دوشنبه, جنوري 27, 2025
Home+هند د سپوړږمۍ په مدار کې قضايي تمځي جوړوي

هند د سپوړږمۍ په مدار کې قضايي تمځي جوړوي

تاند – هند غواړي چې تر ۲۰۴۰ میلادي کال پوري د سپوږمۍ په مدار کې فضايي تمځی جوړ کړي.

د سپېس ویبپاڼې د راپور له مخې، دا د مځکې له مدار څخه هاخوا د اوږدمهاله حضور لپاره د هند د غټو ټوپونو د پلان یوه برخه ده.

د هند ځایي رسنیو د راپور له مخې، دغه مرکز به له سپوږمۍ سره د تړلو فضایي ماموریتونو ملاتړ کوي او د علمي څېړنو لپاره به د یوې څېړنیزې اډې په توګه کار کوي.

که هر څه له پلان سره سم پر مخ ولاړ شي، د یوې دایمي اډې له جوړېدا لپاره سره هممهاله هندي ستورمزلي تر ۲۰۵۰ کال مخکې سپوږمۍ ته سفر وکړي.

داسي ښکاري چې د سپوږمۍ فضایي تمځی د هند د سپوږمۍ د اکتشاف درېیمه او وروستۍ مرحله ده. په لومړۍ مرحله کې د بومي ټکنالوژۍ په مرسته د سپوږمۍ روباټیک ماموریتونه شامل دي چې د چاندرایان ۴ (Chandrayaan 4) ماموریت د هغو له ډلې څخه دی. هدف یې دا دی چې د سپوږمۍ له سطحې راټولې شوې نمونې بېرته ځمکې ته راوړي.

دا ماموریت د ۲۰۲۸ کال لپاره پلان جوړ شوی، او هدف یې د سپوږمۍ جنوبي قطب ته نژدې د کنګل او اوبو له ډکې سیمې څخه د کابو ۶.۶ پونډه (۳ کیلوګرامه) نمونې راټولول او ځمکې ته رسول دي.

د هند د فضایي څېړنو د سازمان (ISRO) مشر، سریدهارا سومانات، ویلي:« موږ څېړو چې څنګه په لږ لګښت سپوږمۍ تللی او ورڅخه بېرته راتللی شو.

د ایندیا ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، دوهمه مرحله تر۲۰۴۰ کال مخکې د سپوږمۍ پر مخ له انسان سره د ستوربېړۍ کښته کېدل دي، او له دې وروسته به د سپوږمۍ په مدار کې فضایي تمځي جوړ شي. دغه سټیشن به د فضانوردانو د میلمستون ترڅنګ، د علمي څېړنو لپاره د یوه مرکز او د راتلونکو فضایي ماموریتونو لپاره د اډې په توګه کار کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب