Homeخبرونهد طالبانو حکومت د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې لپاره چمتووالی نیسي

د طالبانو حکومت د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې لپاره چمتووالی نیسي

تاند (جمعه، د زمري/ اسد ۲۳ مه) سبا د اګست ۱۵ مه/ د زمري ۲۴مه، د افغانستان د جمهوري حکومت د پرزېدو او د طالبانو د بیا واک ته رسېدو پنځمه کلیزه ده. د طالبانو حکومت سږ کال د تېرو کلونو په نسبت د دې ورځې د نمانځلو لپاره ډېره تیاري نیولې ده.

د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې بیرغونه، بینرونه او د یادونې نښې لګول شوي او د مراسمو لپاره چمتووالی لا هم روان دی.

د ښار د سینګار په چارو کې یوه کارکوونکي د نوم د نه ښوولو په شرط تاند ته  وویل، د زمري ۲۴مې په مناسبت د کابل بېلابېل چوکونو او واټونو کې رتګه ګروپونه لګول شوي دي.

د پنځمې کلیزې لپاره چمتووالی یوازې کابل پورې محدود نه دی. د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په یو شمېر ولایتونو کې هم د دې ورځې په مناسبت کلتوري او یادغونډې جوړېږي.

د دغه وزارت ویاند حبیب غفران وویل، هڅه یې دا ده چې د سږکال مراسم د تېرو کلونو پرتله لا ډېر ولس‌محوره وي.

ځینې کابل ښاریان وايي، دا پیسې چې د اګست د پنځلسمې په نمانځلو لګول کېږي، ښه به دا وه چې بېوزلو خلکو ته په مرسته لګول شوې وای.

د کابل یوه اوسېدونکي عزت الله وویل چې د طالبانو له واک ته رسېدو سره امنیت ښه شوی او جګړه پای ته رسېدلې خو فقر او بې کاري اوج ته رسېدلې ده. پخوا به د جګړې له لاسه افغانان وژل کېدل خو اوس یې لوږه په داسي حال کې وژني چې څوک پرې نه خبریږي.

د ده په باور په تېرو پنځو کلونو کې اداري فساد ډېر کم شوی او د نشه‌یي توکو کچه هم راټیټه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما د پوډکاسټ لړۍ پیلوي

د امریکا د متحد ایالتونو پخوانی ولسمشر بارک اوباما غواړي چې په سپتمبر میاشت کې د پوډکاسټ یوه لړۍ پيل کړي. د راپورونو له...