شنبه, اپریل 20, 2024
Home+د خان عبدالولي خان ۱۸ تلین

د خان عبدالولي خان ۱۸ تلین

تاند- له نن څخه ۱۸ کاله پخوا د ۲۰۰۶ م کال د جنورۍ په ۲۶ مه (۱۳۸۴ لمریز کال د سلواغې ۶ مه) د سیمې نامتو سیاتوال خان عبدالولي خان د ۸۹ کلونو په عمر په پېښور کې وفات شو.

د عبدالولي خان په ۶۰ کلن سیاسي ژوند کې دوه پړاونه لیدل کېږي چې یو یې د خپل پلار د عدم تشدد د ستر مبارز خان عبدالغفارخان پاچا خان تر مشرۍ لاندې د هند د ملي کانګریس ګوند په ملګرتیا د هند له براعظمګي څخه د انګرېز استعمار په وړاندې هلې ځلې وې او بل پړاو یې په ۱۹۴۷ کې له هندوستان څخه د پاکستان له جلا کېدو راوروسته په دې نوي تاسیس شوي هیواد کې، چې دی او د پښتنو اکثریت یې مخالف و، د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه وه.

ولې خان په ۱۹۳۰ کال، چې لا ۱۳ کلن و، سیاست ته مخه کړه.

ده په خپل زېږنځای، چارسده کې د انګرېزي ښکېلاک خلاف وړو احتجاحي غونډو ته ویناوې کولې. په ۱۹۴۲ کې د انګرېزانو له لوري ونیول شو.

ولي خان هم د ستر پاچا خان په شان په ځلونو نیول شوی او د ژوند خواږه وختونه یې د خپل ملت د هوساینې او خپلواکۍ لپاره د زندان په پنجرو کې تېر کړي دي.

ده ته د صدراعظمۍ په شمول په ځلونو د لوړو چوکیو  وړاندیزونه شوي خو منلو ته یې نه دی تیار شوی.

ولي خان د پاکستان له جوړېدو وروسته هم په ځلونو بندي شوی. لومړی پلا د پاکستان له جوړېدو یو کال وروسته بندي شو او تر ۱۹۵۴ پورې په زندان کې و.

پر ولي خان په ځلونو مرګونې حملې شوي خو روغ ورڅخه وتلی دی. د ده ګوند عوامي نشنل پارټي په ځلونو منع اعلان شوې.

پنجابي سیاستوالو پر ولي خان کله د هند او کله د افغانستان د ایجنټ تورونه لګول خو ولې خان د افغانستان په اړه د پاکستان د تګلارې سخت مخالف و. ده پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغله وروسته جګړه د امریکا او روس جګړه بلله او د پاکستان اصلي واکمنانو د ولي خان له دې دریځه د افغانانو په منځ کې د ولي خان د شهرت د خرابولو لپاره تر وسه وسه ګټه واخیسته.

ولي خان د لر او بر یو افغان شعار ورکاوه او کلک پرې ولاړ و خو دا ارمان یې پوره نه شو او د ۲۰۰۶ کال د جنورۍ په همدې ورځ ارمانجن له دنیا لاړ.

د خان عبدالولي خان دا لاندې لیکنه د 1945 په اګست کې په «پښتون» مجله کې خپره شوې ده.

هېر به مې نه شي

د بمبۍ ښار په يو ښکلي کلب کښې ناست وو. د پېښور په کلو کښې د ګيدړو رنګې ژوند تېرولو نه پس ما اوږده ساه راښکلې وه. د دنيا نه د مهذبې دنيا دې ته حېران ناست وم. زمونږ پۀ مېز خبرې هم د ګپ شپ او هوهوا وې. چې څنګه همېشه په داسې ځايونو کښې کېږي. ناګهانه يو دوه تنه مې وليدل چې زمونږ دې مېز ته رانزدې شو. او نېغ ما له راغلل. هغه يو په کښې زمونږ د پېژندګلو ؤ. او بل ورسره يو پېرنګے ؤ. خو چا پېژندو نه. زمونږ هغه د پېژندګلو سړي هغې پېرنګي ته مخ واړولو، وې د دۀ نه تپوس وکړه مونږ ټول هسې هم د دوي پۀ راتلو خوشحاله نۀ وو. ولې چې رنګ کښې ئې بهنګ ؤ. او پۀ دې سوال جواب خو ډېر حېران شو. دې پېرنګي ما ته مخ کړو وې تۀ پښتون يې؟ زما د ډېرې مودې نه دا سودا وه چې زۀ به چرته پښتون ګورم او يو څو تپوسونه به ترې کوم. وې رښتيا به راته وائې. ما ستاسو متعلق کتابونه ډېر وئيلي دي او د هر څۀ نه ښۀ خبر يم. او هر ځاے کښې د پښتنو متعلق بحثونه هم کوم. خو ستاسو وطن مې ليدلے نۀ دے. دا ښۀ ده چې تۀ مې دلته وليدې. ما ورته وې ستا د سوالونونه وړومبے کېږم او دومره خبره کوم، چې تا کوم کتابونه وئيلي دي، پۀ هغې کښې او زما وېنا کښې به ډېر فرق وي. ولې چې د سرحد متعلق کتابونه د پېرنګيانو د لاس ليک دي. او هغوي هغه پۀ يو خاص غرض او مقصد ليکلي دي. او تر ډېره حده پورې به پۀ هغې کښې رښتيا نۀ وي. بلکې د خپل قام خدمت هغوي پۀ دې طريقه کوي. او هېچرې پۀ کښې داسې خبرې نۀ کوي چې پۀ هغې د هغوي قام او ملک ته فائده نۀ رسي. زۀ به درته رښتيا ضرور ووايم. خو دومره دې د مخکښې نه خبروم کۀ اورېدے ئې شې او يقين پرې کوے شې نو تپوس وکړه ګنې نو هسې زمونږ چرت هم مۀ خرابوه او ځان هم مۀ پۀ عذابوه. خېر هغه اوړېدونکے نۀ ؤ. کښېناست. چار چاپېره نورو خلقو هم کرسۍ راښکلې. پېرنګے شروع شو. وې چې ما څومره کتابونه وئيلي دي نو د هغوي ټولو نه دا خبره معلومېږي چې پېرنګيان او پښتانۀ پۀ ډېرو خويونو کښې يو بل ته نزدې دي. او ځکه ئې پۀ وطن کښې ګذاره ډېره ښۀ کېږي. او ما سېوا د يو څو بې سره کسانو نه نور ټول قام د پښتون پۀ پېرنګيانو او د هغوي پۀ طرز حکومت خوشحاله دي. او هر کله چې چا د سرکار پۀ کار کښې مداخلت کړے دے نو هم دغې مشرانو د قام د دې نورو مقابله کړې ده. او سرکار له ئې هېچرې دا تکليف نۀ دے ورکړے چې هغوي دې هغه بغاوت رفع دفع کړي. ورسره ئې يوه ډېره عجيبه خبره دا هم وکړه چې دا يوه ډېره د خوشحالۍ خبره ده ولې چې د هندوستان پۀ سرحد ضرور داسې يو قوم پۀ کار دے چې د هغوي حکومت سره د زړۀ مينه وي ځکه چې وېره هم د دغې اړخ نه کېدې شي. او کۀ چرې سبا له روس راځي نو د هغوي د مقابلې د پاره هم دغسې قوم پکار دے چې هغوي د سرکار د پاره خپل ځان او بچي قربان کړي. خو روس راپرې نۀ ږدي. ما ورته پۀ جواب کښې ووې چې بحثونه به پرې نۀ کوو خو زۀ به درته يوه واقعه بيان کړم. چې هغه زما پۀ خپل ځان تېره شوې ده. د هغې نه پس به زۀ تا ته او د دې حاضر مجلس نه تپوس وکړم او امېد کوم چې ستا او د دې نورو ملګرو به تسلي وشي. ما وې زما پۀ خپل عمر کښې د دې نه مخکښې هېڅ نۀ يادېږي. دا زما د ژوند اولنۍ خبره ده او داسې راته ياده ده لکه چې نن تېره شوې وي او چرې به “مې هېره نۀ شي”.

د ١٩٣٠ز کال ؤ د قصه خوانۍ ډزې شوې وې. د اوړي ورځې شپې وې او سحر وختي ؤ مونږ لا ټول پۀ حجره کښې اودۀ وو چې زمونږ بوډا نوکر پلېل کاکا راغے وې خان! پاڅئ د کلي نه فوځ تاو دے. د ټولونه وړومبے خيال چې زما زړۀ کښې راغے هغه د سکول د چهټۍ ؤ. ما وې نن به څوک سکول لرې کړي؟. زړۀ کښې ډېر خوشحاله شوم. د خوشحالۍ نه کورته چايو له هم لا نۀ ړم. او پۀ مخه د خلقو سره زۀ هم ووتم د کلي ډاګ ته. ډاګ کښې څۀ ګورم چې فوځونه دي، رسالې دي، پلي دي، ټوپکې، مشين ګنونه، توپې تمبوان لګېدلي دي. ځاے پۀ ځاے فوځيان مورچې کني. او چا چې کنستې دي هغوي پۀ کښې ناست دي. زما زړۀ کښې قطعي وېره رانغله بلکې يوه نخره غوندې راته ښکارېده. د کلي ټول مشران کشران تماشې له راوتي وو. مشران داسې خفه غوندې ښکارېدل، قسما قسم خبرې کېدې. زۀ هم پۀ ګڼه کښې تلم. فوځونه راته سم نۀ ښکارېدل. پۀ يوه کوټه مې خلق وليدل. وړوکے وم دا مې خيال وکړو چې د دغې ځاے نه به راته ښۀ ښکاره شي. زۀ هم لاړم بره وختم. د کلي خدائي خدمتګار پۀ خپل دفتر ولاړ وو او چغې ئې وهلې . ناګهانه د ښکته نه رساله راغله. اسونه راخلاص وو چې زمونږ کوټې ته را ورسېدل نو ټول د اسونو نه راکوز شو او لکه د لېونو ئې اخوا دېخوا منډې وهلې. د بره ختو لاره ئې نۀ ليده. اخر را وختل قريباً ټول ګوره ګان وو. يو افسر ئې خنجر راوښکے ؤ او بره را وختو او د راتلو سره هغوي پۀ مونږ ټولو ناګهانه راغر وهل. او پۀ کنداغونو ئې وهل شروع کړل. دوه درې تنه ئې رانه د کوټې نه ښکته وغورځول. پښې او لاسونه ئې ورله مات کړل. زۀ خلقو پۀ ټېل کښې راخلاص کړم. چې پورته شوم او مخامخ مې وکتل نو مصطفٰي کاکا ولاړ ؤ. د کپرۍ د نيمې نه ئې د پوزې پورې يو زخم ؤ پۀ دې سر کښې او وينې پرې صفا را روانې وې. ما ځان سره فکر وکړو چې دا به هم هغې افسر پۀ کوچ وهلے وي. زۀ ودرېدم چار چاپېره خلقو ته ګورم يو تړق تړوق دے . پۀ دې کښې چا داسې د شانه ديکه راکړه مخامخ پوړۍ وې د هغې پۀ خولۀ کښې يو ګوره ولاړ ؤ. پۀ تيندکونو هغۀ له ورغلم. هغۀ د دې مرۍ نه ونيولم او يو سوک ئې را کړو. او پۀ پۀ پوړو ئې راخلاص کړم. زۀ چې پوهېدم نو بيا پۀ اخري پوړۍ راغورځېدلے وم. لاندې مې لا بله نخره وليده، ګوره ګان داسې پۀ پره ولاړ وو. دا خلق به ئې پۀ کنداغونو او سوکونو کښې لکه د پنډوس يو بل ته ويشتل. زۀ ئې هم داسې څو ځله يو بل ته وويشتم. را وويشتم. اخر به ئې دا فکر کړے وي چې وړوکے دے. لاس ښۀ نۀ تمبوي. وې پاڅئ. د ويستو پۀ وخت کښې ئې هغې مشر استاذ ته ور وړاندې کړم چې هغۀ پۀ دې ملا او پښو يو څو کنداغه لګاؤ کړم نو دنيا ئې را باندې تيارۀ کړه. د دې نه پس مې نور څۀ نۀ دي ليدلي. د چا غېږه مې ياده شي او داسې راته ښکاره شو لکه چې پۀ هغې مکان لمبې بلې دي کوم ځاے چې مونږ ولاړ وو. زۀ دغسې تقريباً درې ورځې د ځان د حاله خبر نۀ وم. چې پۀ خود شوم نو ټول وجود مې داسې دردمند ؤ. پۀ کټ کښې پروت وم چې يوه عجيبه قصه مې واورېده. کوم خلق چې چار چاپېره ولاړ وو هغوي وې چې زۀ څۀ وخت پۀ هغې کوټه د مصطفٰي کاکا د سر پۀ تماشه وم نو هم دغه سړي چا چې مصطفٰي کاکا وهلے ؤ پۀ ما د شانه راغے او چې سنګين ئې راخلاصولو نو يو هندوستاني فوځي ورته لاس ونيولو. سنګين د هغۀ د لاس نه پورې را پورې ووتلو. خو زۀ ئې بچ کړم. زۀ چې دې ځاے له راغلم نو چې خپلو ملګرو ته مې وکتل نو ټول دم پۀ خود ناست وو. څومره ښځې چې موجودې وې د هغوي پۀ سترګو کښې رڼې رڼې اوښکې ګرځېدلې. ما هغې پېرنګي ته مخ کړو. ما وې کۀ تاسره چا داسې وکړل او لا ئې ستا بچو سره داسې وکړل نو ستا پۀ زړۀ کښې به د هغې قوم سره مينه او محبت وي؟ تۀ به ورپسې ګرځې. چې خدايه! کوم ځاے به وي د دغې قوم يو فرد چې زۀ ورترغاړه وځم. کۀ نه. زما د زړۀ نه نه، د يو پښتون د زړۀ نه نه، د يو هندوستاني د زړۀ نه نه بلکې د دې خپل زړۀ نه دې تپوس وکړه چې کۀ پۀ دغې قوم ستا وس بر شو نو تۀ به ورسره څۀ چل وکړې؟ او دا سلوک ئې هغې خلقو سره دے چې هغوي د صبر جنګ کوي، نۀ توره او نۀ ټوپک. ښۀ ده نو اوس فېصله پۀ تا شوه. چې د يو غېرتي او پښتون سړي يو داسې ظالم قام څنګه خوښيدے شي؟ او لا هغه حکومت ته څنګه خوشحالېږي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب