Home+د واده په نوم د پر ځوان نسل زیاتېدونکی ټولنیز فشار

د واده په نوم د پر ځوان نسل زیاتېدونکی ټولنیز فشار

عبدالرحمان ثاقب
د ځوانۍ ځینې ناپوهۍ انسان اړ کوي چې کلونه یې پایلې وزغمي. ښايي هغه څوک د دې درد ښه درک وکړي چې د خپلې یوې پخوانۍ تېروتنې یا پرېکړې بار لا هم پر اوږو وړي. زموږ د ټولنې یوه ستونزه دا هم ده چې ډېری وخت د یوه انسان ټوله ژوند د هغه له یوې پېښې، یوې پرېکړې یا یوې تېروتنې سره تړو. بیا یې د اوسني چلند او وړتیا پر ځای د تېر وخت له مخې ارزوو.
د بلوچستان په ځینو پښتني سیمو کې د واده په اړه هم داسې فکر لیدل کېږي. که د یوه ځوان عمر له ۲۸ کلونو واوړي، په ځینو کورنیو کې هغه د واده لپاره د مناسب کس پر ځای له بلې زاویې کتل کېږي او د ژوند بېلابېل اړخونه یې څېړل کېږي. د هغه کورنۍ، تېر ژوند، دنده، عاید او ټولنیز ځای ټول ارزول کېږي. داسې ښکاري چې د واده لپاره د انسان له شخصیت څخه د هغه ټولنیز او اقتصادي حالت ته ډېره پاملرنه کېږي.
دا حالت پر ځوانانو فشار اچوي. یو ځوان د ښه کار او ډېر عاید د پیدا کولو لپاره له خپلې کورنۍ او سیمې لرې د تلو پرېکړه کوي. یو بل ښار ته ځي، بل له هېواده بهر د کار هڅه کوي او بل پور اخلي چې خپل اقتصادي حالت ښه کړي. ډېری وخت موخه یوه وي: په ټولنه کې ځان د واده وړ ثابتول.
خو د دې ستونزې یو بل ډېر حساس اړخ د ښځو له ژوند سره تړاو لري. کله چې د واده په پرېکړه کې د کورنۍ عزت، اقتصادي حالت او دودیزو تمو ته ډېره ارزښت ورکړل شي، د ښځې خپله خوښه او نظر تر شا پاتې کېږي. کله ناکله د هغې د ژوند پرېکړه داسې کسان کوي چې د هغې له غوښتنې، خوښې او راتلونکي څخه یې د ټولنیز دود ساتنه ډېره مهمه وي.
دا دودونه په یوه ورځ کې نه دي رامنځته شوي. ټولنې د وخت په تېرېدو منلي او له یوه نسل څخه بل نسل ته یې لېږدولي دي. خو هر زوړ دود اړین نه دی چې نن هم د انسان لپاره ګټور وي. که کوم دود د انسان د ژوند د اسانه کولو پر ځای پرې نور بار واچوي، نو پر هغه پوښتنه کول هم د ټولنې دنده ده.
د پښتني ټولنې په ځینو سیمو کې د واده په چارو کې اقتصادي حالت هم مهم رول لري. هغه ځوان چې میاشتنی عاید یې ۲۰ یا ۳۰ زره روپۍ وي، په اوسنیو ګرانو بیو کې د کور چلول ورته هم اسانه نه دي؛ نو د واده لګښتونه او ورسره تړلې نورې دندې او مسوولیتونه یې ستونزې لا زیاتولی شي.
په داسې حالت کې ځوان د خپل ژوند لومړني کلونه په اقتصادي مبارزه کې تېروي. د ښه کار په لټه کې لرې سیمو ته ځي او کله ناکله د خپل ژوند نور مهم اړخونه هم یوازې د دې لپاره له پامه غورځوي چې په ټولنه کې د یوه «وړ» کس په توګه وپېژندل شي.
دلته پوښتنه پیدا کېږي: ایا د انسان ارزښت باید د هغه له جېب څخه وټاکل شي؟
که د یوه ځوان د واده لپاره د مناسب کس ګڼلو تر مخه د هغه عاید کتل کېږي، نو بیا د هغه د شخصیت، زده کړو، مسوولیت‌پالنې، اخلاقو او انسانیت ارزښت څه پاتې کېږي؟
د همدې ستونزې بله بڼه د کم عمره کوژدو او ودونو په توګه هم راڅرګندېږي. ځینې کورنۍ له دې وېرې چې اولادونه یې په راتلونکي کې د واده له ستونزو سره مخ نه شي، په کم عمر کې یې کوژده یا واده کوي. کېدای شي د مور او پلار موخه د خپلو اولادونو ساتنه او ډاډ وي، خو د دې پرېکړې اغېزې د ماشوم پر زده کړو، ذهني وده او راتلونکو انتخابونو هم پرېوتلی شي.
کم عمره کوژده هم ګڼې پوښتنې له ځان سره لري. هغه ماشوم چې لا د خپلې زده کړې، شخصیت او راتلونکي په اړه د خپلواک او روښانه تصمیم نیولو عمر ته نه وي رسېدلی، ایا کولی شي د خپلې ټولې راتلونکې د یوې پرېکړې پایلې درک کړي؟
دلته موخه د مور او پلار پر نیت نیوکه نه ده، بلکې باید هغه فکر وڅېړل شي چې له مخې یې کله ناکله د ماشومانو د راتلونکي پرېکړې د ټولنیز فشار او دودونو له امله په بیړه ترسره کېږي.
موږ باید دا هم وڅېړو چې ایا په کم عمر کې کوژده کول رښتیا هم د ستونزې حل دی، که یوه بله ستونزه رامنځته کوي؟ د ماشوم زده کړه به څه کېږي؟ خپله خوښه به یې څه وي؟ په راتلونکي کې به دې پرېکړې ته په کومه سترګه ګوري؟ او تر ټولو مهمه دا چې ایا د دې پرېکړې پر مهال د هغه نظر هم اخیستل شوی؟
د دغو پوښتنو له پامه غورځول په راتلونکي کې لا ډېرې ستونزې رامنځته کولی شي.
دودونه د هرې ټولنې د پېژندنې یوه برخه وي، خو د دود موخه باید د انسان ژوند ښه کول وي، نه ستونزمنول. که کوم دود ځوانان له بېځایه اقتصادي فشار، ذهني کړاو او یا له خپلې کورنۍ او سیمې څخه د لرې کېدو سره مخ کوي، نو اړتیا ده چې پر هغه دود بیا کتنه وشي.
واده د ژوند یوه مهمه پرېکړه ده. باید یوازې له عمر، شتمنۍ، د کورنۍ له نوم او ټولنیز فشار سره ونه تړل شي. دوه اړخیزه خوښه، مسوولیت‌پالنه، ښه شخصیت، ذهني پخوالی او د یو بل د درک کولو وړتیا هم باید د دې پرېکړې برخه وي.
ښايي موږ باید له ځانه دا پوښتنه وکړو چې ایا خپلو ځوانانو ته واده د یوه خوښ او باعزته ژوند د پیل په توګه ورپېژنو، که مو دا هم د داسې ټولنیزې سیالۍ په بڼه اړولې چې پکې د انسان ارزښت د هغه له جېب څخه سنجول کېږي؟
که موږ د یوې ښه ټولنې غوښتونکي یو، نو اړتیا ده چې خپل دودونه له منځه ونه وړو، بلکې بیا یې وارزوو. هغه دود چې خلک یو بل ته نږدې کوي، باید پیاوړی شي؛ خو هغه دود چې انسان بېځایه تر فشار لاندې راولي یا یې له خپلو بنسټیزو پرېکړو محروموي، باید پرې پوښتنه وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...