تاند( سې شنبه، د سنبلې ۳۰مه) د ایران رسمي خبري اژانس(ایرنا) د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکوي، چې د طالبانو د اسلامي امارت قومندانان د امریکا متحده ایالاتو په مرسته د داعش ډلې سختې جګړې اندیښمن کړي دي.
د سرچینې په حواله، دا اندیښنې تر ډېره د ننګرهار، کونړ، نورستان او غزني ولایتونو اړوند دي.
ایرنا زیاتوي: طالب قومندانانو له خلکو غوښتي، چې د داعش ډلې پر وړاندې مقابله کې ورسره مرسته وکړي.
د دغې خبري رسنۍ په حواله، داعش ډلې طالبان تکفیر کړي او پرضد یې د جهاد خبر ورکړی.
د طالبانو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون وویل، چې دوی مخکې هم داعش ډلې ته د ماتې ورکولو تجربه لري او بیا هم د دغې ډلې په اړه اندیښنه نه لري.
دا اندیښنې او څرګندونې په داسې مهال دي، چې د طالبانو اسلامي امارت پرون د ننګرهار او کونړ ولایتونو لپاره د خپل څه باندې یو میاشتینۍ واکمنۍ په درشل کې نوي والیان وټاکل.
یو شمېر نړیوالو رسنیو هم د طالبانو د حکومت له اعلان وروسته د افغانستان په پلازمېنه کې هوایي ډګر ته د څېرمه خونړۍ چاودنې په ګډون داعش ته د منسوبو نورو زیاتو شویو پېښو له بحث کولو سره، د دې ډلې د زیاتیدونکي فعالیت په اړه بحثونه کړي.