شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهبدخشان کې زلزله شوې ده

بدخشان کې زلزله شوې ده

تاند:( یکشنبه، د کب ۱۴)  د افغانستان په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې نن سهار ۵:۵۶ دقیقې د ریختر په کچه ۵،۱ درجې زلزله شوې، خو تر اوسه د احتمالي مرګ ژوبلې جزیات نه دي خپاره شوي.

ویل کیږي چې دا زلزله د بدخشان ولایت له «اشکاشم» څخه ۲۵ کیلومتره لیرې شوې ده.

له بلې خوا د «ولکانو ریسکیو» په نوم د زلزله پېژندنې ادارې ویلي، چې د دغې زلزلې ژوروالی له ځمکې څخه ۱۸۱ کیلومتره و.

د تاجکستان د بیړنیو حالاتو د کمیټې مطبوعاتي مسوولې “امیده یوسفي” ویلي، چې دغه زلزله د ریختر په کچه ۴ درجې وه او د بدخشان ولایت ترڅنګ د تاجیکستان یو شمېر سرحدي سیمې یې لړزولي دي.

بدخشان ولایت ډېرکله د داسې زلزلو شاهد وي.

د طالبانو د ادارې چارواکو د دغې زلزلې او ممکنه زیانونو په اړه یې څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب