پر زینو پورته کېدل زیات وي، روغتیايي ګټې یې هم زیاتېږي؛ خو حتی کوچني بدلونونه هم د اندازه کېدو وړ مثبت اغېز لري.
دوی ټینګار کوي چې د ورځني فزیکي فعالیتونو هڅول، په ځانګړي ډول په کور او کاري چاپېریال کې، د سالم ژوند د طرز د رامنځته کولو او د زړه او رګونو د ناروغیو د خطر د کمولو لپاره مهم دي.