پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeسپورتقدیروف: روسیه به افغان ورزشي ادارو سره همکاري وکړي

قدیروف: روسیه به افغان ورزشي ادارو سره همکاري وکړي

تاند:( یکشنبه، د کب ۱۴) د روسیې فدراتیف د ورزش وزارت لومړي مرستیال ازاد قدیروف ژمنه وکړه، چې روسیه به په راتلونکې کې د افغانستان د المپیک له کمېټې او ورزشي فدراسیونونو سره  مرسته او همکاري وکړي.

 نوموړي دغه خبرې پرون شنبه د افغان سکي ورزشکارانو د تللي پلاوي له مسؤل سره په کوزباس ایالت کېمېرو ښار کې د لیدو پر مهال وکړې.

د افغان سکي ورزشکارانو د پلاوي مسؤل محمد یوسف افتخار ازاد قدیروف ته د افغانستان د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عموميریاست له خوا تحفه هم ډالۍ کړه.

همدا راز په یاده لیدنه کې د دوه اړخیزو همکاریو تر څنګ پر دې هم بحث وشو، چې افغان ورزشکارانو ته د روسیې د اوړي په سیالیو کې د ګډون زمینه مساعده شي، چې د مقابل لوري له خوا ژمنه وشوه، چې په نوموړیو سیالیو کې به افغان ورزشکارانو  ته زمینه سازي وکړي.

د یادونې ده، چې د افغانستان درې د سکي ورزشکاران، چې عمرونه یې له ۱۴ کلونو کم دي، روسیې ته د ژمنیو سیالیو لپاره تللي او د فبروري له ۲۸ نېټې څخه را په دې خوا د روسیې په کوزباس ایالت کې پر سیالیو بوخت دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب