یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهخوست ته د ختیځوالو د ورتلو مخنیوي نیوکې پارولي

خوست ته د ختیځوالو د ورتلو مخنیوي نیوکې پارولي

تاند( سې شنبه، د سنبلې ۳۰مه)  راپورونه وایي، چې د طالبانو امنیتي کسانو نن د خوست په سټه کنډو سیمه کې، چې د دغه ولایت دروازه ګڼل کیږي، خوست ته د ختیځوالو د ورتلو ممانعت کړی.

د خوست د شېخ زاید پوهنتون یوه استاد د نوم نه خپرولو په شرط تاند ته ویلي، چې نن سهار خوست ولایت ته د ورتلو پر وخت طالبانو درولي او خوست ته د ورتلو اجازه یې نه ده ورکړې.

د پوهنتون دغه استاد ویلي، چې د ده په ګډون د پوهنتون نور مشرقیوال استادان او نور هر ډول کاروباري وګړي خوست ته له ورتلو ګرځول شوي.

د خوست ځایي چارواکو او نورو طالب مقاماتو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په ټولنیزو رسنیو کې هغه عکسونه هم خپاره شوي، چې یو شمېر کسان په سټه کنډو کې د ممانعت پرمهال ښودل کیږي او خوست ته یې د ورتلو مخنیوی شوی.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فعالانو په دې اړه توند غبرګون ښودلی او د طالبانو دا عمل یې د تفرقې نښه او خطرناک ګڼلی.

ویل کیږي، چې طالبانو دا کار په دې خاطر کړی، چې خوست ته د داعش وسله والو د ورتلو مخنیوی شوی وي.

ګومان کیږي، چې طالبان د داعش ډلې ډېر وسله وال د مشرقي ولایتونو اړوند ګڼي او په همدې تصور یې خوست ته د ورتلو مخنیوی کوي.

له څو ورځو راهیسې په ننګرهارکې پر طالب ځواکونو د داعش ډلې د یو شمېر بریدونو خبرونه ورکړل شوي.

1 COMMENT

  1. any province have good&bad peoples.
    most terrorist from norzayee trip who live in southwest.
    this is isi agenda to put afghans in fight with each other,
    afghans and special nangarhar are majority educated pashtoons and they love to afghans be united.
    NOW PLAY GROUND FOR PAKISTAN IS FREE.WHAT THEY WANT CAN DO THAT . BUT SOON I HOPE
    AFGHAN PASHTOON WILL GET FREEDOM.
    INSHAL LAH

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب