په لومړي ځل ترې ګاونډي پولیسو ته شکایت وکړ:
— دا چې پر لاره راشي، سلام نه کوي.
دویم ځل بل مشتري غږیز پیغام ثبت کړ:
— کله چې د سودا لپاره هټۍ ته ورشو، تریو تندی یې نیولی وي؛ داسې احساس کوو لکه له موږه چې سخته کرکه لري.
پولیس راغلل، هټیوال یې د کلیوالو له شکایتونو خبر کړ او د ښه چلند سپارښتنه یې ورته وکړه.
خو څو ورځې لا نه وې تېرې چې بیا د پولیسو مدیریت ته زنګ راغی:
— هټیوال له یوې ښځې سره په دې وران دی چې بښنه نه ترې غواړي.
د پولیسو مدیر په دفتر کې ښکته پورته ګرځېده. له غوسې یې سترګې رډې نیولې وې.
— دا زموږ د ښار لپاره د شرم خبره ده چې داسې بد اخلاقه سړی زموږ په سیمه کې اوسېږي. که ولسمشر په دې خبر شي، څه فکر به کوي؟
مامورین یې راوغوښتل، څو د هټیوال د برخلیک په اړه مشوره وکړي.
یوه وویل:
— باید بندي شي.
بل ورغبرګه کړه:
— د اخلاقو یو استاد دې ورته ونیول شي، څو د ښه چلند درس ورکړي.
درېیم لږ فکر وکړ، بیا یې وویل:
— نه، ښه به دا وي چې د احمقانو ښار ته تبعید شي.
د رئیس پر زړه دا خبره لکه مرهم ولګېده.
— همدا به ښه وي. هلته به د خلکو له کړو وړو زده کړه وکړي.
هټیوال یې په موټر کې واچاوه او د احمقانو ښار ته یې ولېږه.
د ښار په لومړۍ کوڅه کې یې یو سړی ولید چې د بل چا پر پښه ور وخوت؛ نه یې بښنه وغوښته او نه یې شاته وکتل.
لږ وړاندې یو بل کس له هټۍ ووت. سودا یې واخیسته، خو د هټیوال له «مننې» سره یې هېڅ ځواب ورنه کړ.
په بله کوڅه کې دوه کسان سره مخ شول. یو بل ته یې وکتل، خو سلام یې ونه کړ؛ داسې تېر شول لکه چې یو بل یې هېڅکله نه وي لیدلي.
هټیوال هک حیران و.
زړه یې سخت تنګ شو.
هره ورځ به یې د همدې ښار په کوڅو کې د خلکو ترمنځ واړه واړه ټکرونه لیدل؛ خو هېچا به نه ویل: «بښنه غواړم.» هېچا به نه ویل: «مننه.» او هېچا به د بل د شتون د درناوي لپاره دومره هم نه ویل: «سلام.»
یوه شپه د ښار په یوه کوڅه کې ګوښی روان و. د خپل ښار خلک یې په یاد شول؛ هغه ګاونډی چې یوازې یې یو سلام غوښت، هغه مشتری چې د ده له تریو تندي ستړی شوی و، او هغه کلیوال چې له ده څخه یې یوازې یوه کلمه غوښتې وه:
«بښنه.»
هټیوال ودرېد.
د اوږدې چوپتیا وروسته یې له ځانه سره وویل:
— ما فکر کاوه چې دا واړه کارونه دي؛ خو اوس پوه شوم چې د انسانانو ترمنځ لوی واټن هم له همدې وړو شیانو پیلېږي.
سبا سهار یې د پولیسو مدیریت ته زنګ وواهه.
— زه غواړم بېرته خپل ښار ته ستون شم.
پولیسو ورته وویل:
— تاسو ته اجازه نشته.
هټیوال وویل:
— ژمنه کوم، له دې وروسته به سلام کوم، مننه به کوم، که تېروتنه مې وکړه بښنه به غواړم. ما له دې ښاره بېرته یوسئ.
څو ورځې وروسته هغه خپل ښار ته ستون شو.
کله چې له موټره ښکته شو، لومړی کس چې ورسره مخ شو، هماغه ګاونډی و چې لومړی ځل یې ترې پولیسو ته شکایت کړی و.
هټیوال ورنږدې شو.
لږه شېبه یې ورته وکتل، بیا یې په موسکا وویل:
— السلام علیکم، ګاونډیه!
ګاونډی حیران شو او په غېږ کې یې ونیو.
هټیوال سر ټیټ کړ:
— او… د هغې ورځې لپاره بښنه غواړم.
ګاونډي موسکی شو:
— وعلیکم السلام، ښه راغلاست.
هټیوال د خپل ښار کوڅې ته وکتل.
هر څه هماغسې وو؛ خلکو د یو بل ته په درنه سترګه کتل.
د لارې په سر کې یې له یوه بل سړي سره مخ شو.
دواړو یو بل ته وکتل.
هټیوال موسکی شو:
— السلام علیکم.
— وعلیکم السلام، ښه راغلاست.
او روان شو؛ دا ځل نه یوازې د خپل ښار په کوڅه کې، بلکې د شرافت په لاره.
لیکوال: شاه زلمی
نېټه: ۲۰۲۶ د اګست ۱۲مه