Homeخبرونهد ژر خوب راوستلو لپاره وسیله جوړه شوه

د ژر خوب راوستلو لپاره وسیله جوړه شوه

تاند (جمعه، د زمري/ اسد ۲۳ مه) د امریکا د ټکساس پوهنتون ساینسپوهانو یو نوی پرمختللی د اغوستلو وړ پَچ (پیچ) جوړ کړی چې نه جراحي ته اړتیا لري او نه د درملو کارولو ته. دا وسیله له انسان سره مرسته کوي چې په چټکۍ سره د خوب REM پړاو ته داخل شي او په دې پړاو کې ډېر وخت تېر کړي.

په نېچرل کمونیکېشن Nature Communications علمي مجله کې د خپرې شوې څېړنې له مخې، په دې وسیله کې داسې سنسرونه او الکترودونه یوځای شوي چې د دماغ فعالیت څاري. دا ټکنالوژي د دماغ هغه ژورې او ځانګړې برخې په نښه کوي چې د REM خوب له کنټرول سره تړاو لري.

په ۲۸ کسانو ترسره شویو لومړنیو ازموینو کې څرګنده شوې چې د دې پیچ کاروونکي د خپل عادي معمول پرتله په منځني ډول ۴۳ دقیقې مخکې د REM خوب پړاو ته داخل شوي او په دې پړاو کې یې شاوخوا ۱۶ دقیقې زیات وخت تېر کړی.

د څېړونکو په وینا، د REM خوب ګډوډي له خپګان، اضطراب او له ټراما وروسته د فشار له اختلال (PTSD) سره مستقیمه اړیکه لري.

د وسیلې د کارولو پر مهال د زړه د ضربان په بدلونونو (Heart Rate Variability) او د احساساتو اړوند دماغي برخو کې مثبت بدلونونه هم ثبت شوي دي. ګډونوالو دغه وسیله د اغوستلو لپاره ډېره هوسا بللې ده.

خو ساینسپوهان وايي، مخکې له دې چې دا ټکنالوژي د بې‌خوبۍ او نورو رواني ستونزو د رسمي درملنې په توګه وکارول شي، لا پراخو او لویو علمي څېړنو ته اړتیا ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په اوکراین کې د جګړې له امله میلیونونه کتابونه سوځېدلي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د اوکراین د ماشومانو د کتابونو د یوه لوی خپرندوی شرکت «رانُک» مشر ویکتور کروهلوف هغه...