جمعه, مارچ 29, 2024
Home+ ستر پیغمبران او د قومي ملاتړ غوښتنه | ولي الله ملکزی

 ستر پیغمبران او د قومي ملاتړ غوښتنه | ولي الله ملکزی

الله مې دې زاړه ایمان ته خیر کړي، په دې یو پوټې عمر کې مې چشم بد دور، دولس پاچاهۍ ولیدلې. د السلطان ظل الله له خطبو را واخله چې زه په ابتدائیه ښوونځي کې ووم، د شهید داود خان د «تصمیم د بري لومړی شرط دی» تر شعارونو پورې ډیر څه مې په یاد دي. د بریتورو ملګرو سور پرولتاري خونړې انقلاب؛ د هورا نارې؛ بیا د سیاسي اسلام د غازیانو وروڼو د تکبیر زمزمې او ملوک الطوايفي خو د نغري د بلې غاړې خبره ده. لاکن مګرم، د لومړني إمارت له سپینو جنډو او ملا بورجان د ملکوتي تراڼو سره خو د ډیرو وطنوالو غوږونه آشنا دي. ګمان د ایمان زیان دی، ولې د جمهوریت فسادونه، د لنډه غرو نخرې کرشمې او د ملا صیبانو اوسنۍ د «میم زرما ټوله زما» واکمني خو یو پرانیستې کتاب دې او هغه د هوښیارانو خبره: عیان ته څه بیان؟

د مرګي دې هیر شي، زموږ د کلي امام به بلاناغه خپله موعظه په دې مقولې پیل کوله چې «خَيْرُ الْـكَلامِ مَا قَلَّ و دَلَّ» یعنې د کار خبره چې څومره لنډه وي، هماغومره یې مزه زیاته وي. نو ځکه مو سر نه خوږوم او سیده د زړه خواله در سره شریکوم. د شورويانو وحشي یرغل، د شین آسمان ټکه وه چې یو شان د ګناهکار او بیګناه په ککرۍ راپریوته. ملامت او سلامت معلوم نه وو، خو هرچا دوه پښې خپلې او دوه پور کړې او په منډه شو. زه هم دغه مهال تنکې ځوان ووم، په یوه ساه مې ځان پيښور ته ورسولو او د کمشنرۍ د خیراتي راشن پاس ترڅنګ، د یو ګوند کارت مې هم واخیست.

د یو درجن تنظیمونو په ډله کې، یو تنظیم داسې وو چې په خپلو غړو باندې یې د الأنفال او التوبې د سورتونو حفظ لازمي ګرځولې وو؛ پدې خاطر چې هلته د جهاد او قتال احکام دي. مشرانو به د هر سټیج، محراب او منبر د پاسه خپله بیانیه په همدغو مبارکو آیتونو باندې پیل کوله. د ملي ارزښتونو، وطن، ولس او قوم د نوم اخیستل، له کبیره ګناه څخه هم غټ جرم او سزا یې د سر په بدله وه. اټکل مې دا دې چې د پوهاند مجروح، جنرال کټوازي او عزیر الرحمن الفت د وینو رنګ به لا اوس هم تازه وي. جنت، حورې، غلمان، شهید، مجاهد، مهاجر، کمونست، ماټریالست، نشنلست او اپرچونست د دغه پړاو د جهادي ادبیاتو محراق ګڼل کیده. هره خوا به مبارک اسلامي شعارونه وو. ګوند اسلامي، جبهه اسلامي،‌ مورچل اسلامي، لوحه اسلامي، مجله اسلامي، مطبعه اسلامي، مکتب اسلامي، حتی دواخانه او آشپز خانه هم اسلامي.

شپږ کاله وروسته، زه د یوې میاشتینۍ مجلې چلوونکې مقرر شوم. په یوې ګڼې کې مې اسلام آباد ته د اروا ښاد یاسر عرفات د راتګ خبر او د عربي قومیت په اړه د هغه دریځ خپور کړ. کله چې مجله چاپ شوه، نو د توزیع کولو د اجازې په خاطر مې د یو مقام بالا په مخ کې کیښودله؛ د جناب عالي رنګ او لهجه یو دم بدله شوه. د اخطار په ډول یې راته وویل: دا به دې لومړۍ او وروستۍ غلطي وي، دغه پاڼه څیرې کړه او بیا مجله وویشه! نه پوهیږم چې کومه دعا یا خیرات به مې قبول شوې وو چې له دفتره یې روغ او ګړندې راووتم؟

په غبرګو سترګو مو ولیدل؛ کومو جهادي او ملیشه ډلو چې په تیرو څلورو لسیزو کې د خپل قوم او ټبر ملاتړ درلود،‌ څوک د اصحابو په تله وتلل شو سید الشهداء ورته ویل کیږي. د چا اوږې له ستورو او سینې له مډالونو ډکې او د ټولو جرمونو سره سره، سرداران او باداران شول. خو هغو صاحبانو چې خپل ولس ناګڼلې وګڼلو، ویې وژل، ویې رټل، نن یې څوک په خوله پیاز هم نه خوري. فتوی او قومنده چې د هرچا وه؟ وه به؛ خو زیان او رسوايی د دوئ په برخه شوه.

د ابراهیم علیه الصلاة و السلام وراره، حضرت لوط چې په خپل قوم کې بې کسه او بی وسه وو، نو د ښایستوکو میلمنو په بڼې د دواړو ملائکو له دفاع څخه عاجز پاتې شو. قرآن کریم دغه حالت داسې بیانوي:( قَالَ لَوْ أَنَّ لِي بِكُمْ قُوَّةً أَوْ آوِي إِلَىٰ رُكْنٍ شَدِيدٍ – لوط داړه مارانو ته وویل؛ کاش زما مټې په تاسو قوي وای، یا مې کوم غښتلي قوم ته پناه وړې وای). له بله پلوه، په مَدیَن کې د کنعان سرسبیلو چې د نن ورځې د اردن په جنوب کې میشت وو، د شعیب علیه السلام ګریوان ته ځکه لاس نه شو اچولاې چې مزبوت قوم یې ورسره ولاړ وو؛ نو مخالفینو یې په ډیر افسوس وویل: (وَلَوْلَا رَهْطُكَ لَرَجَمْنَاكَ ۖ وَمَا أَنتَ عَلَيْنَا بِعَزِيزٍ – که د قوم او خپلوانو ملاتړ دې در سره نه وای، نو خامخا به مو په ډبرو وژلې وې، کنه نو ته خو دومره تکړه نه یې).

کله چې موسی علیه السلام ته د خپل قوم (بني اسرائیلو) ربړیدل او غلامۍ نوره د زغم نه وه، نو ستر همت یې وکړ او د خپل ورور،‌ هارون په ملتیا نیغ د فرعون دربار ته لاړ. پرته له کوم ډار او شرمه، په هسکه غاړه یې له هغه چا د خپل قوم د آزادۍ غوښتنه وکړه چې ځان یې خدای بللو. (فَأْتِيَا فِرْعَوْنَ فقولا إِنَّا رَسُولُ رَبِّ العالمين أَنْ أَرْسِلْ مَعَنَا بني إِسْرَائِيلَ – تاسې دواړه فرعون ته ورشئ او ورته ووایاست چې موږ د ستر خالق استازي یو او بني اسرائیل پریږده چې خپلواک او زموږ سره ولاړ شي). له همدې بابته، یو مشر د خپلې داعیې او دعوت د بریا لپاره اړ دی چې د خپل قوم او ولس ملاتړ له ځانه سره ولري.

کله چې ابلیس د نژاد او خلقت له مخې، خپل ځان په آدم غوره وبللو نو تر قیامته رټلې، مختورې او سپک سپاند شو. د قوم او توکم د برترۍ احساس د یو ویشتمې پیړۍ د جاهلیت نښه او بلکل د منلو نه ده؛ خو په عین حال کې له وطن او ولس سره مینه، د وقار سمبول او زموږ د پیغمبر (ص) سنت دي. د الله تعالی د مرستې او قریشو د ملاتړ له برکته یې په مکي کې دعوت او په مدینه کې دولت جوړ کړ. ښايي زموږ ستونزه همدا وي چې یا په دین سم نه پوهیږو او یا مو دینداري سمه نه ده. شاعر څه ښه وايي: نه مې دلبري، نه دلداري وکړه ــ هسې مې د ژوند سره خواري وکړه

——————–

یادونه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، نو کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک، لنکد ان او د یوټیوب په چینل کې ولولي او وګوري؛ ادرس یې دا دی: Wali Malakzay

12 COMMENTS

  1. محترم ورور ملکزی صاحب
    د تنظیمی بی عدالتی ، نفاق ، انحصار او معاملو نه ملت ښه خاطره نلری حتی شهدا مو هم ارمانی تللی،دبُن معامله هم یوه تنظیمی معامله وه ، تر څو نور حذف او خپل پراخ فساد ته میدان پرانیزی
    او همدی د فساد مسابقی دحرکت انقلاب لپاره بلی معاملی ته لار جوړه کړه ،ڼنی طالب د حرکت انقلاب اهداف او انحصار تعقیبوی ، که څه هم د حقانی انتحاریانو ړوند تخریبی او تباه کُن اثر غالب وو مګرد انحصار او افکارو په معیار تنظیمی خصوصیات تعقیب کیږی ۰
    داستخباراتو په مرسته جوړ شوی تنظیمونه د افغانستاڼ د ګټو لپاره ډیر څه نلری او یو ترکیب دی د
    مادی ګټو د لیډر او محدود ټیم لپاره جمع استخباراتی اهداف او نفاق په ملت کی ۰
    ای کاش د تیری نیمی پیړۍ له تجربو نه په استفادی یو سالم حرکت بنیان ایښودل شوی وی مع الاسف دټولو تجربو او زمانی انسانی مقتضیاتو پر خلاف هغه څه وینو چي نه یی ملت منی نه امت
    او نه اوسنی بشری غوښتنو ته ځواب ویلی شی ۰

    • محترم ډاکټر صیب همت، د ښه نظر او ننګې مو منندوئ یم. بلې، تنظیمي نا انصافۍ، استخباراتي ناکوبۍ او د مطرحو څیرو بې کفایتۍ د روانې غميزې اصلي لاملونه دي. د مشرانو بچي په ماڼیو کې د خوندونو او رنګونو ژوند کوي،‌ خو د شهیدانو او قربانیانو کونډې خیرات ټولوي او بچي یې په لارو کوڅو کې پلاستیکي کڅوړې پلوري. مننه

  2. سلام
    لمر په دوه ګوتو نه پټیږی!
    وایی قل هوالله هرڅوک لولی خو دملا فاروق په خوله بیا بل ډول خوند کوی. لیکنه هرڅوک کوی خو دملکزی صاحب سبک، دکلیمو انتخاب، ترکیب او نحوی مراعات له ضربو ضربا او ضربتما څخه اوړی او په اخلاقی نیوکی کې «دمیم زبرماټوله دما» له غوږو رانیسی او لوړه اوژوره یې دجی پې اس په پرده کې څېړی. خو له بده مرغه دلته دلسو نظامونو دبقا او بنا کړکی کې نیمه پېړۍ تیریږی بشنو از نی چون حکایت می کند……:کنجاړې،کرغ، هرزه بوټی، ارهنډه ، مضر ازغی،ګلم جم اوګلم بم ، انتحاری او انفجاری، او نور هرډول غاز اوزاغ شته .ددی علاج کول تش په نوم لکه څنګه چې تا لست کړی نه کیږی بلکې پراخ بصیرت ،علم ، لید لوری او هراړخیزه سیاست غواړی داد یو ه ولس خبره ده په هوس او احساساتی خبرو نه کیږی.
    دحکومت او ادارې ظرفیت ساتل ، لوړول او مهم کول زموږ وظیفه ده داد بهرنیو کار نه دی. سرتمبګی اوښکرورتوب،ملامت اوناملامت ، پاک او ناپاک، غل او رهزن، عاصی او بیګناه ، راشی او مر تشی ،دروغ او منافقت نه پېژندل ، انډیوالی او شخصی ګټې، دا هم زموږ له لوری یو کړکیچ او غلط فرهنګ دی چې له بده مرغه اوس د مفتی ، مولانا ، شیخ، مولوی او ….دی اوکه نه دی ورګد شو. اوس یو شمیر کوښښ کوی له همدې لارې سیاسی ګتې هم پورته کړی. اودغه کتله دحګومت په اوچتو پوستونو کې بوخت دی.

    • قدرمند ع. شریف زاد صیب سلام، زه مو د خپلې پیرزونې او هڅونې پوروړی کړم.
      لکه چې تاسې ورته اشاره وکړه، زموږ د ولس روا غوښتنې، ظرفیتونه، هیلې او قربانۍ د یو څو حریصو انسانانو د هوسونو نذرانه شوې، خو له بده مرغه د نیمې پیړۍ په تیریدو سره، لا هم د ماشوړه حالت د پای درک خرک نه لګي.

  3. د ښاغلی کارګر او ښاغلی ع.شریف زاد خبره زه هم تاییدوم چه عزتمند ملکزی صاحب لیکنه او سبک دیی ډیر په زړه پورې دی.
    ځما ستاسی لیکنی ډیری خوښیږی، خو په لیکنو کی بیا ځینی جملی تر ټولو ډیری. لکه : ( الله مې دې زاړه ایمان ته خیر کړي،
    خو د نغري د بلې غاړې خبره ده.
    د لنډه غرو نخرې کرشمې او د ملا صیبانو اوسنۍ د «میم زرما ټوله زما»
    زموږ د کلي امام به بلاناغه خپله موعظه په دې مقولې پیل کوله
    ملامت او سلامت معلوم نه وو،
    د یو درجن تنظیمونو په ډله کې،
    هره خوا به مبارک اسلامي شعارونه وو.
    حتی دواخانه او آشپز خانه هم اسلامي.
    نه پوهیږم چې کومه دعا یا خیرات به مې قبول شوې وو چې له دفتره یې روغ او ګړندې راووتم؟
    نه مې دلبري، نه دلداري وکړه ــ هسې مې د ژوند سره خواري وکړه.)

    کله چه می د شعارونو کلیمه تر سترګو شوه (هره خوا به مبارک اسلامي شعارونه وو.
    حتی دواخانه او آشپز خانه هم اسلامي.) نو ماته دیی د دیوالونو پا چا راپه یاد کړو. فکر ته می نه راځی خو د یو وړوکی یا غټ تنظیم یو مشر وه. دهغه شعارونو د پیښور د ښار ټول دیوالونه نیولی وه، ما د یو چا څخه پوښتنه وکړه دا شعارونه د چا دی؟ هغه راته وویل چه دا د یو تنظیم رهبر دی؟ او که معاون دی؟ خو اوس د افغانانو لخوا د دیوالونو پاچا په نوم مشهور دی.
    مننه

    • افغان صیب، رب مو ونازوه.
      بس هسې د زړه خواله مې له پتمنو لوستونکو سره شریکه کړه. دا ولس د همدغو دیوالي پاچاهانو له لاسه داسې سر والې بر والې ګرځي.
      ډوډۍ دې ګرمه او بلا دې ړنده

  4. د استاد ملکزی صاحب د ښکلی لیکنی د تائید په ادامه:
    د نننی بشر لویه ستونزه دا ده چی د ” دوستی ” پر ځای ئی ” پرستش ” غوره کړیدی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب