Homeخبرونهد فیض اباد ښاروال د مقناطیسي بم په چاودنه کې وژل شوی

د فیض اباد ښاروال د مقناطیسي بم په چاودنه کې وژل شوی

تاند (پنجشنبه، د زمري/ اسد ۲۲ مه) د ملي مقاومت جبهې اعلان کړی چې د بدخشان د مرکز فیض‌اباد ښاروال د دې جبهې د ځواکونو په بمي برید کې وژل شوی دی. دې جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په برید کې د طالبانو د ښاروال ساتونکي هم وژل شوي دي.

بي بي سي پښتو هم د طالبانو د یوه چارواکي په قول، چې نوم یې نه دی یاد کړی، پېښه تایید کړې ده.

د دغه چارواکي په وینا،‌ نن پنجشنبه په ځايي وخت څه کم دوې بجې مقناطیسي ماین د هغه موټر ته کېښودل شوی چې په پایله کې یې خپله ښاروال وژل شوی او یو بل همکار یې ټپي شوی دی.

د ملي مقاومت جبهې ویلي چې برید د بدخشان د والي د دفتر له ودانۍ څخه شاوخوا ۱۰۰ متره لېري شوی دی.

د فیض‌اباد ښاروال عبدالرحمن منصور موټر د پنجشنبې په غرمه، د زمري په ۲۲مه، په زاړه ښار کې د چاودنې له امله په نښه شو. د دغه طالب چارواکي هایلکس موټر د چاودنې له امله اور واخیست او له منځه لاړ.

د فیض‌اباد ښاروال عبدالرحمن منصور، د میدان وردګ ولایت اوسېدونکی و.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې له دوو ورځو راهیسې د بدخشان په نسي ولسوالۍ کې د طالبانو او د دې ډلې د یوه سیمه‌ییز ناراضي قوماندان ترمنځ جګړه روانه ده.

په تېرو دوو اوونیو کې دا په بدخشان کې د طالبانو پر یوه لوړپوړي چارواکي دوهم برید دی.

د روانې میاشتې په شپږمه نېټه د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رئیس ذبیح‌الله امیري هم وژل شوی و. د طالبانو پولیسو ویلي وو چې امیري خپل دفتر ته د تګ پر مهال د بهارک ـ فیض‌اباد پر لاره د دوو موټرسایکل سپرو په برید کې وژل شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما د پوډکاسټ لړۍ پیلوي

د امریکا د متحد ایالتونو پخوانی ولسمشر بارک اوباما غواړي چې په سپتمبر میاشت کې د پوډکاسټ یوه لړۍ پيل کړي. د راپورونو له...