جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد ایران د باندنیو چارو وزیر له متقي سره پر دوه اړخیزو...

د ایران د باندنیو چارو وزیر له متقي سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې

تاند (یکشنبه، د سلواغې/ دلوې ۷ مه) د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نن سهار (یکشنبې) په کابل کې له طالب چارواکو سره ولیدل.

د مهر خبري اژانس د راپور له مخې، عراقچي د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره د دوو هیوادونو پر اړیکو اونورو مسلو خبرې وکړې.

په دې کتنه کې امیرخان متقي د ایراني پلاوي هرکلی وکړ او ویې ویل: هیله لري چې دا کتنه د دواړو خواوو د اړیکو په لوړولو کې مرسته وکړي.

عراقچي هم وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي، تجارتي او سیاسي اړیکې په ښه کچه دي، او هیله لري چې په دې سفر کې به وکولای شي د دواړو لوریو د ملي ګټو لپاره اړیکې تر ممکنه حده پورې لوړې کړي.

دا له هغه وخته چې عراقچي د ایران د باندنیو چارو وزیر ګومارل شوی، افغانستان ته د ده لومړی سفر دی.

له ده سره د اقتصادي فعالانو یو ټیم هم په دې سفر کې ملګری دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...