تاند – څېړنو ښودلې چې د نجونو پرتله په هلکانو کې د اوټیزم د څلور چنده زیاتوالي دلیل ښايي د بنیادي بیولوژیکي توپیرونو له امله وي، چې د نجونو په بدن کې د یو ډول «ساتونکي ډال» په څېر اغېز کوي.
په یوه تازه څېړنه کې، ساینسپوهانو پر موږکانو ازموینې وکړې او د یو کروموزوم د DNA د یوې برخې د حذف اغېز یې وڅېړه؛ دا ډول نیمګړتیا په ځینو اوټیزم لرونکو انسانانو کې هم لیدل کېږي. پایلې وښودله چې هغه ښځینه موږکان چې دا نیمګړتیا یې لرله، د زدهکړې له ستونزې پرته یې عادي چلند درلود، خو نارینه موږکان د انعامپر بنسټ زدهکړه کې له ستونزو سره مخامخ شول او تکراري چلندونه یې درلودل.
بیولوژیکي څېړنو هم څرګند توپیرونه وښودل: په نارینهوو کې د مغز پروټینونه د ستریاتوم په برخه کې د «تم کېدو» یا بندېدو سیګنالونه ډېر لېږل، او هغه انزایم چې د چلند د انعطاف تنظیم دنده لري، له اندازې زیات فعال و؛ خو په ښځینهوو کې د همدې انزایم کچه او فعالیت عادي حالت ته نژدې و. دا معنا لري چې د ښځینهوو مغز تر یوه حده کولی شي ځان بېرته سم او متوازن کړي.
د دې څېړنې د ټیم د یوه غړي ګریسوم په وینا، دا «د ښځو ساتونکی اغېز» له پخوا پېژندل شوی و، خو دقیق لامل یې روښانه نه و. هغه دا امکان هم یادوي چې د Y کروموزوم په دې توپیر کې رول لري، ځکه د هغه شتون کولای شي د نارینه جنینونو غبرګون د مور هورمونونو ته بدل کړي او د عصبي ودې د اختلالاتو خطر زیات کړي. هغه وایي: «اوس موږ د اوټیزم د جنسي توپیر د لامل موندلو لپاره دوه اصلي لارې لرو: د چلند بدلونونه او د پروټینونو بدلونونه.»
د متخصصانو په وینا، دا موندنې نه یوازې د اوټیزم د بیولوژۍ په اړه ژوره پوهه برابروي، بلکې په راتلونکې کې د لا هدفمنو درملنو لپاره هم لاره هوارولی شي.
داکتر صاحب سلامونه،
د ښاغلي ژباړن څخه مننه چې دغه مقاله یې وړاندې کړې ده، اما د تاسف سره چې دوه خورا مهم تېخنیکي اصلاحات يې ناسم ژباړلي دي:
DC مستقیم جریان
AC بدیل جریان
دا دواړه ناسم دي.
سم یې دا دي:
DC مقاوم یا ثابت جریان
AC متناوب یا بدلیدونکی جریان
په درناوي،