Homeخبرونهافغانستان کې په سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی

افغانستان کې په سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی

تاند ( پنجشنبه د اسد/زمري ۲۲مه) د ماشومانو د ژغورنې صندوق په افغانستان کې د خوارځواکۍ پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې.

یادې ادارې ویلي چې دا مهال شاوخوا ۳٫۷ میلیون ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

د دې ادارې په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې له تېرو څلورو کلونو راهیسې خوارځواکي ۱۴ سلنه زیاته شوې او دا مهال نږدې له هرو لسو ماشومانو یو یې په سخته خوارځواکۍ اخته دی.

د ماشومانو د ژغورنې صندوق همداراز ویلي چې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو کمښت روغتیايي خدمتونو ته د میلیونونو خلکو لاسرسی سخت کړی دی.

په راپور کې راغلي چې د دې ترڅنګ په تېرو څو کلونو کې نږدې ۶۰۰ روغتیايي مرکزونه یا تړل شوي او یا یې فعالیت ځنډول شوی دی.

سرچینې تر دې مخکې هم په افغانستان کې د خوارځواکۍ پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي وو چې د افغانستان خلک یوازې پرېنږدي.

دا اندېښنه داسې مهال ښودل کېږي چې، پرون چهارشنبه د نارې کډوالو شورا رییس هم په افغانستان کې پر روان خراب وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

دوی ویلي وو چې د ناټو غړو هېوادونو د افغانستان خلک یوازې پرېږي.

1 COMMENT

  1. چارواکي یې د ډیر خوراک له امله لکه ګوشتي چرګان په لاره نشي تللی او عام خلک او د هغوی بچیان د بیوزلۍ او لاچارۍ له امله په خوترځواکۍ اخته دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، کتاب علمي او تحلیلي ارزونه

اسدالله غيرت سریزه د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، د عاشق الله اخلاص‌یار هغه فکري، ټولنیز او تحلیلي اثر دی چې د انسان او ټولنې د...