یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+د لږ پرمختللو هیوادو په هکله د ملګرو ملتونو پنځمه غونډه

د لږ پرمختللو هیوادو په هکله د ملګرو ملتونو پنځمه غونډه

پوهاند محمدبشیر دودیال

ټاکل شوې چې د لږ پرمختلو هیوادو (Least Development Countries/LDCs) د اقتصادی وضعیت او ثبات لرونکې پرمختیا (sustainable development) په اړه دم.م. پنځم کنفرانس د قطر د دوحې په ښار کې نن د فبروري په بڼځمه پیل او تر نهمې به یې دوام وکړي. په دغه پنځه ورځني کنفرانس کې د دغو هیوادو د اقتصادی وضعیت ارزونه اود پرمختیا د لارو موندنه باندې خبرې کیږي. دملګرو ملتونو  نړیواله موسسه وایي چی تر ۲۰۳۰م. کال پورې باید په دغو هیوادو کې د بیوزلی او د وروسته پاتیوالي نښې له منځه ولاړې شي. افغانستان هم یو لږ پرمختللی هیواد دی  چی  بیوزلي، بیکاری، بیسوادی، د خوراک عدم مصئونیت، ناروغی او راز رازټولنیزې ستونزې پکې تر نور ټولو وروسته پاتې هیوادو زیاتې دي. دغې مهمې نړیوالې غونډې ته د نړی د۴۶لږپرمختلو(وروسته پاتې) هیوادو استازي ورځي، خو افغانستان چې لومړیتوب لري، پکې نه ښکاري. په دې کې د پرمختیا او چاپیریالی ستونزو نه پېښېدل اصلی بحث دی. دقطر کوچنی هیواد چې تر څو کاله وړاندې افغانانو د یو هیواد په توګه نه پېژاند، اوس په ډیرو اقتصادی، سیاسی او ډیرو نورو مسایلو کې مطرح سیمه ده. په دې هیواد کې د امریکې د متحده ایالاتو تر ټولو پیاوړی نظامی اډه ځای پرځای ده او افغانستان باندې د طالبانود حاکم ګرځولو تړون هم همدلته وشو. دا هیواد اوس له اقتصادی پلوه ګړندی پرمخ روان دی.

پوښتنه دا پیدا کیږي چې ( LDCs) څوک دي؟

له شپیتمې لسیزې مخکې فقیرو او استعمار ځپلو هیوادو ته وروسته پاتې اصطلاح کاریدله، خو یوشمیر هیوادو دا نومونه یوډول سپکاوی وباله، نو ځکه د پرمختیا په حال کې – پرمخیتایی – یاروبانکشاف وبلل شول، ترڅو دوی د توهین او تحقیر احساس ونه کړي. له دی برعلاوه دغه نوی نوم دوی ته یو هڅوونکی پیغام او دوی ته یی انګیزه ورکوله ترڅو پرمختګ وکړي. اما بالعموم (د شمال شتمن او د جنوب فقیر هیوادونه) اود(د صنعتي او غير صنعتي) اصطلاح  هم رواج وه. دا د کوم نړېوال ټاکل شوي او سل په سلو کې منل شوي معيار له مخې نه و، بلکې د دوو اقتصادونو يا د دوه ډوله هېوادو د توپير په خاطر دود شوى و. دا د دې مقصد لپاره کارول کېده چې په بېړنۍ توګه د پرمختللو او وروسته پاتې هېوادو توپير وشي، دې ته (Advanced Economy) او شاته پاتې اقتصاد (Backward Economy) نومونې هم کارول کېدې، ځينو د (Modern Economy) او دوديز اقتصاد (Traditional Economy) په نومونو هم سره بېلول. دا ټول مترادف اصطلاحات وو. لومړى ډله هېوادو کې ګڼ شمېر اروپايي هېوادونه، امريکا متحده ايالات، استراليا او جاپان راتلل، خو دويمه ډله کې يو شمېر اسيايي او افريقايي هېوادونه شمېرل کېدل. دويمې ډلې هېوادو دغه نومونه ځان ته له سپکاوي ډکه بلله، نو سره له دې چې حقيقت ته نږدې نومونه وه، خو په دوی ښه نه لګېده، نو ځکه د ١٩٥٠ م.کال څخه وروسته د ملګرو ملتونو په ليکنو کې پرمختيا او وده ځينې نسبي مفهومونه وګڼل شول او لږ څه معتدل اصطلاحات لکه پرمختللي هېوادونه (Developed Countries) او لږ پرمختللي (Less Developed Countries) هېوادونه رواج شول.

 په هر ترتيب، د دې ټولو څخه موخه دا ده چې د لومړى ډلې هېوادو او دويمې ډلې هېوادو د اقتصادي ودې او پرمختيا ترمنځ  توپير او واټن شته. د دې معناداده چې پرمختللو هېوادو لا له مخکې د پرمختيايي اقتصاد ځينې ټاکلي پړاوونه تېر کړي، نو ځکه دوى کولاى شي اقتصادي وده لنډه موده کې ترسره کړي. په بله وينا هغو ته مهمه خبره دا ده چې د خپلې اقتصادي ودې بهير همداسې وساتلاى شي، حال دا چې د اقتصادي ودې او پرمختيا ښه پوره چټک کول د اوسنیوپرمختيايي هېوادو لپاره ډېره مهمه خبره ده چې دوى بايد د فقر دايره يا دغربت کړۍ (Circle of Poverty) ډېر ژر له منځه يوسي او په خپل ځان ويسا پړاو ته ورسېږي، نو ځکه د اقتصادي ودې او پرمختيا اړخونه په پرمختيايي هېوادو کې څو اړخيز او ژور دي. څو اړخيز په دې معنا چې دوى د خپلو پنځيزو (طبيعي) زېرمو څخه ګټه اخیسته او پر هغو لاسبرى، پانګه اچونه، ټولنيزو چوپړونو، پوهې او مهارت، د ملي عايد ښه ويش، د اقتصادي جوړښت مثبت بدلون، قانون جوړونه اودقانون تطبیق، تعلیم، د ټول نفوس څخه اقتصاداً فعال نفوس او نورو برخو او اړخونو کې ښه والى راولي.

 د شلمې پېړۍ له نيمايي بيا د هغې تر پاى پورې په اکثرو سياسي – اقتصادي بحثونو کې هېوادونه په لاندې درې برخو هم ويشل شوي وو:

صنعتي پرمختللي هېوادونه، چې اقتصاد يې دآزاد مارکېټ په بنسټ وو، سوسياليستي هېوادونه چې مرکزي پلان جوړونه پکې معموله وه او درېيمه نړۍ. چې په درېيمې نړۍ کې همدا وروسته پاتې هېوادونه راتلل. دغو وروستيو نومونو اکثراً سياسي اړخ درلود. “د درېيمې نړۍ” اصطلاح په هکله د چين هېواد ډېره علاقه درلوده؛ ځکه غوښتل يې د ناتو او وارسا د کمپ په وړاندې دغه “درېيمه نړۍ” ښه برجسته او ورڅخه جلا شي. دا هم مطلقاً سياسي مفکوره وه، چې اوس اعتبار نلري، ځکه له هغو دوو نظامی پکټونو څخه یو یې نشته. د دې سربېره يوه بله ډلبندي او نومونه هم وه چې هغې کې هېوادونه او نړۍ په شمال او جنوب ويشل شوي وو: د شمال څخه منظور پرمختللي صنعتي هېوادونه وو او له جنوب څخه منظور اکثراً همدا وروسته پاتې هېوادونه وو، خو هغه اصطلاحات چې د پرمختيايي (درېيمې نړۍ) هېوادو د سياست مدارانو لپاره لږ څه مناسبه برېښېده او هم يې د ودې ديناميکه پروسه تائيدوله او د نسبيت يوه افاده هم پکې نغښتې وه او اقتصادي ليکنو کې ډېره دود  شوه هغه همدا پرمختيايي هېوادونه (Developing Countries) او پرمختللى (Developed Countries) هېوادونه اصطلاحات دي. ډیرو خلکو همدغه دوه وروستۍ نومونې ومنلی، له نورو یې مخ واړاو.موږ هم دلته د افغانستان په شان هیوادو ته د (پرمختیایی) اصطلاح غوره بولو او همدا کاروو.

د نیویارک د پوهنتون نامتوپروفیسور( Michael P.Todaro) او دجورج واشنګټن دپوهنتون استاد (Stephen C.Smith) په خپل درسی کتاب کې چې د (Economic Development-Twelfth Edition) په نوم یې په ۲۰۱۵م. کال کې لیکلی دی، هیوادونه یی په آسانه توګه،دنړیوال بانک داطلس د۲۰۱۱م.کال داراقامو له مخی، له ټیټ عاید لرونکوڅخه تر لوړ عاید لورنکو پورې په پینځوګروپونو ویشلی دی:

  • ډیرلږعاید لرونکی (Lower-income-countries) له۱۰۲۵ ډالرو څخه ټیټ کلنی سړی سرعایدلرونکی،
  • منځنی لږعاید لرونکی (Lower-midle-income countries) له ۴۰۳۵-۱۰۲۵ ډالرو پوری عاید لرونکي،
  • له منځنی حدعایدلرونکو څخه پورته عایدلرونکی (Upper-middle-income countries)له۱۲۴۷۵-۴۰۳۶پورې،
  • لوړعاید لرونکی(High-income countries)له۱۲۴۷۶امریکایی ډالرو څخه پورتهGNI per capita لرونکی،
  • اوهغه هیوادونه چې ارقام یی ندی موجود.

له بده مرغه افغانستان هم وروسته پاتې او هم هغه هیواد دی چې د اقتصاد د هینداری ارقام نلری. ډیره مهمه دا  وه چې افغانستان باید دغه کنفرانس او فرصت څخه اعظمی استفاده کړی وای. باید د ملی انکشافی پروژو د طرح او تطبیق  لپاره یې جدی، رغاوونکی او مدلل بحث کړی وای، باید متعهد شوی وای چی تر ۲۰۳۰م. کال پورې د خپل ډیر قوی اقتصادی پوتانسیل څخه په استفادې او د علمی – اقتصادی- اجتماعی پرمختیایی پلانو په طرح او اجرا سره ثبات لرونکی پرمختیا ته ځان رسوي. په دې ډول به افغانانو ته نه یواځې روحی تسکین او  ډاډ حاصل و، بلکې د آبرومندی سولې، فزیکی او احساسی امنیت، ښه تعلیم ، پرمخیتا او باعزته ‌ژوند امید او هوډ به ترلاسه شوی وای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب