شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهد عمران خان شاتګ؛ سیاسي مخالفانو سره یې د خبرو غوښتنه وکړه

د عمران خان شاتګ؛ سیاسي مخالفانو سره یې د خبرو غوښتنه وکړه

تاند:( یکشنبه، د کب ۱۴) د پاکستان پخوانی صدراعظم او د تحریک انصاف (پي ټي آی) ګوند مشر عمران خان د شنبې په ورځ په حیرانونکي ډول د پخلاینې دریځ اعلان او وویل چې د هیواد لپاره یې له هرچا سره خبرو او جوړجاړي ته چمتو دی.

هغه خپل ملت ته په یوه ټلویزیوني وینا کې چې په څو ښارونو کې پر لویو سکرینونو خپریده وویل:(( سیاستوال باید هر چا سره وغږیږي.))

عمران خان زیاته کړه: “زه چمتو یم چې د هیواد په خاطر هرچا ته بښنه وکړم. زه پوهیږم چې چا زما د وژلو هڅه وکړه، زه چمتو یم چې هغوی وبښم “.

هغه دغه راز وویل، چې د پاکستان د فيډرالي جوړښت په ټولو ایالتونو کې هم مهاله ټاکنې وشي، ځکه په وینا یې نوی حکومت به ثبات راولي او مخ په ځوړ اقتصاد به وژغوري.

د پاکستان مخکیني صدراعظم بیا ټینګار وکړ چې حکومت یې د یوې توطیې له مخې نسکور شوی دی.

 هغه ادعا وکړه چې اوسنی جوړښت نشي کولی اقتصاد اداره کړي.

 د عمران خان مخالفین، چې اوس په پاکستان کې واکمن حکومت ورسره دی، د هغه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

عمران خان تر وسه- وسه د واک له نسکوریدو وروسته یې د مسلم لیګ نواز او پيپلز ګوندونو د ایتلافي حکومت خلاف هڅې وکړې، خو پایله یې ورنه کړه.

دی د حکومت ضدو مظاهرو پر مهال ظاهراً یو ځل په وسله وال برید کې ټپي او یو شمېر نیږدې ملګري یې بندیان شول.

د هغه وروستۍ څرګندونې د نوموړي سیاسي ماتې ګڼل شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب