تاند (پنجشنبه، د زمري/ اسد ۲۲ مه)د باسمتي وریجو د جغرافیایي نښې (GI) د حقونو په اړه د هند یوې تازه دعوې او اپیل له پاکستان سره د دې محصول پر مالکیت او نړیوالې سوداګریزې پېژندنې پخوانی اختلاف بیا راپورته کړی دی.
باسمتي وریجې د هند او پاکستان په ځینو سیمو کې کرل کېږي، خو دواړه هېوادونه هڅه کوي چې په نړیوال بازار کې د دې نوم او جغرافیایي اصالت حق ترلاسه کړي. هند په ۲۰۱۶ کال کې باسمتي د جغرافیایي نښې په توګه ثبت کړې، چې پکې د پنجاب، هریانا، لویدیځ اترپردېش، اتراکنډ، ډیلي او د جمو او کشمیر ځینې سیمې شاملې دي.
پاکستان له اوږدې مودې راهیسې د هند له ادعا سره مخالفت کړی او ټینګار کوي چې باسمتي د پنجاب د دواړو غاړو ګډ تاریخي او کرنیز میراث دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ دا لانجه په ځانګړي ډول د اروپایي او نړیوالو بازارونو لپاره د باسمتي د جغرافیایي نښې او سوداګریز نوم پر سر ده.
د باسمتي د نوم پر سر اختلاف یوازې حقوقي موضوع نه ده؛ دواړه هېوادونه هڅه کوي له دې مشهور محصول څخه په نړیوال بازار کې د صادراتو او اقتصادي عوایدو لپاره زیاته ګټه واخلي. په ۲۰۲۶ کال کې هم په هند کې د باسمتي د جغرافیایي سیمې د پراخولو پر سر داخلي اختلافات روان دي.