دوشنبه, جنوري 27, 2025
Homeخبرونهد ایران د بهرنیو چارو وزیر نن کابل ته راځي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن کابل ته راځي

‏تاند【یکشنبه د سلواغې ـ دلوې ۷مه】د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي کابل ته را روان شوی دی.

د دغه وزارت ویاند اسماعیل بقایي وایي، کابل ته د عراقچي د دغه سفر موخه د ګډو ګټو او اندېښنو لپاره د حل لارو موندل دي.

د هغه په خبره، دغه سفر د دواړو هېوادونو متقابلو ګټو خوندیتوب لپاره د دوه اړخیزو اړیکو د پياوړتیا لامل کېدای شي.

سرچینې زیاته کړې، دغې سفر کې به د دواړو هېوادونو ګټو، دوه اړخیز تعامل او ګډو اندېښنو باندې له افغان چارواکو سره خبرې اترې وشي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رئیس ذاکر جلالی کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سفر خبر ورکړی و.

د ایران او افغانستان ترمنځ اړیکې د طالبانو د حکومت تر واکمنېدو وروسته یو څه ترینګلې شوې، چې لوی لاملونه یې کډوال او بیا اوبه یادېږي، چې له افغانستانه ایران ته بهیږې.

که څه هم ظاهرا دواړه لوري د اړیکو د ښه کېدا خبره کوي، خو برعکس بیا اړیکې په خرابېدو ځکه وي، چې ایران له افغان کډوالو سره ظالمانه چلند نه کار اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب