جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهمقاومت جبهې د پاکستان په منځګړتوب طالبانو سره مذاکرات رد کړل

مقاومت جبهې د پاکستان په منځګړتوب طالبانو سره مذاکرات رد کړل

تاند( سې شنبه، د سنبلې ۳۰مه) د افغانستان په شمال کې د طالبانو د امارت خلاف د وسله وال فعالیت ادعا لرونکې مقاومت ملي جبهه وایي له طالبانو سره به د پاکستان په منځګړتوب د سولې خبرو ته حاضره نه شي.

د دغې جبهې د نړیوالو اړیکو مسوول میثم نظري په دې اړه د پاکستان د صدراعظم څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی.

هغه ویلي: پاکستان دې د طالبانو په وسیله او مرسته د افغانستان پرخاورې له ترسره کړي څرګند تېري څخه منصرف شي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان څو ورځې مخکې د تاجیکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د شانګهای سازمان د کلنۍ غونډې پر مهال وویل، چې هېواد یې د تاجیکستان په همکارۍ د طالبانو او د دوی خلاف د مقاومت جبهې ترمنځ د سولې مذاکراتو منځګړتوب ته حاضر دی.

مقاومت جبهې، چې د طالبانو لاس ته د افغانستان وروستی ولایت پنجشېر یې مرکز و او لا هم ګڼل کیږي، پر دې ولایت د طالبانو په خونړي برید کې د پاکستان د هوایي ونډې ادعا لري.

دا ادعا په نسبي ډول اروپایي پارلمان هم کړې وه او ایران هم په دې برخه کې د څېړنو غوښتنه کړې وه.

له مقاومت جبهې څخه مخکې د طالبانو د اسلامي امارت یوه ویاند قاري سعید خوستي هم له مقاومت جبهې سره د خبرو په اړه د عمران خان څرګندونو ته غبرګون ښودلی و.

هغه ویلي و، چې دوی اسلامي نظام جوړ کړی او اړتیا نشته، چې د دغه نظام په اړه نور چا سره خبرې وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب