Home+انګرېزان او د افغانستان استقلال پېژندنه

انګرېزان او د افغانستان استقلال پېژندنه

لیکوال: پروفیسور دوکتور اورهان یازجي
ژباړن: سیلانی
د روسیې او افغانستان ترمنځ د تړون تر تصویب وروسته، لارډ کرزن د ۱۹۲۱ زېږدیز کال په سپټمبر کې روسیې ته د اعتراض رسمي یاداښت وسپاره او څرګنده یې کړه چې انګلستان دغه تړون د خپلو ګټو پر وړاندې یو ستر تعرض ګڼي. روسانو د اعتراض دغه یاداښت امان‌الله خان ته ولېږه او هغه یې له موضوع څخه خبر کړ.
دې پېښې په کابل کې د انګریزي پلاوي وضعیت لا پسې خراب کړ. په دې توګه، د انګرېز پلاوي پر وړاندې یوازې دوه لارې پاتې شوې: یا هند ته بېرته ستون شي او یا په کابل کې پاتې شي او د دواړو لوریو ترمنځ یوې هوکړې ته د رسېدو هڅه وکړي. خو د افغانستان د بهرني سیاست د هڅو او پایلو څرګندېدو انګرېزان له افغان حکومت سره له هوکړې پرته له بلې هرې لارې بې‌برخې کړي و.
له همدې امله، انګرېز پلاوي پرېکړه وکړه چې په کابل کې خبرو اترو ته دوام ورکړي. د دواړو هېوادونو پلاوي د متقابلې همکارۍ او دوستۍ پر بنسټ د یوه تړون پر متن هوکړې ته ورسېدل. یوازینۍ موضوع چې دواړه لوري پرې هوکړې ته ونه رسېدل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحد مسئله وه. د هغې سرحدي مسئلې هوارول، چې انګرېزانو د «شمال لوېدیځې سرحدي صوبې» په نوم یادوله، راتلونکي وخت ته وځنډول شوه او په دې شرط خبرې اترې پای ته ورسېدې چې دغه موضوع به وروسته بیا وڅېړل شي. د ۱۹۲۱ زېږدیز کال د نومبر په ۲۲مه د انګرېز حکومت او افغانستان ترمنځ د شوې هوکړې له مخې:
۱. د انګلستان او افغانستان حکومتونه په خپلو ټولو کورنیو او بهرنیو چارو کې د یو بل خپلواکي په متقابل ډول په رسمیت پېژني.
۲. دواړه حکومتونه د هند او افغانستان ترمنځ هغه سرحد په متقابل ډول په رسمیت پېژني چې د ۱۹۱۹ زېږدیز کال د اګست د اتمې نېټې په راولپنډۍ تړون کې منل شوی و.
۳. د انګلستان حکومت به د افغانستان د امیر سفیر، د نورو خپلواکو هېوادونو د سفیرانو په څېر، په لندن کې د شاهي دربار له‌خوا ومني او په لندن کې به د افغانستان د سیاسي استازولۍ د جوړېدو اجازه ورکړي. په مقابل کې، د افغانستان حکومت به د بریتانیا د پاچاهۍ سفیر په کابل کې ومني او په کابل کې به د انګلستان د سیاسي استازولۍ د پرانیستلو اجازه ورکړي.
۴. د افغانستان حکومت په کندهار او جلال‌اباد کې د انګلستان د قونسلګریو له پرانیستلو سره موافقه کوي. په مقابل کې، د انګلستان حکومت په کراچۍ، کلکتې او بمبۍ کې د افغانستان د جنرال قونسلګریو پرانیستل مني.
۵. دواړه حکومتونه ژمنه کوي چې په متقابل ډول به په خپلو هېوادونو کې د یو بل د سفیرانو، جنرال قونسلانو، قونسلګریزو کارکوونکو او په خپلو سرحدونو کې د مېشتو اتباعو امنیت خوندي کوي.
۶. دواړه حکومتونه په متقابل ډول چمتو دي چې په سوداګریزو، مالي، پوځي، حقوقي او نورو برخو کې له یو بل سره همکاري وکړي.
⁴³
په کابل کې د دغه تړون منل شوی متن وروسته د ۱۹۲۲ زېږدیز کال د فبرورۍ په شپږمه د دواړو هېوادونو په پلازمېنو کې تصویب او نافذ شو. په دې توګه، د انګلستان او افغانستان ترمنځ د ۱۹۱۹ زېږدیز کال له جون څخه د ۱۹۲۲ زېږدیز کال تر فبرورۍ پورې له اوږدو خبرو اترو او بحثونو وروسته، انګلستان افغانستان د یوه بشپړ خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژاند.
افغانستان، چې خپلواکي یې د انګلستان له‌خوا په رسمیت پېژندل شوې وه، د هغه وخت له مخکښو هېوادونو؛ لکه ترکیې، ایران، فرانسې، ایټالیا او جرمني سره یو په بل پسې د سیاسي، سوداګریزې او کلتوري همکارۍ تړونونه لاسلیک کړل. په دې پېر کې د افغانستان د حکومت او د ترکیې د لویې ملي جرګې د حکومت ترمنځ د لیکونو د متقابلې تبادلې له لارې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا په اړه مهمې پرېکړې وشوې. مصطفی کمال پاشا د ۱۹۲۲ زېږدیز کال د مارچ په ۱۸مه د مدینې نامتو مدافع، عمر فخرالدین پاشا (ترککان)، چې په اسلامي نړۍ کې یې خورا ځانګړی مقام درلود، په کابل کې د ترکیې د فوق‌العاده او تام‌الاختیار سفیر په توګه وټاکه او په دې توګه یې له افغانستان سره دوستۍ ته د خپل ځانګړي ارزښت څرګندونه وکړه.
⁴⁴
د ۱۹۲۲ زېږدیز کال د اپرېل په ۲۸مه له فرانسې سره د دوستۍ او همکارۍ د تړون په لاسلیک کېدو لومړنی عملي ګام واخیستل شو او د فرانسې په مرسته په کابل کې د «امانیه» په نوم یوه نوې لېسه پرانیستل شوه. همدارنګه، فرانسوي لرغونپوهانو په افغانستان کې په پېژندل شویو لرغونو سیمو کې د کیندنو او څېړنو چارې پیل کړې.⁴⁵ د ۱۹۲۲ زېږدیز کال د جون په درېیمه، محمد ولي خان له ایټالیا سره د دوستۍ او همکارۍ تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون په پایله کې، ایټالوي پوهان کابل ته راغلل او د انجنیرۍ، کرنې او ډیپلوماسۍ په برخو کې یې فعالیتونه پیل کړل.⁴⁶ وروسته له جرمني سره هم یو تړون لاسلیک شو او له جرمني څخه راغلو ښوونکو په امانیه لېسه کې له فرانسوي ښوونکو سره په ګډه تدریسي چارې پیل کړې.
محمد ولي خان د خپل اروپايي سفر په پای کې ایران ته ولاړ او د ۱۹۲۲ زېږدیز کال د جون په ۲۲مه یې له ایران سره د دوستۍ او همکارۍ دولس‌ماده‌ییز تړون لاسلیک کړ.⁴⁷ دغه تړون له دې پلوه خورا مهم و چې د ایران او افغانستان پر اړیکو یې له اوږدې مودې راهیسې غوړېدلې تورې ورېځې لرې کړې. دغه دواړه دولتونه، چې د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې د امپریالیستي قدرتونو له تېري او زورواکۍ سره مخامخ شوي و، نږدې په یوه وخت کې یې خپلواکي ترلاسه کړې او نړیوالې ټولنې ته یې ځانونه د خپلواکو دولتونو په توګه منلي و. دوی همدارنګه پرېکړه وکړه چې خپلمنځي دښمنۍ یوې خوا ته کړي او له یو بل سره د همکارۍ نوې لاره خپله کړي.
د دغو پرله‌پسې تړونونو په لاسلیک کېدو سره، د افغانستان خپلواکي د نړیوالې ټولنې له‌خوا هم تایید شوه. وروسته له هغه چې انګلستان او روسیې په کابل کې خپل سفارتونه پرانیستل، ترکیې، فرانسې، جرمني، ایټالیا او ایران لومړی خپلې سیاسي استازولۍ او ورپسې سفارتونه جوړ کړل. افغانستان ته د ګڼو بهرنیو متخصصانو راتګ پیل شو، څو په ځانګړې توګه په تخنیکي او پوځي برخو کې د دغه هېواد له نوښتونو او پرمختیايي هڅو سره مرسته وکړي. همدارنګه، ګڼ شمېر افغان ځوانان د علم، تخنیک او کلتور په برخو کې د وخت له غوښتنو سره سم د زده‌کړو لپاره، تر ډېره جرمني او ترکیې او همدارنګه روسیې او ایټالیا ته واستول شول.
محمد ولي خان د ۱۹۲۲ زېږدیز کال د جون په پای کې، د خپل هېواد د خپلواکۍ د ورپېژندلو په موخه پیل کړی سفر بشپړ کړ او بېرته هېواد ته ستون شو. په همدې کال امان‌الله خان د بهرنیو چارو وزیر، محمود طرزي، پاریس ته واستاوه او له هغه یې وغوښتل چې په اروپا کې د سیاسي، اقتصادي او تخنیکي چارو نوي پرمختګونه له نږدې وڅاري. په دې توګه افغانستان، چې د تېرې پېړۍ په اوږدو کې نږدې په بشپړ ډول له بهرنۍ نړۍ څخه ګوښه ساتل شوی و، په لنډ وخت کې د دغو ګامونو په پورته کولو سره د یوه بشپړ خپلواک دولت هغه دریځ ترلاسه کړ چې نړیوالې ټولنې هم په رسمیت پېژانده.
د لیکنې پای، نورې برخې نه لري.
د لیکنې لمنلیک
1 V. Gregorian, The Emergence of Modern Afghanistan, Stanford 1969, s.227.
2 G. M. Gubar, Afganistan der Mesir-i Tarih, Tahran 1374, s.752.
3 M. S.Ferheng, Afganistan der penç karn-ı ahir I, Meşhed 1371, s.485.
4 Habibullah Han’ın öldürüldüğü gece silah sesi duyulması üzerine Muhammed
Nadir Han’ın “Emir hazretleri uyuyor, onu rahatsız etmeyiniz” diyerek çadıra
girilmesine müsaade etmediği ve böylece katilin kaçmasına yardım ettiği
ortaya atılmıştı. Kandahar ve Kâbil’de oldukça fazla taraftarının olması
sebebiyle hapiste fazla kalmamış ve serbest bırakılarak yeniden ordu
komutanlığına tayin edilmişti. Bkz. M. S.Ferheng, a.g.e.I, s.484.
5 Amanullah Han, katilin bulunmasında yeterli titizliğin gösterilmemesi ve
herhangi bir tahkikatın yaptırılmamasından sorumlu tuttuğu amcası Nasrullah
Han’ı mahkemeye çıkardı. Burada Emir’in öldürülmesinde kusurlu görülen
Nasrullah Han, Erg zindanına atıldı ve birkaç yıl sonra burada vefat etti. Bkz.
M. S.Ferheng, a.g.e.I, s.486; Nasrullah Han’ın hapiste iken Amanullah Han’a
yazmış olduğu mektuplar için ayrıca bkz. Bkz. Gubar, a.g.e., s.741 vd.
6 Amanullah Han’ın bu hitabı için bkz. G. M. Gubar, a.g.e., s.752.
7 İkbal Ali Şah, Modern Afghanistan, London 1938, s.101; L. W. Adamec,
Afghanistan, 1900-1923, Berkeley 1967, s.109 vd; M. Saray, Dünden Bugüne
Afganistan, İstanbul 1981, s.132.
8 Amanullah Han’dan Hindistan genelvalisine, 3 Mart 1919 tarihli mektup, East
India (Afghanistan), Papers Regarding Hostilities with Afghanistan, 1919,
No. 1, s.1189; Ayrıca bu mektubun Türkçe tercümesi için bkz. Mehmet Cevat,
Afganistan, Ankara 1934, s.125 vd.
9 N. D. Ahmad, The Survival of Afghanistan 1747-1979, Lahore 1990, s.171.
10 G. M. Gubar, a.g.e., s.756; Yu. V. Gankovsky, A History of Afghanistan,
Moscow 1982, s.217.
11 N. D. Ahmad, a.g.e., s.172.
12 Mehmet Cevat, a.g.e., s.128.
13 L. W. Adamec, a.g.e., s.110.
14 Lord Chelmsford’un 15 Nisan 1919 tarihli mektubu için bkz. Genelvali’den
Amanullah Han’a, East India (Afghanistan), Papers Regarding Hostilities
with Afghanistan, 1919, No. 3, s.1191.
15 Bkz. N. D. Ahmad, a.g.e., s.172.
16 L. W. Adamec, a.g.e., s.111 vd.
17 İkbal Ali Şah, a.g.e., s.108 vd.
18 G. Macmunn, a.g.e., s.258.
19 G. M. Gubar, a.g.e.,s.758 vd.
20 Amanullah Han, savaşa çok çabuk karar verdiği için sadece Kâbil, Gazne ve
Kandahar’daki birliklerini harekete geçirmiş, Rus sınırında bulunan 7.000
süvari, 42.000 piyade ve 260 topu İngiliz cephesine sevk edememişti. Bkz. R.
Strausz-Hupe, “The Anglo-Afghan War of 1919”, Military Affairs, Vol. 7,
No. 2, (Summer, 1943), s.92.
21 İkbal Ali Şah, a.g.e., s.109 vd.
22 G. Fremont-Barnes, The Anglo-Afghan Wars 1839-1919, New York 2009,
s.83; D. Fromkin, Barışa Son Veren Barış: Modern Ortadoğu Nasıl
Yaratıldı 1914-1922, (trc. M. Harmancı), İstanbul 1989, s.420 vd.
23 Erkân-ı Harbiye-yi Umûmi Riyaseti, 1919 Afgan-İngiliz Harbi, Dersaadet
1341, s.11.
24 İkbal Ali Şah, a.g.e., s.111 vd; Savaşın geniş bir analizi için ayrıca bkz. G.
Macmunn, a.g.e., s.264-280.
25 A. Fletcher, Afghanistan: Highway of Conquest, New York 1966, s.193 vd.
26 Bkz. İkbal Ali Şah, a.g.e., s.118 vd; M. S.Ferheng, a.g.e.I, s.495.
27 G. M. Gubar, a.g.e.,s.772 vd; İkbal Ali Şah, a.g.e., s.123.
28 İkbal Ali Şah, a.g.e., s.130 vd; Mehmet Cevat, Afganistan, s.140 vd;
Ravalpindi Anlaşması’nın tam metni için ayrıca bkz. L. W. Adamec, a.g.e.,
s.182 vd.
29 M. S.Ferheng, a.g.e.I, s.498.
30 L. W. Adamec, a.g.e., s.144.
31 M. S.Ferheng, a.g.e.I, s.499.
32 Bkz. A. Tarzî, “Efganistan”, İ.A. IV, s.171 vd.
33 G. M. Gubar, a.g.e., s.777 vd.
34 M. S.Ferheng, a.g.e.I, s.502 vd.
35 Y. H. Bayur, Hindistan Tarihi III, Ankara 1987, s.534; Anlaşmanın İngilizce
tam metni için bkz. L. W. Adamec, a.g.e., s.188 vd.
36 Anlaşmanın tam metni için bkz. Y. H. Bayur, a.g.e.III, s.535 vd.
37 Esasen Mustafa Kemal Paşa, T.B.M.M.’nin açılışından sonra ilk siyasî
temsilcileri olarak 12 Ağustos 1920’de Mahmud Şevket Bey (Esendal)’i
Azerbaycan’a ve 18 Ağustos 1920’de Abdurrahman Bey (Samadanî)’i
Afganistan’a tayin etmişti. Nahcıvan-Moskova yoluyla Afganistan’a ulaşan
Abdurrahman Bey, Mustafa Kemal Paşa’nın dönemin siyasî ortamını ifade
eden mektubunu Amanullah Han’a iletmiş ve bu suretle iki genç devlet
arasında ilk diplomatik münasebetler başlamıştı. Mustafa Kemal Paşa’nın
Amanullah Han’a göndermiş olduğu mektubun tam metni ve sadeleştirilmiş
hali için bkz. B. N. Şimşir, Atatürk ve Afganistan, Ankara 2002, s.39-43;
Ayrıca bkz. S. Cöhce, “Atatürk Döneminde Türk-Afgan Münasebetleri”,
Afganistan Üzerine Araştırmalar, (Yay. Haz. a. Ahmetbeyoğlu), İstanbul
2002, s.107.
38 B. N. Şimşir, a.g.e., s.62 vd; Amanullah Han döneminde Türk-Afgan ilişkileri
hakkında geniş bilgi için bkz. M. Köçer, Emanullah Dönemi Afganistan
(1919-1929), Elazığ 2009.
39 B. N. Şimşir, a.g.e., s.66 vd.
40 Fransa ile yapılan anlaşmada Fransızlar, gelecek on yıl içinde Afganistan’da
arkeolojik kazı yapma tekelini elde etmişlerdi. Bkz. Y. H. Bayur, a.g.e.III,
s.537.
41 M. S.Ferheng, a.g.e.I, s.502 vd.
42 G. M. Gubar, a.g.e.,s.782 vd.
43 İngiltere ile Afganistan arasında yapılan ve Afganistan’ın bağımsızlığını
tanıyan on dört maddelik bu anlaşmanın tam metni için bkz. L. W. Adamec,
a.g.e., s.184-188.
44 Bkz. B. N. Şimşir, a.g.e.,s.79 vd, 94 vd; Mustafa Kemal Paşa, Fahreddin
Paşa’nın Kâbil elçiliğine atanmasına 26 Kasım 1921’de karar vermiş ve bu
konuyu Cemal Paşa ve Ali Fuad Paşa’ya bildirmişti. Ancak dış politikadan
kaynaklanan birtakım tereddütler sebebiyle bu atama dört ay kadar uzamıştı.
Bkz. S. Cöhce, a.g.m., s.122 vd.
45 Fransa ve Afganistan hükümetleri arasında imzalanan dört maddelik anlaşma
metni için bkz. L. W. Adamec, a.g.e.,s.193 vd.
46 Bkz. L. W. Adamec, a.g.e., s.194.
47 Anlaşmanın tam metni için bkz. L. W. Adamec, a.g.e., s.194 vd.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما د پوډکاسټ لړۍ پیلوي

د امریکا د متحد ایالتونو پخوانی ولسمشر بارک اوباما غواړي چې په سپتمبر میاشت کې د پوډکاسټ یوه لړۍ پيل کړي. د راپورونو له...