ژباړن: سیلانی
۱. خپلواک ترک دولت اړینه ګڼي چې د افغانستان دولت، چې له هغه سره د صمیمیت او زړه له کومي ژورې اړیکې لري، په بشپړ ډول په رسمیت وپېژني.
۲. تړون کوونکي لوري د ختیځ د ټولو ملتونو خپلواکي، بشپړه ازادي او د استقلال حق مني او تاییدوي چې هر ملت حق لري د خپلې خوښې له نظام سره سم خپل هېواد په خپلواک ډول اداره او رهبري کړي. دواړه لوري همدارنګه د بخارا او خیوې د دولتونو خپلواکي په رسمیت پېژني.
۶. تړون کوونکي لوري به د خپلو متقابلو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او سفارتي چارو د تنظیم لپاره اړین تړونونه په جلا توګه لاسلیک کړي او له همدا اوس څخه به د یو بل پلازمېنو ته خپل سفیران واستوي.
۷. تړون کوونکي لوري به د دواړو دولتونو ترمنځ منظم او ځانګړي پوستي خدمات رامنځته کړي او یو بل به له خپلو سیاسي حالاتو، ښوونیزو او سوداګریزو چارو او همدارنګه له خپلو هر ډول اړتیاوو او غوښتنو څخه خبروي.
۸. ترکیه ژمنه کوي چې له افغانستان سره به د کرنې په برخه کې مرسته وکړي او دغه هېواد ته به ښوونکي او پوځي افسران واستوي. یاد ښوونکي او افسران به پنځه کاله په افغانستان کې دندې ترسره کوي او د دې مودې تر پای ته رسېدو وروسته، که افغانستان غوښتنه وکړي، ترکیه به یو بل ښوونیز پلاوی هم ورولېږي.
۱۰. دغه تړون په مسکو کې په دوو نسخو ترتیب شوی او د دواړو لوریو د استازو لهخوا لاسلیک شوی دی. تړون د ۱۳۳۷ کال د مارچ میاشتې د لومړۍ نېټې، سهشنبې په ورځ، چې د ۱۳۳۹ هجري قمري کال د جماديالثاني میاشتې له یوویشتمې نېټې سره سمون خوري، لاسلیک شوی دی.³⁶
د دغه تړون له مخې، د ترکیې لویې ملي جرګې د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ د په رسمیت پېژندلو ترڅنګ ژمنه وکړه چې له دغه هېواد سره به په سوداګریزو، پوځي او علمي برخو کې هر اړخیزه همکاري کوي. د ۱۹۲۱ زېږدیز کال د مارچ په لومړۍ نېټه د ترکیې د لویې ملي جرګې او افغان حکومت ترمنځ د لاسلیک شوي تړون د شپږمې مادې له مخې، دواړو لوریو به په متقابل ډول سفارتونه پرانیستل او خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې به یې له همدې لارې پر مخ وړلې.³⁷
په ۱۹۲۱ زېږدیز کال، سلطان احمد خان په انقره کې د افغانستان د لومړي سفیر په توګه دنده پیل کړه او خپل باورلیک یې مصطفی کمال پاشا ته وړاندې کړ.³⁸ د همدې کال د جون په لسمه په انقره کې د افغانستان د سفارت د پرانیستلو مراسم ترسره شول او د سفارت پر ودانۍ د افغانستان بیرغ پخپله د مصطفی کمال پاشا لهخوا پورته شو.³⁹
له روسیې او ترکیې سره د یادو تړونو لاسلیک کېدل، په کابل کې په خوښئ ونمانځل شول او هرکلی یې وشو. د هنري ډابز په مشرۍ انګرېز پلاوي د فشارونو په واردولو پیل وکړ، څو د افغانستان په ګڼو ښارونو کې د روسیې د قونسلګریو د پرانیستلو مخه ونیسي او له ترکیې سره لاسلیک شوی تړون بېاعتباره کړي.
په همدې ترڅ کې کابل ته نوي خبرونه راورسېدل. د دغو خبرونو له مخې، ایران او د اروپا بېلابېلو دولتونو هم افغانستان د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت پېژندلی و.⁴⁰ سربېره پر دې، دا خبر چې ایټالیا له افغانستان سره د سوداګریز تړون د لاسلیکولو او په دغه هېواد کې د قونسلګرۍ د پرانیستلو په موخه له افغان سفارتي پلاوي سره هوکړهلیک لاسلیک کړی، په کابل کې له پراخې خوښۍ سره بدرګه شو. خو انګرېز لوری یې سخت اندېښمن کړ، ځکه انګرېزانو لا هم افغانستان د خپل نفوذ د حوزې یوه برخه ګڼله.⁴¹
په کابل کې د دواړو پلاوو ترمنځ د خبرو اترو د دوام پر مهال، محمد ولي خان د ۱۹۲۱ زېږدیز کال په اګست کې لندن ته ولاړ او هلته یې له لارډ کرزن سره وکتل. لارډ کرزن له نورو دولتونو سره د افغانستان خبرې اترې او د یو شمېر تړونونو لاسلیکول، د راولپنډۍ او مسوري له تړونونو سره خیانت وباله. نوموړي دا هم زیاته کړه چې افغان حکومت باید له لندن سره نه، بلکې د هند له حکومت سره د یوه رسمي مخاطب په توګه تعامل وکړي.
دې خبر په کابل کې پراخ سیاسي غبرګونونه راوپارول. امانالله خان، کله چې ولیدل انګرېزان د افغانستان د خپلواکۍ له په رسمیت پېژندلو څخه لا هم ډېر لرې دي، د ۱۹۲۱ زېږدیز کال د اګست په ۲۸مه له روسیې سره لاسلیک شوی تړون تصویب کړ.⁴²