تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۶ مه) د امریکا له لوري د نړیوالو مرستو د ځنډ له اعلان او د افغانۍ د ارزښت له کمېدو وروسته، د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک اعلان وویل چې د پیسو په بازار کې بدلونونه طبیعي دي او دوی کافي مالي سرچینې لري ترڅو د بیو ثبات وساتي او د اسعارو اړتیاوې پوره کړي. دغه بانک ویلي چې د مالي بازارونو او نغدو پیسو د کنټرول لپاره اړین اقدامات په پام کې نیول شوي دي.
نن (شنبه) د افغانستان بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی کافي مالي سرچینې لري او د اقتصادي ثبات، د نغدو پیسو مدیریت او د بازار د اسعاري اړتیاوو د پوره کولو لپاره لازم ګامونه پورته کوي.
دغه بانک په عین حال کې ویلي چې د هېواد مالي بازارونه تر څارنې لاندې دي او که هر ډول ناوړه سواستفاده وویني، جدي عکسالعمل به وښيي.
نن څو ساعته وروسته له دې چې د امریکا د بهرنیو مرستو د بندولو اعلان وشو، د ډالر نرخ ناببره لوړ شو او ۷۹ افغانیو ته ورسېد. د تېرې جدي میاشتې په پیل کې یو ډالر ۷۰ افغانۍ و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له اسراییل او مصر پرته، د نړۍ ټولو هیوادونو ته مرستې بندوي.
امریکا، چې په نړۍ کې تر ټولو ستر مرسته کوونکی هیواد دی، هر کال ۷۰۰ میلیارد ډالره مرسته کوي.
د ډالر د نرخ لوړوالی د خلکو د پېرلو پر ځواک او د توکو پر بیو لوی اغېز لري، ځکه چې افغانستان تر صادراتو څو برابره واردات لري او زیاتره توکي د ډالر په بدل کې افغانستان ته واردېږي
نا پوهه او جاهله ملایان چیری په سیاست کولو پوهیږی دوی نور هم تجرید شی او کچیری یو بی 52 د کابل آسمان کی ښکاره شوه بیا به حالات لنډغرو ته مهیا شی. د اقتصاد د خرابوالی له وجی به غله، او رشوت زیاد شی او سوکه، سوکه به د طالب ټغر په ډیره بی شرمی سره غونډ شی. قحطی، قیمتی به زیاته شی. طالبانو ځانو د دنیا وږو هیوادو ته تسلیم کړ. چین، روس او ایران کوم اقتصاد لری چی طالب یی نن سبا غلامی ته ملا تړلی؟ څلورم کال را روان دی یو هیواد یی په رسمیت هم نه پیژنی. لعنت مو پدی حمارت شه ـ