Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان، ازبکستان، قرغزستان او چین ترمنځ د اقتصادي دهلېز قرار داد...

د افغانستان، ازبکستان، قرغزستان او چین ترمنځ د اقتصادي دهلېز قرار داد تمدید شو

تاند【یکشنبه د سلواغې ـ دلوې ۷مه】د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان، ازبکستان، قرغزستان او چین ترمنځ د ۲۰۲۵ کال لپاره د اقتصادي دهلېز څلور اړخیزه قرار داد تمدید شو.

دغه قرارداد ازبکستان ته د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحب زاده د سفیر په جریان کې د څلور هېوادونو ترمنځ تمدید شوی دی.

۲۰۲۴ کال کې د دغه دهلېز له لارې ۴۲۰۰ کانټینرونه انتقال شوي،چې دا مهال دغه قرارداد د ۲۰۲۵ کال لپاره هم تمدید شو.

دغه اقتصادي دهلېز په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان، ازبکستان، قرغزستان او چین تر منځ جوړ شوی، چې د چین له لارې له قرغزستان او ازبکستان څخه تېریږي او حیرتان – مزار شریف اوسپنې پټلۍ سره نښلول کېږي.

ټاکل شوې د دغه قرار داد تمدید سره به د یاد دهلېز له لارې انتقالات د پام وړ زیات او د سیمې سوداګریزه وده کې به مهم ګام وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...