تاند (بکشنبه، د سلواغې/ دلوې ۷ مه) د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر ګواښ کړی چې ښایي د طالبانو د حکومت د مشرانو لپاره د داسې لویې جایزې اعلان وکړي چې د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن لپاره تر ټاکل شوې جایزې هم لوړه وي.
مارکو روبیو د یکشنبې په ورځ، د سلواغې په ۷مه، په ایکس (پخوانی ټویټر) کې په یوه پوسټ کې ویلي چې ښایي د امریکا ډیر شمېر وګړي د طالبانو په بند کې وي، تر هغو شمېر څخه زیات چې مخکې یې راپور ورکړل شوی و. هغه لیکلي: «که دا خبره رښتیا وي، نو موږ اړ یو چې د دوی د مشرانو لپاره یوه ډېره لویه جایزه وټاکو، حتی تر هغې لوړه چې بن لادن ته مو ټاکلې وه.»
د سپټمبر د ۱۱مې له ترهګریزو بریدونو وروسته، متحدو ایاتونو د القاعده د مشر اسامه بن لادن د نیولو یا وژل کېدو لپاره د ۲۵ میلیون ډالره جایزه ټاکلې وه. وروسته کانګرس تر ۵۰ میلیون ډالرو پورې د دې جایزې د لوړولو اجازه ورکړه.
ویل کېږي چې د بن لادن د نیولو یا وژلو لپاره هېچا دا جایزه ترلاسه نه کړه. بن لادن د امریکا د پوځي عملیاتو په ترڅ کې په پاکستان کې ووژل شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا ګواښ څو ورځې وروسته له هغه ورکړ چې طالبانو او امریکا د بایډن د حکومت په وروستیو ورځو کې څو بندیان تبادله کړل.
د دې هوکړې له مخې، طالبانو په افغانستان کې بندی امریکايي رایان کوربت خوشې کړ. کوربت چې له خپلې کورنۍ سره په افغانستان کې اوسېده، دوه کاله مخکې نیول شوی و.
همداراز، بل امریکایي ویلیام مککنټي، چې په اړه یې ډېر معلومات نه دي خپاره شوي، هم آزاد شو. په بدل کې، امریکا خان محمد خوشې کړ، چې په کلیفورنیا ایالت کې په عمر قید سزا محکوم و. هغه د هیروینو او تریاکو د قاچاق او په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د وژلو لپاره د توغندیو د پیرودلو د هڅې په جرم محکوم شوی و.
ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې له طالبانو سره مستقیمې خبرې پیل کړې چې په پایله کې یې د دوحې تړون لاسلیک شو او امریکايي پوځیان له افغانستانه ووتل.
جایزو ته اړتیا نشته یو څو ډرون ورخوشې کړئ.