دوشنبه, جنوري 27, 2025
Homeخبرونهد کابل د بوټ جوړولو په یوه فابریکه کې اورلګېدو سلګونه زره...

د کابل د بوټ جوړولو په یوه فابریکه کې اورلګېدو سلګونه زره ډالر تاوان اړولی

تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۵ مه) د کابل د نهمې امنیتي حوزې د قابلي بای سیمې د بوټانو په یوه فابریکه کې اورلګېدنې شاوخوا ۵۰۰ زره ډالره مالي زیان اړولی دی.

د فابریکې د خاوند په وینا، اور د جمعې په ورځ ولګید، چې د خامو موادو او د زیرمو ځای یې په بشپړ ډول له منځه یووړ. دد دې فابریکې ودانۍ د کابل-جلال‌آباد په لویه لاره کې موقعیت لري.

د اور د لګېدو د لامل په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي خو چارواکي وایي چې پېښه تر څېړنې لاندې ده.

ګومان کېږي چې د برښنا شارتي به د دې پېښې سبب شوې وي.

دا په کابل کې د اورلګېدنې په هغو وروستیو پېښو کې یوه ده چې ډېر مالي زیانونه یې اړولي دي. ورته پېښې ډېری وخت د صنعتي تأسیساتو د خوندیتوب د ناکافي اقداماتو له امله رامنځته کېږي.

په روان لمریز کال کې د کابل ترڅنګ په سپین بولدک، تورغونډۍ او څو نورو ځایونو کې پراخو اورلګېدو ډېر مالي تاوانونه اړولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب