Homeخبرونهیوناما: په افغانستان کې جګړه کمه شوې، خو د تلپاتې ثبات لپاره...

یوناما: په افغانستان کې جګړه کمه شوې، خو د تلپاتې ثبات لپاره لا ډېر کار ته اړتیا ده

تاند (پنجشنبه، د زمري/ اسد ۲۲ مه) په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموری (یوناما) د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه بیان کې ویلي چې په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان امنیتي وضعیت ښه شوی او وسله‌والې نښتې کمې شوې دي، خو یوازې دا پرمختګونه د تلپاتې ثبات د ټینګښت لپاره بسنه نه کوي.

یوناما پر ښځو او نجونو محدودیتونه او د ترهګرۍ په اړه روانې اندېښنې د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه بللي دي.

د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي ویلي، د تاوتریخوالي کمېدو د ډېرو افغانانو لپاره «عملي ګټې» لرلې او زمینه یې برابره کړې چې پر اقتصاد، پراختیا او سیمه‌ییزې همکارۍ تمرکز وشي. یوناما د طالبانو له خوا د کوکنارو د کښت بندیز هم یو مثبت پرمختګ بللی دی.

خو د یوناما سرپرستې او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیالې، جورجت ګانیون، ویلي چې تلپاتې سوله او هوساینه یوازې د جګړې د نشتوالي په معنا نه ده. د هغې په وینا، د افغانستان راتلونکی داسې یوې ټولنې ته اړتیا لري چې د ټولو افغانانو حقونه او وړتیاوې پکې خوندي وي او دولتي ادارې حساب‌ورکوونکې او مسوولې وي.

پر ښځو محدودیتونه

یوناما ویلي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ښځې او نجونې د زده‌کړو، کار او عامه ژوند له ډېرو برخو محرومې شوې دي. د دې ادارې په وینا، پر ښځو او نجونو زیاتېدونکي محدودیتونه نه یوازې ټولنیزې او اقتصادي اوږدمهاله پایلې لري، بلکې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د تعامل او پانګونې پر وړاندې هم مهم خنډ دی.

ګانیون له طالبانو غوښتي چې پر ښځو او نجونو محدودیتونه لغوه کړي او هغوی ته اجازه ورکړي چې په بشپړ ډول په زده‌کړو، کار او عامه ژوند کې ګډون وکړي.

د ترهګرۍ په اړه اندېښنې

یوناما وايي، افغانستان د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د پراخو اړیکو له لارې د اقتصادي فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه لري، خو تلپاتې ثبات پراخ نړیوال تعامل او د هغو ستونزو په حل کې پرمختګ ته اړتیا لري چې لا هم افغانستان په نړیواله کچه له انزوا سره مخ کوي.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې، له روسیې پرته هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، که څه هم یو شمېر هېوادونو له طالبانو سره خپلې ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې ساتلې یا پراخې کړې دي.

یوناما همداراز د مدني فضا او بیان پر ازادۍ محدودیتونه د افغانستان د راتلونکي پر وړاندې خنډ بللي او ویلي یې دي چې پر ښځینه بشري مرستندویانو او د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو محدودیتونه د نړیوالو مرستو د رسولو وړتیا کموي.

یوناما له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان څخه د مخ اړولو پر ځای له طالبانو سره «اصولي او عملي تعامل» ته دوام ورکړي، څو د بشري حقونو درناوي او د ټولو افغانانو د ګډون پر بنسټ افغانستان بېرته نړیوالې ټولنې ته ورګډ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مادھوري ډکشیت ۲۴ کاله وروسته د یوې مشهورې تلویزیوني خپرونې کوربنه کېږي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د بالیووډ مشهوره اداکاره مادوري (مادهوري) ډکشیت له ۲۴ کلونو وروسته یو ځل صحنې ته راوځي...