تاند (پنجشنبه، د زمري/ اسد ۲۲ مه) په پنجشېر ولایت کې د ۱۰ میلیون ډالرو په لګښت د یوه صنعتي کمپلکس د جوړولو چارې پیل شوې دي چې په کې به درمل، د څښاک اوبه او غیرالکولي مشروبات تولیدېږي.
د افغانستان راډیو ټلوېزیون (RTA) د سېشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د دې پروژې چارې پیل شوې دي.
د راپور له مخې، دا پروژه د څلورو افغان پانګهوالو له خوا د پنجشېر ولایت د ادارې په ملاتړ او د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ پلې کېږي.
پانګهوال پلان لري چې په راتلونکې کې په دې پروژه کې خپله ټوله پانګونه ۲۸ میلیون ډالرو ته ورسوي او په دې توګه د صنعتي کمپلکس کچه او د تولید ظرفیت پراخ کړي.
تمه کېږي چې دا پروژه به د درملو، د څښاک اوبو او غیرالکولي مشروباتو په برخو کې کورنی تولید پیاوړی کړي او په پنجشېر کې به د صنعتي فعالیتونو له پراختیا سره مرسته وکړي.
همداراز، د دې پروژې له لارې به د کار زمینه برابره شي او په ولایت کې به د خصوصي سکتور د پانګونې لپاره نوي فرصتونه رامنځته شي.
ملي راډیو وايي، د دې پروژې پیل ښيي چې په هېواد کې د کورنیو پانګهوالو لېوالتیا د تولیدي فابریکو د جوړولو او د افغانستان د تولیدي او صنعتي سکتور د پراختیا لپاره مخ په زیاتېدو ده.