Home+یو افغان ډاکتر د بریتانیا د غوره ډاکتر جایزه وګټله

یو افغان ډاکتر د بریتانیا د غوره ډاکتر جایزه وګټله

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۲۹) یو افغان ډاکتر وحید ارین د بریتانیا د کال غوره ډاکتر شو او د بریتانیا د کال د غوره ډاکتر جایزه یې ترلاسه کړه.

ډاکتر ارین ۳۶ کلن دی. دی په کابل کې زېږېدلی او د عمر لومړي پنځلس کاله یې په کورنیو جګړو او یوه موده هم په پاکستان کې په مهاجرت کې تېره کړې ده.

ډاکتر ارین په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې طبي مرستې کړي، او مرستندویه ټولنه یې جوړه کړې ده.

ده ته د غوره ډاکتر د جایزې په ورکړه کې یو دلیل دا و چې له لېرې یې په افغانستان کې له خلکو او ډاکترانو سره مرستې کړي دي.

ده ته د بریتانیا د کال غوره جایزه نامتو انګلیسي فوټبالر ډیود بیکم ورکړه.

1 COMMENT

  1. afghan doctor is that who treat afghans.
    afghans going to pakistan and india for treatment,
    we don’t care he is a British doctor for treatment of British peoples.
    thank you

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...