شنبه, اپریل 27, 2024
Home+مِينه/ مَيَنه/ مېنه | زهير سپېڅلی

مِينه/ مَيَنه/ مېنه | زهير سپېڅلی

(مِينه) او (مَيَنه) هم شکله کلمې دي، خو په څپو او تلفظ کي ئې فرق شته. (مِينه) د (م) په (زېر) دوې څپې او (مَيَنه) د (م) په (زور) درې څپې لري.
(مَيَنه) د (مين) ښځينه بڼه ده او د (مين) ندايي حالت هم (مَيَنه) راځي؛ لکه  دا لنډۍ وګورئ!
مَيَنه لږ تلوار راوکړه
په تا مَيَنه ليلا بل ته ورکوينه
مَيَنه يم منکره نه يم
که شينکی خال مي د چړو په څوکو ځينه
د ډېرو لنډيو په پای کي هم د (مَيَنه) کلمه راځي.
نن مي تر سترګو- سترګو کېږې
يا به پر لار يې، يا به اوس راشې مينه
خدای به مو بيا سره يو ځای کړي
دسمال راواخله اوښکي پاکي کړه مينه
(مِينه) او (مېنه) بيا دواړي دوې- دوې څپې لري، توپير ئې په ويلو او (ي او ې) کي دی.
په دې لنډيو او بيتونو کي د (مِينه)، (مَيَنه) او (مېنه) مثالونه وګورئ توپير ئې معلومېږي.
مينه بلا ده مين مه شې
داسي به ته شې لکه زه چي څنګه يمه
موري! لنډی ټوپک مي راکړه
په ما مينه جينۍ بل ته ورکوينه
تر څو به دوی په کليو-کليو ګرځي دا به وايي
چي دا مېنه دي ورانه شي او هغه کور دي ړنګ شي
دروېش درانی
په دغه بيت کي درې سره راغلي دي.
مَيَنه، مِينه خو څه مېنه نه ده
چي شوله ړنګه نو ودانه به شي
محمد ابراهيم همکار

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب