تاند (پنجشنبه، د زمري/ اسد ۲۲ مه) اروپايي ټولنې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ۱۰ میلیونه یورو مرسته کړې ده، څو په افغانستان کې اړمنو خلکو ته د ژوند ژغورنې مرستې ورسول شي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د پنجشنبې په ورځ په اېکسپاڼه کې ویلي، چې دا مرسته به له زیانګالو افغانانو سره د بشري خدمتونو د دوام لپاره ولګول شي.
اوچا وايي، دا پیسې به بشري سازمانونو ته زمینه برابره کړي چې په ټول افغانستان کې له میلیونونو اړمنو خلکو ته د خوړو، روغتیا، تغذیې او نورو اړینو خدمتونو په برخه کې مرستې روانې وساتي.
دا مرسته داسې مهال کېږي چې افغانستان لا هم له سخت بشري بحران سره مخ دی او میلیونونه کسان د بېوزلۍ، د خوړو د کمښت او اساسي خدمتونو ته د محدود لاسرسي له امله بشري مرستو ته اړتیا لري.
بشري سازمانونو خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو کمښت د مرستو پر رسولو اغېز کړی دی. د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) مخکې ویلي و چې په ۲۰۲۵ کال کې د بشري مرستو د بودجې د کمېدو له امله له ۱۳ زرو څخه زیات افغان ماشومان د خوارځواکۍ د درملنې له پروګرامونو بې برخې شوي دي.
د اروپايي ټولنې دا نوې مرسته د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ځانګړې شوې، چې د ملګرو ملتونو تر مدیریت لاندې ګډ صندوق دی او په هېواد کې د بېړنیو بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره د بشري سازمانونو ملاتړ کوي.
ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د افغانستان د لوړو بشري اړتیاوو او د موجودو سرچینو د کمېدو له امله، د نړیوالې ټولنې دوامداره مالي ملاتړ لا هم اړین دی.