جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهایکسپریس ټریبیون: طالبان طلایي فرصتونه او تباه کوونکي ګواښونه په مخ کې...

ایکسپریس ټریبیون: طالبان طلایي فرصتونه او تباه کوونکي ګواښونه په مخ کې لري

تاند( سې شنبه، د سنبلې ۳۰مه) د پاکستان مشهورې ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون په یوه تحلیلي مطلب کې له افغانستانه د امریکایي سرتېرو له وتو وروسته، د طالبانو لپاره په مخکې پرتې تر ټولو ښه او بد حالتونه پیش بیني کړي دي.

د ورځپاڼې په باور، له افغانستانه د امریکایي سرتېرو وتل نه یوازې طالبانو؛ بلکې ټولې سیمې او نړۍ ته له فرصتونو او ګواښونو دواړو ګډې سناریوګانې لري.

ورځپاڼه له بېوزله او بد اقتصادي وضعیت لرونکي افغانستان سره د نړیوالو مرستو کمیدل یوه لویه ننګونه ګڼي او لیکي: د جمهوري نظام له سقوط مخکې هم فقر او بېکاري اوج کې وه او له ټولو څخه درېیمه برخه افغانانود فقر تر کرښې لاندې ژوند کاوه، خو د بهرنیو مرستو له دریدو سره به دا وضعیت نور هم پېچلی او افغانستان له ډېر بد بشري بحران سره مخ شي.

دا پاکستانۍ ورځپاڼه باوري ده، چې له افغانستان سره د نړیوالو بشري مرستو نه ترسره کیدل او یا یې د طالبانو په لاس نه ترسره کیدل او له مستقیم وېش سره یې د طالبانو احتمالي مخالفت به افغانستان په اقتصادي لحاظ بد سقوط سره لاس و ګرېوان او خونړي کورني جنګ ته سوق کړي.

ایکسپریس ټریبیون له دغه وضعیت څخه د القاعدې او داعش په شان د خطرناکو نړیوالو ترهګرو ډلو تر بل هر وخت زیاتې استفادې ته اندیښمن دی.

دا ورځپاڼه د ملګرو ملتونو د سرمنشي هغه خبره هم نقلوي، چې ویلي: که افغانستان په اقتصادي لحاظ سقوط شي، په لوی لاس به نړیوالو ترهګرو ډلو ته په ډالۍ کې ورکړل شوی وي.

له بدو وړاندوینو وراخوا، د پاکستان دا ورځپاڼه دا مثبته وړاندوینه هم لري، چې که د طالبانو اسلامي امارت د مخکیني رژیم د ګامونو برعکس یې له افغان سیاسي لوریو، مختلفو قشرونو او نړیوالې ټولنې سره مثبت تعامل وکړي او پر دوی ځان په رسمیت وپېژندلای شي، د یوه ټول ګډونه او معتدل حکومت په لرلو سره به د افغانانو او نړۍ غوښتنې پوره کړای شي.

1 COMMENT

  1. طالبان دې ډېر احتیاط وکړي. امریکیان غواړي د سوریې څخه داعشیان د قبایلي سیمو په لاره افغانستان ته راولېږي او دلته یې د القاعدې او داعشي ډلو سره یو ځای کړي. نور هېوادونه به وډاروي چې افغانستان په رسمیت ونه پېژني، بندیزونو ته به دوام ورکړي او خلک به وهڅوي چې د طالبانو پر ضد راپورته شي. په دې توګه به د لنډغرو او هېواد پلورونکو په مټ کورنۍ جګړه پیل او په ترڅ کې به یې داعش منځنۍ اسیا ته ور ننباسي۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب