د امریکا د متحد ایالتونو پخوانی ولسمشر بارک اوباما غواړي چې په سپتمبر میاشت کې د پوډکاسټ یوه لړۍ پيل کړي. د راپورونو له مخې ښاغلی اوباما به په دې خپرونه کې د شپږو کتابونو په تړاو وغږیږي. دا هغه کتابونه دي چې د ده په وینا د دین، سیاست او په امریکا کې د توکم پالنې په تړاو یې د ده پر لیدلورې اغېز کړی دی.
د دې پروګرام نوم «A Great Book With Barack Obama» دی. دا پوډکاسټ به شپږ برخې ولري.
اوباما په ټولنیزو رسنیو کې په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې دا پروګرام په داسې وخت کې وړاندې کېږي چې د ډېرو خلکو لپاره د مطالعې او کتاب لوستلو لپاره ځانګړی وخت پیدا کول ورځ تر بلې ستونزمن کېږي.
هغه ټینګار کړی چې ځینې کتابونه یوازې کیسې نه بیانوي، بلکې زموږ د نړۍ د لیدلو طریقه بدلوي.
هغه شپږ کتابونه چې د اوباما لیدلوری یې بدل کړی
اوباما د ادبي اثارو یوه متنوعه ټولګه غوره کړې چې د هویت، نژاد، دین، سیاست او ټولنې په څېر مهمو موضوعاتو ته پکې پام شوی دی.
په دې لړ کې د امریکايي لیکوال جېمز بالډوین کتاب «The Fire Next Time» هم شامل دی. دا اثر د امریکا د تورپوستو د تجربې او په متحده ایالاتو کې د نژادي اړیکو په اړه له مهمو اثارو څخه ګڼل کېږي.
اوباما د امریکايۍ لیکوالې ټوني موریسن ناول «Song of Solomon» هم غوره کړی دی. په دې ناول کې د هویت، اصلي ریښو، حافظې او د امریکا د تورپوستو د ژوند او تجربې موضوعات څېړل شوي دي.
په دغه نوملړ کې د کورمک مککارتي ناول «All the Pretty Horses» او د مارلین رابینسن ناول «Gilead» هم شامل دي. په «Gilead» کې د ایمان، کورنۍ، اخلاقو او حافظې په څېر موضوعاتو ته پام شوی دی.
له غوره شوو اثارو څخه یو بل د امریکايي لیکوال رابرټ پن وارن سیاسي ناول «All the King’s Men» دی. دا ناول د واک، جاهطلبۍ او فساد موضوعات څېړي. ورسره د بریتانوي لیکوال جان لو کارې مشهور جاسوسي ناول «Tinker, Tailor, Soldier, Spy» هم شامل دی، چې کیسه یې د سړې جګړې د وخت ده.
اوباما وایي چې د دغو کتابونو د بحث لپاره یې یو شمېر ملګري هم رابللي دي، څو د دې موضوع په اړه خبرې وکړي چې ولې د دغو اثارو اغېز تر اوسه دوام لري، ادبیات څنګه له ځان او نورو څخه په ښه پوهېدو کې مرسته کولی شي، او ولې کتابونه لا هم په اوسني وخت کې مهم دي.
تر اوسه پورې د دې پروګرام په خپرونو کې د ګډون کوونکو مېلمنو نومونه نه دي اعلان شوي.
له ولسمشرۍ وروسته دوامداره رسنیز فعالیت
د دې پوډکاسټ پیل د بارک اوباما او د هغه د مېرمنې میشل د هغو مخ پر زیاتېدونکو رسنیزو او فرهنګي فعالیتونو یوه برخه ده چې دوی له سپینې ماڼۍ څخه تر وتلو وروسته پیل کړي دي.
دواړو په ۲۰۱۸ کال کې د «Higher Ground» په نوم شرکت جوړ کړ. دغه شرکت وروسته د فلمونو، مستندو پروګرامونو او پوډکاسټونو په تولید کې پراخ فعالیت پیل کړ. د دې شرکت په تولیداتو کې د «American Factory» مستند فلم، «Leave the World Behind» فلم، او د امریکا د مدني حقونو د فعال بایرډ رَسټن (Bayard Rustin) د ژوند په اړه یو سینمایي اثر هم شامل دي.
دغه شرکت تر دې مخکې له Audible سره هم په ګډه د میشل اوباما په نوم د «Michelle Obama: The Light Podcast» پوډکاسټ په تولید کې همکاري کړې وه.
بارک اوباما د روان اوړي په موسم کې له لیکوال او خبریال مالکوم ګلاډوېل (Malcolm Gladwell) سره یوځای د «Reconstruction: The Unfinished Promise» په نوم د اته برخیزې لړۍ په وړاندې کولو کې هم ونډه واخیسته. په دې لړۍ کې د امریکا د کورنۍ جګړې له پای ته رسېدو وروسته د متحده ایالاتو د بیا رغونې پړاو څېړل شوی دی.
اوباما د ۲۰۱۷ کال په جنورۍ کې د خپلې ولسمشرۍ له پای ته رسېدو راهیسې په فرهنګي ډګر کې خپل فعال حضور ساتلی دی. هغه هر کال د هغو غوره کتابونو نوملړ هم خپروي چې لوستي یې دي، او ترڅنګ یې د خپلې خوښې فلمونه او موسیقي هم له خلکو سره شریکوي