جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهطالبانو د ۲۴ ناامنۍ جوړونکو او جنایي مجرمینو د نیولو خبر ورکړ

طالبانو د ۲۴ ناامنۍ جوړونکو او جنایي مجرمینو د نیولو خبر ورکړ

تاند( سې شنبه، د سنبلې ۳۰مه) د طالبانو اسلامي امارت په بېلابېلو ولایتونو کې د نا امنۍ جوړولو او جنایي جرمونو په تور د ۲۴ تنو د نیول کیدو خبر ورکړی.

د امارت خبري سرچینو ویلي، چې له نیول شویو کسانو څخه ۱۶تنه یې په کابل او بادغیس ولایتونو کې د انسان تښتونې او غلاوو په تور نیول شوي.

له دوی څخه د یوه اندازه پیسو او جرمي وسایلو د نیول کیدو خبره هم شوې ده.

په ورته وخت کې د ننګرهار استخباراتي مسوولینو ویلي، چې ۶ تنه یې د ناقانونه وسلو او جنایي جرمونو په تور له یوه اندازه وسلو او غلا شویو توکیو سره نیولي، چې د سیمه ییزو پولیسو یو مخکینی قومندان هم پکې شامل دی.

له دې سره طالبانو په فراه کې هم د دوه تنو غلو د نیولو خبر ورکړی.

سرچینو نه دي ویلي، چې نیول شوي کسان به له څه برخلیک سره مخ کیږي؟

مخکې طالبانو یو شمېر نیول شوي تورن مجرمین د هغوی د جرمونو له اثبات څخه مخکې په صحرایي او علني ډول مجازاتول، چې د ځینو عامو خلکو له هرکلي خو د بشري حقونو د مدافعینو له منفي غبرګون سره مخ شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی