تاند (شنبه، د سلواعې/ دلوې ۶ مه) د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند اعلان کړی چې په تېرو دریو کلونو کې د ۶۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پنځه ستر قراردادونه د سیمینټو د استخراج او پلټنې په برخه کې لاسلیک شوي دي.
همایون افغان ویلي چې د سمینټو د تولید ظرفیت به په ورځ کې له اووه زره ټنو څخه لس زره ټنو ته لوړ شي.
د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، د شنبې په ورځ د دې ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت د ویاند له قوله راپور ورکړی چې د میلیونونو ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک شوي دي.
د دې وزارت د ویاند په وینا، د دغو پروژو د پلي کېدو په نتیجه کې به زرګونو وګړو ته د کار زمینه برابره شي او افغانستان به په سمینټو کې ځان بسیاینې ته ورسیږي.
تر دې مخکې، د روان کال د عقرب په میاشت کې د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال اعلان کړی و چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ۲۱ سترو کانونو د استخراج چارې به پیل شي.
د طالبانو په وینا، په دغو کانونو کې داسې سرچینې شاملې دي لکه سره زر، یاقوت، سیس، زینک، وسپنه، کرومایټ، بارایټ، سکاره او د سمینټو لومړني مواد.
طالبانو ویلي چې د سمینټو د لومړنیو موادو کانونه د پروان ولایت په جبلالسراج ولسوالۍ، د هرات په زندهجان په ولسوالۍ او د کندهار په شوراندام ولسوالي کې استخراج ته پلان شوي دي.