Homeخبرونههند د ۲ ملیارده او ۷۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت د هیروینو...

هند د ۲ ملیارده او ۷۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت د هیروینو قاچاق ونیوه

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۳۰) هندي چارواکي وايي چې له افغانستان څخه د ۲ ملیارده او ۷۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت هیروینو قاچاق یې نیولی دی.

د هند د امنیتي چارواکو په وینا، دا هیروین یې د خپل هیواد د لوېدیځ په سمندري بندر کې له دوو تنو هندیانو سره یوځای په دوو کانتینرونو کې نیولي دي.

د ګوجرات ایالت د عواید او ګمرکونو د ادارې رييس وايي، په موندرا بندر کې یې په یوه کانتینر کې ۲ زره کیلوګرامه او په بل کې ۱۰۰۰ کیلومه هیروین کشف کړي دي. د ده په وینا دا هیروین د ایران له یوه بندره د ګوجرات موندرل بندر ته راوړل شوي وو.

هندي چارواکي وايي چې اوس په احمداباد، ډیلي، چینای، ګندهیدهم  او د ګوجرات په ماندوی کې پلټنې روانې دي.

د ګوجرات ایالت د عوایدو او ګمرکونو د ريیس په وینا، د کشف شویو هیروینو ارزښت ۲۰۰ ملیارده هندي روپۍ یا ۲ ملیارده او ۷۰۰ ملیون امریکايي ډالره اټکلېږي.

پلټنې ښيي چې د قاچاق په دې ستره قضیه کې یو افغان هم لاس لري خو تراوسه پورې له دوو هندیانو پرته بل څوک نه دی نیول شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...