جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د ښوونځي د مدیر لیکونه | عزیز انیس

د ښوونځي د مدیر لیکونه | عزیز انیس

پنځم لیک: عیب لرونکي نومونه

     د مهاجرت دوران ؤ، زه به د شپږو یا اوو کلونو وم. د پلار مې دوکان ؤ، زه به هم کله کله ورسره تلم. زموږ د دوکان تر څنګ یو تنکي ځوان سبزي خرڅوله. ځوان پر یوه پښه ډېر کم معیوب ؤ، خو د دې لږ معیوبیت له امله په ګوډ مشهور ؤ. یوه ورځ مې د څه کار لپاره پسې غږ کړ چې ګوډه!، دا غږ د هغه لپاره معمول ؤ، ځکه هر چا به ورته په همدې نامه ویل. خو پلار مې زه ډېر زیات ملامته کړم، چې ولې دې په عیب لرونکي نوم غږ وروکړ. له هغه وروسته مې په پلار پسې پام شو، هېڅ وخت یې چاته په ګوډ، ړوند، شلي یا بل کوم عیب لرونکي نوم غږ نه دی کړی.

     په کلیوالي سیمو کې سپک یا بد نومونه کم نه دي. ځینې یې بېخي ډېر توهین امیز وي. په یو نیم مجلس کې چې دا ډول نوم واورېدل شي، د سړي غونی ځیګ شي، ته به وايي، چا ښکنځل وکړل. دا ډول نومونه چې مشهور شي، نو بیا یې له منځه وړل سخت دي. ځینې چې په دې نومونو مشهور شي، نو له خلک یې اصلي نوم هېر شي. یو وخت زموږ په کلي کې د عیب لرونکي نوم خاوند مړ ؤ. د کلي یې په جومات کې یې د جنازې اعلان په اصلي نوم وشو، نو ډېر یو او بل ته ورپه غوږ شول: دا څوک دی؟

      اصلي نومونه تر ډېره په ماشومتوب کې بدل شوي. د دې ډول نومونو د بدلېدو یو عامل په ماشوم کې موجود علت دی، مثلن: که یو ماشوم په پښه معیوب وي، نو کورنۍ یې ورته د ګوډ خطاب کوي، که د یو چا رنګ تور وي، نو کورنۍ یې ورته د تور غږ کوي… چې بیا همداسې پسې مشهور شي. په ځینو کې بیا خاص علت هم موجود نه وي، خو د کورنۍ لخوا په داسې غږ رابلل کېږي، چې بد نوم وي.

     که ماشوم په عیب لرونکي نوم مشهور شي، نو همېشه به د شرم احساس کوي، همضولي او ټولګیوال به ورباندې ملنډې وهي. ده ته چې د ورځې لسګونه ځله په همدې عیب لرونکي نوم غږ کېږي، نو قرار قرار به په کې د کمترۍ حس پیاوړی شي. ځان به د نورو په مقابل کې ټیټ ورته ښکاري. د شخصیت وده به یې ځنډنۍ شي. ممکن له نورو خلکو څخه کرکه په کې وده وکړي.

     پورتنیو عواملو ته په کتو، آیا بیا به هم بامسؤلیته مور او پلار خپل کوچني ته په سپک/ عیب لرونکي نوم غږ وکړي؟ مالومه خبره ده چې ځواب یې «نه» دی. د دې ترڅنګ باید خپلو ماشومانو ته دا هم ورزده کړو چې نورو وګړو ته په خپل اصلي نوم غږ وکړي، نه په هغه نوم چې عیب لري. که موږ غواړو چې ماشومان مو نورو ته د درناوي په پار په ښه نوم غږ وکړي، نو تر ټولو ښه درس ورته دا دی چې موږ هېچا ته په سپک یا عیب لرونکي نوم غږ ونکړو.

۱۴۰۳/۱۱/۶

7 COMMENTS

  1. املایی غلطی یوه ژبه همدومره سپکوی لکه عیبجن نوم. مثلاً پورتنی متن کې لاندی غلطی باید اصلاح شي:
    همضولی/ همزولی
    ځیګ/زیږ
    دکلی یی په جومات کی یی؟/ دلته یې دوه ځایه راغلی
    نو له خلک یی اصلی نوم…/ نوله خلکو یې اصلی نوم…
    سره له دی هم لیکنو ته دوام ورکړئ، خو تر لیکلو لوستل ډېر کوئ. که یوه پاڼه لیکئ، نو اقلاً سل پاڼې مو باید لوستې وي.
    عزیز نسین زبردست لیکوال و.

  2. سلامونه،
    ورور انیس عزیز خان ډېرې یوې مهمې موضوع ته نغوته کړې ده.
    قرآن عظیم الشاءن کې دا آیت (یایهالذين آمنوا لا یسخر قوم من قوم عسی ان یکونوا خیراََ منهم و لا نسآءُُ من نسآءِِ عسی ان یکن خیراََ منهن
    و لاتلمِزوا انفسکم
    ولا تنابَزوا بالالقاب
    بِیءس الاسم الفسوق بعد الایمان
    ومن لم یتب فاولیک هم الظالمون ) ۱۱.آیت سوره الحجرات
    پښتو ژباړه 🙁 ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی،یو قوم دې بل قام پورې مسخرې نه کوي په دې چې دوی له هغوی څخه بهتره دي، او نه د دې قوم ښځې (تمسخر کوی) چې له هغوی (ښځو)نه غوره دي؛
    او پخپلو منځو کې عیبجویی مه کوئ!
    او په لقبونو (بدو نومونو) یو بل مه بلئ!!
    بد دي د فسقونو نومونه وروسته له ایمان راوړلو
    او څوک چې هیڅ توبه نه باسي،نو همدوی ظالمین دي.)
    *دا ژباړه له کابلی تفسیر نه اخیستل شوی.
    *په درنښت
    *بروکسل/د ۲۰۲۵جنورۍ ۲۶= ۱۴۴۶د رجب الهرام ۲۶=۱۴۰۳د دلواغې ۷.

  3. د پورته ښکلی لیکنی لیکوال عزیز انیس دی، چی د عزیز نسین نوم ولی را منځته سو؟
    ضمناً د ډاکټر صاحب زړوَر ساپی د تبصرې اهمیت او ازښت هم د پورته لیکنی تر ارزښت په کمه نه دی.

  4. له ډاکټر صیب او تاسو غلام حضرت صیب څخه ډېره مننه.
    پورته لیکنه زما ده، خو دا بل ملګری همېشه منفي تبصره کوي. د هغه ستونزه له لیکنې سره نه ده، له ما سره ده. خو دا ځل یې دوه ځایه املایي تېروتنه نیولې، کور یې اباد.

  5. ګران ورور عزیزالله صاحب لیکنه ښه اصلاحی ارزښت لری او غواړی له ټولنی ضعیف او انحرافی کړنې ورکی او موږ په قول او فعل کی مهذب او ښه انسانی خلق خپل کړو ؛دا بنفسه ښه نیت،ښه هدف او عالی اصلاحی حرکت دی او سمدستی د لوستونکی پام ور اوړی .
    بیا محترم ورور ډاکټر صاحب صافی تایید او تشویق په آیت کریمه سره موضوع ته زینت او قوت نور هم زیات کړی چي زه یی استادانه متمم بولم ،او دا روش هم خورا ښکلی او له اخلاص ډک ښکاری او موږ ته راښیی چي باید د یو بل متمم واوسو ، او د دعوت او اصلاح حکیمانه خوږ والی مؤثریت هیر نکړو ؛تر څو سبب د تعمیر وګرځو ،او د مهذبی ټولنی معمارانو حیثیت خپل کړو او دا ښه عبادت او جهاد دی. د نورو خوږو او اصلاحی لیکنو په هیله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب