Homeخبرونهروانه اوونۍ د پاکستان له زندانونو تر ۸۷۵ ډېر افغان کډوال خوشي...

روانه اوونۍ د پاکستان له زندانونو تر ۸۷۵ ډېر افغان کډوال خوشي شوي

تاند ( پنجشنبه د اسد/زمري ۲۲مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې ۸۷۵ تنه افغان کډوال له پاکستاني زندانونو څخه آزاد شوي دي.

دغه وزارت نن (پنج‌شنبه، د اسد ۲۲مه) پر اېکس پاڼه په یوه خبرپاڼه کې دا خبر خپور کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد کسان د روانې اوونۍ په ترڅ کې د کندهار ،سین‌بولدک او د ننګرهار د تورخم له  دروازو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د یاد وزارت په وینا، خوشې شوي کسان په پاکستان کې د بېلابېلو دلیلونو له امله بندیان شوي وو.

تر دې وړاندې هم یو شمېر افغان کډوال له پاکستاني زندانونو څخه تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته راستانه کړای شوي دي.
کارپوهان وایي، د افغان اتباعو خوشې کېدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو حل د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه والي لپاره مهم ګام دی.

دوی زیاتوي چې، د متقابل احترام، خبرو اترو او همکارۍ دوام کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ باور لا پیاوړی کړي.

خو اندېښنه یې دا ده چې پاکستان لا هم هلته له افغان کډوالو سره د بشري حقونو خلاف چلند کوي او د لسو د خوشې کولو پر ځای شل نور زنداني کوي چې، د دوی په باور دا د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا ترینګلې کولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو شمېر افغان فرهنګیان: د ژبو په اړه دې له پاروونکو او ناعلمي بحثونو ډډه وشي

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۶ مه) یو شمېر افغان لیکوالو او فرهنګي شخصیتونو د افغانستان د ژبو، لهجو او ملي مسایلو په اړه...