جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهمحمداشرف د پوهنتون نوی رييس وګومارل شو

محمداشرف د پوهنتون نوی رييس وګومارل شو

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۳۰) محمداشرف د کابل پوهنتون د ريیس په توګه له ګومارل کېدو وروسته نن د هیواد دې تر ټولو ستر پوهنتون ته معرفي شو.

ځینې ناتایید شوي راپورونه وايي چې د پوهنتون د ريیس په توګه د محمد اشرف له معرفي کېدو وروسته د دغه پوهنتون تر ۵۰ ډېرو استادانو استعفاوې وړاندې کړي دي.

د استادانو اعتراض په دې دی چې محمد اشرف یوازې د لیسانس تر کچې زده کړې کړي حال دا چې د پوهنتون مخکینیو استادانو د دوکتورا تر کچې زده کړې کړې وې.

ښاغلی اشرف د لوړو زده کړو د مرستیال روح الله روحاني له لوري د پوهنتون کارکوونکو ته معرفي شو.

تر دې وړاندې د لوړو زده کړو وزیر عبدالباقي حقاني، چې حقانیه مدرسه یې لوستې، ویلي و چې ډېر شمېر افغان کدرونه، چې لوړې زده کړې لري، له هیواده بهر دي او دی به هڅه وکړي چې هغوی د خپل هیواد پوهنتونونو ته جذب کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب