جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهطالبان روسیې، چین او پاکستان ته: امریکا راسره پخلا کړئ

طالبان روسیې، چین او پاکستان ته: امریکا راسره پخلا کړئ

تاند( سې شنبه، د سنبلې ۳۰مه) د طالبانو د اسلامي امارت رئیس الوزا ملامحمد حسن اخوند نن د کابینې د یو شمېر مهمو غړو په ملتیا یې په ارګ کې د روسیې، چین او پاکستان له ځانګړو استازو سره لیدلي.

په دې لیدنه کې حسن اخوند له یادو هېوادونو غوښتي، چې امریکا او نړۍ دوی سره د اړیکو ښه کیدو ته وهڅوي او په خبره یې پر افغان ولس نور فشار رانه وړي.

طالبانو له دې فشار راوړلو څخه خپله موخه نه ده واضحه کړې، خو ویل کیږي چې دا ډله په افغانستان کې له حکومت اعلانولو څخه تر څه باندې یوه میاشت وروسته هم د نړیوال رسمیت په نه پيدا کولو سخته اندیښمنه ده.

معلومه نه ده، چې د یادو هېوادونو استازو طالب چارواکو ته د دغې غوښتنې د پوره کولو لپاره د مرستې ډاډ ورکړی کنه؟

روسیې، چین او پاکستان خپله هم لا د طالبانو اعلان شوی امارتي حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د شنونکو په اند، طالبانو له همدې کبله د خپلې اعلان کړې سرپرستې کابینې د لوړې مراسم لغوه اعلان کړل، چې د رسمیت پېژندلو په اړه له نړیوالو نهیلي شوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د یادو مراسمو د ځنډ دلیل د وخت سپما او خلکو ته د زر خدماتو رسول ښودلي.

نړیوالې ټولنې او ګڼو هېوادونو د طالبانو د په رسمیت پېژندلو لپاره ګڼ شرطونه ایښي او هم یې ورسره خپلې مرستې مشروطې کړي، خو طالبانو د دغو شرطونو منلو ته نرمښت نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب