Homeخبرونهاقتصادي خبرونهاروپايي ټولنه وايي، په تېرو ۵ کلونو کې یې له افغانستان سره...

اروپايي ټولنه وايي، په تېرو ۵ کلونو کې یې له افغانستان سره د 2 میلیارد ډالرو بشري مرسته کړې

تاند (جمعه، د زمري/ اسد ۲۳ مه) اروپايي ټولنه (EU) وايي، په تېرو پنځو کلونو کې یې له افغانستان سره د څه باندې ۲ میلیارد یورو مرسته کړې ده. دغه مرستې پر بشري مرستو، اساسي اړتیاوو او د خلکو د معیشت پر ملاتړ متمرکزې وې.

اروپايي ټولنې د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا مرستې د روغتیا، پوهنې او بشري مرستو په برخو، او همداراز د نورو ضروري خدمتونو لپاره کارول شوې دي.

د بیان له مخې، دا مرستې د نادولتي مؤسسو، د ملګرو ملتونو د ادارو، د سره صلیب د نړیوالې کمېټې، د افغاني سرې میاشتې ټولنې او د نړیوال بانک د ډلې له لارې وړاندې کېږي.

اروپايي ټولنې ویلي، د دې مرستو یوه برخه په افغانستان کې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا، کوچنیو پورونو، کوچنیو کاروبارونو، د اقلیمي بدلون د نوښتونو، مدني ټولنې او رسنیو د ملاتړ لپاره هم ځانګړې شوې ده.

اروپايي ټولنې زیاته کړې چې د بې‌ځایه کېدو او کډوالۍ له ننګونو سره د مقابلې په برخه کې یې د راستنېدونکو او کوربه ټولنو ملاتړ هم کړی دی.

په خبرپاڼه کې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست د مشرې کایا کالاس له قوله ویل شوي چې اروپايي ټولنه به د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.

2 COMMENTS

  1. د دې مطلب په عنوان کې پنځه میلیارده او په متن کې دوه میلیارده یورو لیکل شویدي . آیا څه اشتباه به نه وي شوي ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، کتاب علمي او تحلیلي ارزونه

اسدالله غيرت سریزه د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، د عاشق الله اخلاص‌یار هغه فکري، ټولنیز او تحلیلي اثر دی چې د انسان او ټولنې د...