Homeخبرونهسترې محکمې په خوست کې ۳۶ کسان په عام محضر کې په...

سترې محکمې په خوست کې ۳۶ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي

تاند ( دوشنبه د سلواغې ـ دلوې ۶مه) د طالبانو د حکومت ستري محکمې ویلي چې، په خوست ولایت کې یې ۳۶ کسان د خلکو پر وړاندې په دُرو وهلي دي.

یادې محکمې نن (دوشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، دغه کسان یې د نشه يي توکو، نامشروع اړیکو او اخلاقي فساد په تور له ۱۰ څخه تر ۳۹ درې وهلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کسان دغه راز له یوه کال څخه تر دوو کلونو په بند هم محکوم شوي دي.

دا یادونې وړ ده چې، پرون یک شنبه هم سترې محکمې په هرات کې یو کس د اخلاقي فساد په تور په دُرو وواهه او په بند یې هم محکوم کړ.

که څه هم په کور دننه او د باندې په ځلونو په عام محضر کې خلکو ته د سزا په ورکولو نیوکې شوي او د بندېدو غوښتنې یې شوي خو لاهم طالبان دا ډول سزاوو ته دوام ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...