Homeخبرونهاقتصادي خبرونهلغمان کې د ۷ کیلومتره سړک د جوړیدو چارې پيل شوې

لغمان کې د ۷ کیلومتره سړک د جوړیدو چارې پيل شوې

تاند:( یکشنبه، د کب ۱۴)  د لغمان د کلیو، بيارغونې او پراختیا ریاست مسوولين وایي، چې د دغه ولایت د مرکز مهترلام اړوند د کرنج په سیمه کې د ۷ کیلو متره سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي.

په لغمان کې د کليو، بيا رغونې او پراختيا طالب رئیس مولوي محمد ظاهر زرکمر وويل، چې دغه سړک د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د ٣ ميليونو او ۴۴۰ زره افغانیو په لګښت په کرنج سيمه کې جوړېږي، چې په کې ٢٠٠ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

  د لغمان لپاره د طالبانو والي قاري زين العابدين عابد د يادې پروژې په پیل خوښي وښوده او د خوړونړیوال سازمان (WFP) موسسې له مسوولينو مننه وکړه، چې دې ولایت لپاره يې دا مهمه پروژه منظور کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې د دغه سړک د جوړولو چارې به د ۴ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...