شنبه, مې 4, 2024
Home+آی پي اېل کې کومه لوبډله کوم ځای کې قرار لري؟

آی پي اېل کې کومه لوبډله کوم ځای کې قرار لري؟

 تاند ( شنبه، د ثور ۴مه) د هند سودګریز لیګ کې ۸ لوبډلې یو د بل پر وړندې لوبېږي.

د سږني څوارلسم پړاو ۱۷ لوبې ترسره شوي دي.

دا چې په دې لوبو کې کومه لوبډله مخکښه ده او کومې لوبډلې څومره لوبې ګټلي په لاندې ډول دي.

د لوبډلو جدول:

لومړی: چلېنجرز بنګلور:  ۴ لوبې یې کړي او ټولې یې ګټلي. یاده لوبډله د جدول په سرکې ځای لري او په ۸ نمرو سره لومړی مقام لري.

دوهم:  چینای سوپرکېنګز: ۴ لوبې یې کړي. ۳ یې ګټلي او ۱ یې بایللې ده. یاده لوبډله په جدول کې د ۶ نمرو په لرلو سره دوهم ځای لري.

درېیم: ډهلي کاپیټلز:۴ لوبې یې کړي، ۳ یې ګټلي او یوه یې بایللې. یاده لوبډله د۶ نمرو په لرلو سره درېیم ځای لري.

څلورم: ممبي انډینز: ۵ لوبې یې کړي، ۲ یې ګټلي او ۳ یې بایللي دي. یاده لوبډله د ۴ نمرو په لرلو سره د جدول په څلورم مقام کې قرار لري.

پینځم: پنجاب کېنګز لوبډله: ۵ لوبې یې کړي، ۲ یې ګټلي، ۳ یې بایللي. دا لوبډله د ۴ نمرو په لرلو سره په جدول کې پینځم ځای لري.

شپږم: سنرایزر حیدراباد: ۴ لوبې یې کړي، ۱ یې ګټلي، ۳ یې بایللي. دا لوبډله د ۲نمرو په لرلو سره په جدول کې شپږم ځای لري.

اووم: کلکته نایټ رایډرز:۴ لوبې یې کړي، ۱ یې ګټلي، ۳ یې بایللي. دا لوبډله د ۲ نمرو په لرلو سره په جدول کې شپږم ځای لري.

اتم: راجستان رویالز: ۴ لوبې یې کړي،  یوه یې ګټلې او ۳ یې بایللي. دا لوبډله د ۲ نمرو په لرلو سره  د جدول په وروستي ځای کې قرار لري.

د یادولو ده، چې نن د ای پي ایل ۱۸مه لوبه د راجستان رایلز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ د افغانستان پر وخت ۶:۳۰ دقیقې ترسره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب