پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد پکتیکا ۱۳ وچ شوي کاريزونه پاک او د استفادې وړ وګرځيدل

د پکتیکا ۱۳ وچ شوي کاريزونه پاک او د استفادې وړ وګرځيدل

تاند: ( يک شنبه، د کب ۱۴ مه) ‏‏د پکتیکا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست وايي، چې د دغه ولايت ۱۳ وچ شوي کاریزونه ېې بیرته پاک کړي او د استفادې وړ ګرځولي دي.

د دغه رياست لپاره د طالبانو رئیس مولوي مطیع الله منصور وایي: ((دیارلس هغه وچ کاریزونه یې بیرته ترمیم کړي او خلاص کړي چې مخکې به خلکو ترې استفاده کوله په ورستیو کې بند شوي وو.))

سرچينه زياتوي، چې له دغو کاریزونو څخه یو په ګواشته، لس په وړممۍ او دوه په یوسفخېل ولسوالۍ کې وو پاک شول.

ځايي خلکو د يادو کاریزونو د پاکيدو هرکلی او ستاینه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب