Homeخبرونهتاجکستان وايي، افغان هوايي ځواک یې د هوايي حریم سرغړونه کړې

تاجکستان وايي، افغان هوايي ځواک یې د هوايي حریم سرغړونه کړې

تاند (جمعه، د زمري/ اسد ۲۴ مه) د منځنۍ اسیا آې کې پریس خبري اژانس وايي، تاجکستان وروسته له هغه افغانستان ته رسمي احتجاج لیک لېږلی چې افغان هوايي ځواک د تاجګستان د هوايي حریم سرغړونه وکړه او د دغه هیواد خاورې ته نژدې سیمه یې بمباري کړه.

اژانس وايي، د تاجکستان د باندنیو چارو وزارت په قول وايي، په دې اعتراض لیک کې ویل شوي چې په درواز ولسوالي کې د بمبارۍ له کبله د خلکو کورونه زیانمن شوي او  مرګ ژوبلې اوښتې دي.

د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي:«په وروستیو ورځو کې د تاجکستان د درواز ولسوالي پولې ته په نژدې سیمو کې وسله‌والو نښتو د تاجیکستان د سرحدي سیمو امنیت ته ګواښ پېښ کړی دی او د نړیوالو قوانینو د سرغړونې سبب شوې دي.»

وزارت زیاتوي، د تاجیکستان د هوايي حریم د سرغړونې، د سیمې د اوسېدونکو د کورونو د زیانمنېدو او په ځانګړي ډول د تاجیکستان په درواز ولسوالۍ  کې د یوه ملکي وګړي د وژل کېدو له امله، افغانستان ته اعتراضیه یادداشت سپارل شوی دی.

په سیمه کې د طالبانو یو هیلي کوپتر هم لوېدلی دی. طالبان وايي چې د تخنیکي ستونزې له کبله یې بیړنۍ نساته کړې خو د طالبانو مخالفان وايي چې هیلي کوپتر ویشتل شوې ده.

څرګنده نه ده چې هیلي کوپتر د جمعه خان فاتح کسانو ویشتې که د تاجکستان سرحدي ځواکونو. ویل شوي چې پر یوه کور د هیلي کوپتر د لوېدو په پېښه کې یوه تاجکستانۍ ماشومه هم وژل شوې ده.

تر پرون (پنجشنبې) پورې د بدخشان ولایت د نُسي ولسوالۍ د نښتو په درېیمه ورځ، د سیمه ییز قوماندان جمعه خان فاتح اړوند کسانو او د طالبانو د استخباراتو ځواکونو ترمنځ نښتو دوام درلود. په همدې حال کې، جمعه خان فاتح په یوه غږیز پیغام کې د شخړې د حل لپاره د خبرو غوښتنه کړې ده.

جمعه خان فاتح خپل دریځ وړاندې کړی او ادعا یې کړې چې د طالبانو د ”ځانګړې قطعې” ځواکونو د خلکو کورونه تلاشي کړي او ملکي وګړي یې وژلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په اوکراین کې د جګړې له امله میلیونونه کتابونه سوځېدلي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د اوکراین د ماشومانو د کتابونو د یوه لوی خپرندوی شرکت «رانُک» مشر ویکتور کروهلوف هغه...