جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+په پښتو ژبه کښي د ایتمولوژیکي څېړنو ضرورت | شریف الله دوست

په پښتو ژبه کښي د ایتمولوژیکي څېړنو ضرورت | شریف الله دوست

دا لیکنه په پي ډي ایف بڼه

ایتمولوژي(ریښه پوهنه) د تاریخي ژبپوهني ځواکمنه څانګه ده چي په ژوره توګه د یوې ژبي د لغتونو ریښه څېړي. د ایتمولوژیکي څېړنو تر څنګ د ځینو نورو تړلو علومو و مطالعه هم ضروري ده، لکه ټبرپوهنه، ټولنپوهنه(سوسیالوجي) او لرغونپوهنه. د ایتمولوژیکي(ریښه پوهنیزو) څېړنو په برخه کښي  د پښتو ژبي لمنه تشه ده. له دې مخکښي که د ایتمولوژۍ په برخه کښي څه کارونه سوي وي د ژبپوهنې د نویو معیارونو سره سم نه دي سوي ځکه ایتمولوژیکي څېړني د احتیاط تر کچي خورا پېچلې، باریکه او اساسه مسئله ده. په هره ژبه کښي چي د لغتونو ریښه څېړل کیږي باید د ایتمولوژیکي قوانینو په رڼا کښي  وشنل او وسپړل سي که نه څېړنه به مو د خورا علمي ښویدنو سره مله او تله وي. ایتمولوژي اړتیا هغه وخت محسوسیږي چي یوه ژبه کثیرالهجوي وي او معیاريي لیکدود ورته جوړیږي. همداسي د پښتو ژبي د لغتونو ایتمولوژیکي څېړنه درانه کار ته ضرورت لري ځکه تر اوسه په پښتو ژبه کښي د ریښه پوهنې منلی قاموس او فرهنګ نه لرو. دا کار د یوه تن له وسه وتلې چاره ده او باید علمي او اکاډمیک مرکزونه ورباندي اوږدمهال ډله ییز کار وکړي. د پښتو ژبي د لیکل سویو قاموسونو یوه نیمګړتیا دا هم بلل کیږي چي د لغتونو ریښه لکه څنګه چي ضرورت و هغه سي نه ده څېړل سوې او ښوول سوې. حتا په بې فهمۍ او ناخبري سره د پښتو ژبي خپله لغوي پانګه د نورو ژبو په نوم سوې او یا هم د احساساتو له مخي د نورو ژبو لغوي پانګه خپله بلل سوې ده چي څو بولګه ونه به يې په متن کښي  د نمونې په ډول وښوول سي. په دې برخه کښي د شته ستونزو حل ته ضرروت لیدل کیږي چي خورا لوی تحقیقي بحث ته اړتیا لي خو لته هڅه سوې چي د امکان تر حده په لنډو ټکو کښي دا ستونزي را څرګندي او حللاري ورته پیدا کړو.

  • د ایتمولوژۍ لنډه پېژندنه

په انګریزي ژبه (Etymology=ایتمولوژي) نوم یا noun دی چي په UK تلفظ /ˌet.ɪˈmɒl.ə.dʒi/ او په   US تلفظ /ˌet̬.ɪˈmɑː.lə.dʒi/په پښتو ژبه (ریښه پوهنه) یا د لغتونو او وییونو د ریښو تاریخي مطالعه او تحول علم دی چي د ژبپوهني خورا ارزښتناکه څانګه بلل کیږي. په دې برخه کښي  ځیني دې پوښتنو ته ځوابونه پیداکیږي چي یو ویی یا لغت څه وخت ژبي ته راغلی؟ له کومي منبع راغلی؟ او د وختونو په اوږدو کښي يې څه تغییرات په جوړښت کښي  راغلي دي او په معنا کښي يې کوم بدلونونه راغلي دي.

په ټولیز ډول ویلای سو چي ایتمولوژي په ختیځ کښي  د عربو ایجاد دی لکه خپله چي عرب څېړونکي ادعا کوي: د ایتمولوژۍ علم تر ټولو دمخه په عربي ژبه کښي  د اشتقاق تر سرلیک لاندي غوړېدلی دی په دې هکله په (العلم الخفاق من علم الاشتقاق) ۲۰۱۲م د لبنان چاپ کښي  راځي:

الاشتقاق من الفنون التی امتاز بها العربیة، ومن العلوم المخترعة التی صنعا العقل العربی، و قد لقی من اهتمام علماء اللغة منذ بدأ تدوین اللغة و لعل اقدم ما وصل الینا مؤلفات هذالفن هو کتاب اشتقاق الأسماء “()

ژباړه:

د اشتقاق د فن د (نوښت) امتیاز په عربي ژبه پوري تړلی دی. دا هغه علم دی چي عربي عقل اختراع کړی دی او د ژبپوهانو اهتمام دی چي له لومړني تدوین څخه يې هڅه پیل سوی ده؛ په دې فن کښي لومړنی کتاب چي تر موږه را رسېدلی دی هغه د الأسماء اشتقاق کتاب دی .

تر دې دمه چي موږ ته په عربي ژبه کښي  د اشتقاق د علم په فن کښي کوم لرغوني کتابونه را رسېدلي دي په دې ډول دي:

  1. کتاب الأشتقاق: د ابي علي محمد بن المشیر په قطرب پېژندوی، ۲۰۶ هجري مړ.
  2. کتاب الأشتقاق الأسماء: د ابي سعید عبدالمالک بن قریب بن عبدالمالک په أصمعي باندي پېژندوی، په ۲۱۵ هجري کال مړ. دا کتاب په ۱۴۰۰ هجري کښي  دکتور رمضان عبدالتواب او دکتور صلاح الدین الهادي په زیار خپور سوی دی.
  3. کتاب الأشتقاق: د ابي الحسن سعید بن مسعده الأخفش الأوسط ، په ۲۱۶ هجري کال مړ.()
  4. کتاب الأشتقاق الأسماء: د ابي نصر أحمد بن حاتم الباهلي ابن أخت الأصمعي ، په ۲۳۱ هجري.
  5. کتاب الأشتقاق اسماء القبائل: أبي بکر محمدبن الحسن، درید ۳۲۱ هجري مړ. دا کتاب عبدالسلام هارون په ۱۹۵۸ هجري خپور کړی دی.
  6. الأشتقاق والتعریب: د علامه عبدالقادر مصطفی المغربي اثر په ۱۳۱۶ هجري مړ.
  7. په پورتني کتاب کښي  ټول ۲۱ د اشتقاق اړوند کتابونه ښوول سوي دي.

په کمبریج ډیکشنري کښي  کښي ایتمولوژي داسي ښوول سوې ده:

Etymology :the study of the origin and history of words, or a study of this type relating to one particular word.()

ژباړه:

ایتمولوژي د لغتونو تاریخي او ریښوي څېړنې ته وايي. د یوه لغت د ډول څېړل د هغه له اصل او منشاء سره ایتمولوژي بلل کیږي.

اکسفورډ ډیکشنري:

Etymology/ˌɛtɪˈmɒlədʒi/:

The study of the origin of words and the way in which their meanings have changed throughout history.()

ژباړه:

د لغتونو د ریښې او منشاء څېړلو لار چي معناوو یې په تاریخي لحاظ تغیر موندلی وي ایتمولوژي بلل کیږي.

کښي :Wikipedia, the free encyclopediaپه  

Etymology (/ˌɛtɪˈmɒlədʒi/)[1] is the study of the history of words, their origins, and how their form and meaning have changed over time.[1] By extension, the term “the etymology (of a word)” means the origin of the particular word. When talking about place names, there is a specific term, toponymy.()

ژباړه:

ایتمولوژي د لغتونو د ریښو تاریخي څېړنې ته وايي چي څرنګه يې د وختونو په پوړیو کښي  په معنايي لحاظ د دوی له نورو ضمیمو سره تغییر کړی دی. همدا ډول ایتمولوژي د لغتونو ریښه او منشاء د نورو ځانګړو لغتونو سره څېړي. خو کله چي د ځایونو د نومونو په هکله څېړنه کوو دا بحث د (ژبپوهنې) په ټوپونیمي څانګه پوري اړه پیدا کوي.()  

Etymology is the study of the origin of words and how the meaning of words has changed over the course of history. Let’s get Meta and take the word etymology as an example. Etymology derives from the Greek word etumos, meaning trueEtumologiawas the study of words’ true meanings.()

ژباړه:

ایتمولوژي د لغتونو د ریښې او منشاء څېړنو ته ویل کیږي او ښیي چي په یوه لغت کښي  د تاریخ په اوږدو کښي کوم معنايي تغییرونه راغلي دي، (وروسته به د ایتمولوژۍ لغت په ځینو تحولونو او بولګه ونو کښي  راوړل سي.) د ایتمولوژۍ کلمه د یوناني ژبي له etumos ایتموس څخه راوتلې چي د حقیقت او واقعیت معنا ور کوي. (ایتومولوجیا) د لغتونو څېړنې ته وايي چي د حقیقت او واقعیت معنا ښندي.

په بریتانیکا کښي :

Etymology, the history of a word or word element, including its origins and derivation. ()

ژباړه: ایتمولوژي د لغت تاریخ او دلغت اصل او مبنا څېړي همدا ډول د یوې کلمې اشتقاقي ریښه رانغاړي.

Etymology” the study of word origins is etymology. The word etymology has an interesting origin itself ETYMOS=true meaning. LOGOS study or science.

The first part ETYMO derives from the Greek word. ETYMOS which means true meaning. The second part LOGY derives from the Greek LOGOS which means study of true meaning. When we see the importance of etymology and start looking up word origins ourselves we begin to realize that we’ve found the key to whole new understanding.()

ژباړه:ایتمولوژي دیوه لغت د ریښې څېړلو ته وايي. ایتمولوژۍ په خپله یوه په زړه پوري ریښوي سوژه ده. ایتموس د حقیقت او واقعیت په معنی ، لوګوس یې د پوهي او څېړني معنا ښندي.

په اصل کښي  دا نوم له دوو مورفیمونو څخه جوړ دی، لومړی مورفیم (ایتمو) د یوناني ژبي د ایموس څخه راوتلی د حقیقت معنا ورکوي. دوهم مورفیم يې لوژي هم د یوناني ژبي د لوګوس کلمې څخه ریښه اخلي چي د حقیقي معنا څېړلو پوهي ته وايي. کله چي د ایتمولوژۍ اهمیت ته وکتل سي او له ځان سره د لغتونو د ریښو پلټنه کوو هڅه مو داوي چي دیوه لغت د ریښې کیلي پیداکړو او پرې پوه سو.    

تر نولسمي پېړۍ مخکښي یا په بله وینا تر نوي لغویانو مخکښي ایتمولوژي د لغت اصل او تاریخ په پر سم او منظم بنسټ ولاړ نه و. که څه هم ځینې څه ناڅه سمې ایتمولوژیکي هڅې د مخکنیو لیکوالانو له خوا سوي دي خو ډېر لږ يې داسي دي چي له لومړي سره نیولې تر ورستي پوري سمې پایلې ته رسېدلي وي. دې ډول ایتمولوژیکي څېړنو ته د دودیزو ایتمولوژیکي څېړنو نوم ورکولای سو.

د ږغ پېژندنې په تاریخي تحولاتو یا په بله وینا د ژبو د تحول په څرنګوالي کښي  په بلدتیا او د هغوی تر منځ اړیکي د بېلابېلو ژبو د لهجو او متونو په راټولولو سره د ایتمولوژۍ په لاره کښي  ډېر پرمختګ رامنځته سو چي دې کارونو او زحمتونو علمي ایتمولوژۍ(ریښه پوهنې) ته لاره خلاصه کړله. داسي چي نوې ایتمولوژي نن پر سمو او منظمو ږغ پېژندونکو او معنا پېژندونکو اصولو تکیه لري. پاته دي نه وي چي په څنګ کښي  يې غلطي ایتمولوژیکي څېړنې هم سته چي په ښکاره په علمي لفافه کښي پېچلي دي خو په حقیقت کښي د نوي منلي علمي ایتمولوژۍ سره سر نه خوري. دا ډول څېړنې ایتمولوژي وزمه بللای سو، نه علمي ایتمولوژي.() پخوانیو پوهانو به په خپلو څېړونو کښي  د (وجه تسمیه) او (اشتقاق وجه) تر عنوانو لاندي لغتونه او کلمات څېړل چي مقصد به یې ورڅخه همدا ایتمولوژي وه. ځکه د (اسماعیل بن حسین جرجاني) له تعریفاتو څخه: د یوې کلمې څخه دبلي را ایستل په دې شرط چي په معنا او ترکیب کښي سره نژدې، مناسب او په صیغه کښي  سره توپیر ولري اشتقاق بلل کیږي. له دې تعریف سره اشتقاق د Derivation معدل بلل کیږي چي د لغت جوړوني له ډولونو څخه یې د ایتمولوژۍ له تیورۍ څخه بللای سو. د نوي ایتمولوژی بنسټګر انګریز قاضي (سرویلیام جونز) دی.نوموړي په ۱۷۸۶م په خپله یوه وینا کښي  پر دې ټینګار وکړ چي لاتیني، یوناني، او سانسکریټ ژبي له یوه اصله او نسله څخه شمېرل کیږي. ژبپوهان په مختلفو وختونو کښي د لغتونو ریښې ته د معنا او مفهوم له مخې کتنه کوي او د یوې ژبي لغتونه بلي ژبي ته د تحول جریان څېړي ځکه د ژبو اغېز متقابل وي.()

دودیزه ایتمولوژي

دودیزه یا عامیانه ایتمولوژۍ ته (په آلمانی: Volksetymologie)، (په انگریزي: Pseudo-etymology, Folk etymology) وايي او د ایتمولوژۍ له څانګو څخه شمېرل کیږي چي د لغتونو لومړنۍ بڼه، تاریخي تغییر او تحول يې تر څېړنې لاندي نیسي. د دودیزي ایتمولوژۍ اصطلاح د لومړي ځل لپاره الماني تاریخ لیکونکي او کتابدار ارنست ویلهلم فورسته‌مان (Ernst Wilhelm Förstemann) رواج کړه او په خپله هغه مقاله کښي  چي د (الماني ژبي دودیزه ایتمولوژي) نومیږي، په ۱۸۵۲م په مجله کښي خپره سوې په دې برخه کښي مفصل بحث لري. له دې وروسته نورو ژبپوهانو هم دا اصطلاح وکاروله او پراخ بحثونه یې پر وکړه.()

سویسي ژبپوه (فردینان دو سوسور) دودیزه ایتمولوژي دا ډول تعریف کړې ده: ( د نا اشنا لغتونو د تقریبي توضیح لپاره هڅه یعني له هغه څه سره د یوه(لغت – کلمې) پیوند ورکول چي پېژندوی وي. همداسي د دې ډول نا پېژانده لغت لپاره ساده تفسیر پيدا کول دودیزه ایتمولوژي بلل کیږي.()

د عامیانه یا دودیزې ایتمولوژۍ د راڅرګندېدو د پاره لاندیني دلایل ښوول سوي دي:

۱: ږغیز تغییرونه

ږغیز او هجايي تغییرونه هغه دي چي د تاریخ په اوږدو کښي  بدلون کوي. تر دې چي د ژبي د سهولت او اسانتیا په خاطر ځیني فونیمونه له کلمو څخه حذف کیږي او یا هم د ژبي داسانتیا لپاره ځیني فونیمونه پر کلمو ور اضافه کیږي.

۲: د کلمو هېرېدنه

له یوه مرکب لغت څخه د یوې کلمې او یوه مورفیم هېرېدل هغه وخت رامنځته کیږي چي د را وروستو نسلونو لپاره نا اشنا وي، دوی اړ کیږي چي دیوه بسیط او مرکب لغت یوه برخه حذف او یا يې ټول لغت واړوي. لکه: فاتحه= پاتیه/ صلاة= لمونځ/ خلاص=خلاصون

۳: لغوي پوروني

پورونې هم په دودیزه ایتمولوژي کښي  خپل اغېز لري. خلک د یوې ژبي کلمات خپلي یا بلې ژبي ته په پور اخلي. ځیني پوروني داسي تغییرونه و مومي چي نوي نسلونه يې په معنا او مفهوم نه پوهیږي او د هغه ریښه په نورو ژبو کښي  لټوي. لکه معرب جرجان چي اصل يې ګرګان دی؛ سراج چي اصل یې څراغ دی.

په ټولیزه توګه ویلای سو چي دودیزه ایتمولوژي په یوې ژبه پورې اړه نه لري بلکي  د نړۍ په ټولو ژبو کښي سته او په هره اجتماعي او فرهنګي برخه کښي راڅرګندېدای سي. چي بېلګې يې کېدای سي چي کابل، قندهار، هیلمند، کوټه او کراچي او نور نومونو کښي و پیداکړو .بولګه : کابل په دودیزه ایتمالوژۍ – دري ژبه کښي  د (کاه+ پُل = د پروړو څخه جوړ پُل)/ هیلمند په دودیزه ایتمولوژۍ کښي د ( هیله+من) په معنا/ قندهار ( قند+ هار = دقندو امیل)، کوټه ( دکوټنۍ او بارې) په معنا، کراچي( دګاډۍ) په معنا او مفهوم په داسي حال کښي چي نوې علمي ایتمولوژي په پورتنیو تعبیرونو باور او تکیه نه لري.

یا په پښتنو کښي  د ساکانو (ساکزیو) لرغونې قبیله چي د هندي ژبي د شکا کلمې سره یې چي د سبو او سبزیجاتو معنا لري تړاو ورکول د دودیزي ایتمولوژي باورونو څخه دی؛  په داسي حال کښي چي د علمي ایتمولوژۍ پر بنسټ د مجارستانی ژبپو (اسوالدسمرنیي) د څېړني له مخي سکا(ساکزي) د تېز او چټک معنا ورکوي.

یا هم په الماني ژبه کښي  د kaffeebohne (قهوه) کلمه په دودیزه الماني ایتمولوژۍ کښي  له دوو برخو جوړ ګڼي، لومړی (kaffee=قهوه)، دوهم (bohne =لوبیا) چي دقهوې د میده دانو لپاره استعاره ده تعبیر سوې ده. په داسي حال کښي  چي د معاصري علمي ایتمولوژۍ له مخې دا کلمه په اصل کښي د عربي ژبي د (البُنّ) له ریښې څخه اخیستل سوې چي د (قهوي د مېوې) معنا ورکوي.()

  • د ایتمولوژیکي څېړنو شرایط

ایتمولوژیکي  څېړنې ځانته یو شمېر ځانګړي شرایط لري چي یو ژبپوه يې باید په خپلو ریښه پوهنیزو څېړنو کښي  په پام کښي ونیسي:

کله چي یو ریښه پوه د یوې کلمې د اصل او ریښې د پیداکولو لپاره اقدام کوي، تر ږغیزو او فونیمکي څېړنو مخکښي  اړتیا ده چي د هغې کلمې تاریخي مخینه، معنا او بېلابیلي بڼي و لټوي.

  1. مخکښي له دې چي د اړوندې کلمې ریښه په لرغوني هندو اروپايي، هندو آریاني او دې ته ورته ولټوي باید خپلو نژدې ژبو ته لکه زړه پښتو ، پامیري، نورستاني، باختري  او اوستايي ژبو ته پاملرنه وکړو حتی که پخپله په همدې ژبه کښي د یوې کلمې د ریښې لټه وکړو د ځینو عرب نحویانو په باور مو صغیر اشتقاق یا غیري تاریخي اشتقاق کړی دی.
  2. یو ایتمولوژیستetymologist او ریښه پوه باید یوازي په ریښه پېژندنه کښي  پر قاموسونو، فرهنګونو او لغتنامو هم تکیه ونه کړي یعني یوازي په قاموسونو سره نه سو کولای د یوه لغت ریښه پیدا کړو، اړتیا ده چي د یوه لغت د ریښې موندلو لپاره هماغه پخوانیو منثورو – منظومو متونو ته هم کتنه وسي چي اړوند لغت پکښي کارسوی وي لکه د (من، دښن) زړې کلمې د پټې خزانې، تذکرة الاولیاء، خیرلبیان، مخزن، خوشحال خټک او نورو کلاسیکو منظومو او منثورو متونو کښي ولټوو. یوازي پر قاموسونو تکیه په هغه وخت کښي  جواز لري چي پر اړوند کلمه او لغت د ژبپوهانو او ریښه پوهانو اتفاق وي او په صحت کښي يې کوم شک نه وي.

ځیني وختونه ژبپوهان د څو ژبیزو قاموسونو څخه کار اخلي او په هغه کښي  په شکلي لحاظ ځینې کلمې سره نژدې وویني د هغو ریښه یوه وبولي داسي هم نه ده، باید د هر لغت لومړی کورنۍ پیداسي چي د هندواروپايي کورنۍ دی که د سامي یا بلي…؟

د ریښوي قاموس او فرهنګ() د لیکلو لپاره تر ټولو غوره داده چي ډلییز کار وسي او که په یوازي سر دا کار کیږي نو باید یو ایتمولوژیست په ژبپوهنه، تاریخ، ادب، ټولنپوهنه، وګړپوهنه، متن پوهنه، نسخه پوهنه کښي  ژوره مطالعه ولري تر ټولو مهمه دا چي په لرغونو ژبو کښي بلدتیا ولري، د لغتونو دتعریفاتو او تصریفاتو څخه ځان خبر کړي.

۳. پر معیاري او اصلي متونو سربېره یو ریښه پوه باید دیوې کورنۍ دژبو لغوي پانګه او لهجې هم وګوري د یوه لغت ټول ډولونه په بېلابېلو لهجو کښي  ولټوي او د هغه په لفظي او معنايي توپیرونو ځان پوه کړي، همدا ډول د هغه لغت په رانقلولو کښي باید زماني واټن په پام کښي ونیول سي. بولګه : یو لغت په یوه لهجه کښي  تاریخي مخینه نه لري نو وکتل سي چي څه ډول او له کومي لاري يې دلته لاره پیداکړې ده او څه ډول یې د هغې لهجې له ژبني قواعدو سره ځان عیار کړی دی.

۴. لکه مخکښي چي ورته اشاره وسوه د ریښه پېژندنې تر څنګ باید په لرغونو ژبو هم وپوهیږو، وګړپوهنیز او دخلکو عامه فرهنګ ته هم تامه او تمامه پاملرنه وکړو دا چاره هله ډېره ګټوره ده چي کله د یوه پور سوي او پردي لغت راننوتل خپلي ژبي ته تر څېړنې لاندي ونیول سي.

۵. د پام وړ ټکی دادی چي د یوې ژبي عام کلمات هم د سړیو او ځاینومونو څخه بېل کړل سي خو په عامو کلمو کښي  چاڼ او چین ونه سي، پرېښودل سي او وکتل سي چي ولي یوې کلمې دحقیقي پر ځای مجازي معنا خپله کړې ده. داهم معلومه سي چي معنا یې له کومه ځایه اخیستې ده یا ولي په یوه ځانګړي فعل کښي  کارول سوې ده.

۶. که چیري یو لغت بلې ژبي ته ننوتلی وي نو په کار ده چي ږغیز قواعد یې په خورا جزییاتو سره د خپلې ژبي په مختلفو دورو او نورو ژبو کښي  په پام کښي ونیول سي او دټولو ژبنیو تحولاتو څخه یې ځان خبر کړي.

۷. د یوه لغت بېلابېلي معناوي په ټولو دورو کښي  او هم په نورو ژبو کښي وپلټل سي.

۸. د صرفي او اشتقاقي قواعدو او لغتونو ترکیب او ترتیب په جزییاتو سره و پېژني. له دودیزو ریښوي څېړنو څخه ځان وساتي، داسي نه چي په لرغونو آریاني ژبو کښي  هر ورستاړی ممکن په هري کلمې پوري وتړي یا هم هر وروستاړی په هره درجه لغت که کمزوری هم وي و کارول سي یا هم دکلمې بڼه د لومړی اودوهم جز په ترکیب سره جوړ سي او یا هم دې ته ورته…

۹. سمه ده چي ایتمولوژي په خپله ژبه کښي د لغت د تاریخ پر تتبع او شواهدو ولاړه ده او همدا ډول په نژدې او لیري یوکورنیو او غیري کورنیو ژبو تکیه لري نو یو ریښه پوه باید پوه سي چي یو لغت کله پیدا سوی دی؟ ولي پیداسوی؟ او له کله يې مجازي معنا خپل کړې ده؟ د نړۍ په کومه برخه کښي  پیداسوی او کومي ژبي یا ژبو ته ننوتلی دی؟ بیا فکر پکښي کیږي خپل فکر باید و ازمویل سي چي ایا په معنايي لحاظ خو به ستونزه نه لري. ایا دې ته ورته بل معنايي تحول په بل ځای کښي موندلای سو؟ په ږغیز لحاظ څه ډول؟ ایا کولای سو چي د نورو اټکل رد کړو او خپل اټکل ثبوت او ثابت کړو؟ زموږ اټکل د نورو پر هغو څه غوراوی لري؟ له هرڅه مخکښي باید وګورو چي زموږ اټکل نوي شواهد یا د مخکنیو څېړونکو رایي تاییدوي او یا هم لازمه ده یو بل نظر وړاندي سي یايې بیخي اړتیا نه وي. په ځانګړې توګه کله چي د ځینو مخکنیو څېړونکو اطلاعات په ټولیز او لنډیز ډول غلط وي باید جدي پام وکړو چي پر تیرو تېروتنو د تایید بله رایه ور زیاته نه کړو او هغه په پټو سترګو ونه منو.

په ایتمولوژۍ کښي  ځیني ږغیز مسایل:

د ژبي اساس فونیمونه او ږغونه دي چي له خولې څخه راوځي کله چي دا ږغونه سره یوځای سي مورفیمونه او کلمې ځیني جوړیږي د ږغونو د ښکاره کولو لپاره ځیني شکلونه وضع سوي چي ګرافیمونه او حرفونه یې بولي. د ژبو د ږغونو تاریخي تحولات، د هغوی په ټولو مراحلو کښي لومړی شی -څيز دی چي یو ریښه پوه یې باید په پام کښي ولري یوازي دومره پوهېدل چي دا لغت هغه بل سره قریب المخرج دی نه سو کولای په ریښه پوهنه کښي  تخصصي کار وکړو او عام منلې نتیجه ځیني را وباسو. همدا ډول یوازي په حذف او ابدال چي له پخوا څخه په ختیځ او لوېدیځ کښي پېژندوی دي نه سو کولای ریښه پوه و اوسو. ږغیز تحولات ممکن په یوې ځانګړي سیمي پوري اړه ولري خو ژوند يې په بله سیمه کښي کړی وي که څه يې هم واټن لیري یا هم امکان لري د یوې ژبي په ځانګړې دوره پوري اړه ولري او په نورو دورو کښي نه وي رعایت سوی. د بولګه په ډول په ځینو لهجو کښي ږغیز قواعد ورو او سوکه رامنځته سوی دا حالت د داسي لغتونو د رامنځته کېدو سبب سو چي دې ته Doublet = د دوه ګونې بڼي لغتونه وویل.() د دې مطلب بل اړخ دادی چي په د ژبي په یوه پراخه سیمه کښي ږغیز تحولات معمولاً یو ډول وي، که چیري یوه کلمه په یوه ژبه یا هم یوه لهجه کښي ولیدل سوه بله بڼه يې د بلي لهجې بلل کیږي یعني یو دخیل لفظ دی. لکه: د پښتو ژبي په لوېدیځه لهجه کښي ځوز، تندی، نوکاره ؛ په ختیځه لهجه کښي اغزی، ټنډه، ټونګه.د دې خبري پایله دا ده چي د دوو ژبو دتحولاتو په منځ کښي لیري یا نژدې التقاط(چاڼ=چین) وکړو. کله چي یو ریښه پوه د کلمې په ږغیز تحول کښي ګیر راغی داسي قواعدو ته لاس اوږد نه کړي چي په خپله ژبه کښي يې ژبني شواهد ونه لري. په داسي حالاتو کښي باید ږغیز تحولات پر ژبنیو اسنادو په سپړنیز او استقرايي توګه استنتاج کړي او ددې ډول تحولاتو ځای او تاریخ د تاریخي او جغرافیايي شواهدو یا هم د لهجه پېژندني او نسخه پېژندني په مټ څرګند کړي. که يې بیا هم ونسوای کولای چي یاد تحول معلوم کړي او یا يې هم زمان او مکان وټاکي لږ تر لږه هغوی ته ورته کلماتو ته هم په ګاونډیو او که امکان ولري د نړۍ په نورو ژبو کښي سر ورکړي. خو په ژبه او لهجه کښي ږغیز قواعد تل نه مراعتیږي. له دې جملې څخه د کلماتو د ګاونډیتوب او قیاست په سبب، لکه: نابلده او ناولده، ځار او جار، ځری او استازی، ځیږ او جیږ، څپېړه او چپلاخه اونور… بللای سو.

ځیني کارېدونکي کلمې او عبارتونه ممکن مشدد سي یا دژبي د نورو لغتونو سره يې تحول سوکه او متفاوت سي. لکه: ځیني اوستايي کلمات چي پښتو ژبي ته ننوتي دي. بولګه : tdag=gadIt=تیدګه=سترګه، چي اوستا کښي د لیدل فعل معنا هم لري. یا هم اوستايي: =nazurd= =drozan دروزن >دروغزن>دروغجن>د پښتو په لوېدیځه لهجه کښي درواغجن سوی دی.

همداسي ځیني یوناني کلمات چي په apo او upo او دې ته ورته پیلیږي، په عربي ژبه کښي د سامي قاعدې له مخي (ابو) سوی دی لکه: (poseidon) چي (بوصیدون) سوی، (apokalamon) چي (بوقلمون) سوی دی. یو ریښه پوه باید دې بېلګو ته پام وکړي بې موجبه د (بوقلمون) او (بوصیدون) کلمې په عربي قاموسونو کښي ونه لټوي بلکښي هندو اروپايي او یوناني ریښه يې پیدا کړي تر څو د کلمې ریښې ته ځان ونه رسوي حقیقت هم نه موندل کیږي()

ایتمولوژي او معنايي تحولات

تر ږغیزو تحولاتو وروسته په دوهم پړاو کښي معنايي تحولات د ایتمولوژیست لپاره د کلماتو په ریښه پیداکولو کښي لوی معیار ګڼل کیږي. دکلمې تر ریښې پیداکولو وروسته په مختلفو دورو کښي د یوې کلمې د معنا پیدا کول اړینه چاره ده. بولګه : یو ایتمولوژیست(ریښه پوه) له برهان قاطع دوهم ټوک ۱۷۴مخ څخه د (ختا) کلمه را اخلي او بېله معنايي ډاډه هغه د پوکورني او ریکس، پوهانو ()  د هندو اروپايي ژبو له قاموسونو سره ګوري او په ریښه او معنا يې سره  وصل کوي نوم چي یې هرڅه ورباندي کښېښود! دا ډول کس ریښه پوه نه سو بللای، ځکه د (ختا،خطا، خطای) مختلفي بڼي په اسلامي متونو کښي  ډېري راغلي دي، هو؛ د کلمې تعیین ستونزمنه چاره ده، په هر حال دا اوس یو جغرافیايي نوم دی چي د چین پر شمالي برخه(منجوري، مغولستان او ترکستان) باندي اطلاق کیږي.() جالبه داده چي ډېری څېړونکي دا تېروتنه کوي. بل بولګه  (پوتونګ خوا Putonghua=普通话) د چین معیاري ژبي ته وايي موږ نه سو کولای چي دا د (پښتونخوا) سره همریښه او یا له هغه مشتق و بولو. دا ډول کلمات اتفاقي وي په ایتمولوژیکي لحاظ مځکه او اسمان فرق لري. په ریښه پېژندنه کښي لومړی کار دادی چي د تاریخ په اوږدو کښي د یوې کلمې سمه معنا له سټي څخه پیدا کړو چي دا کار بیا هم ځانته خپل اصول لري:

۱: دیوه لفظ معنا په استقراء سره لاس ته راځي نه د اشتقاق له مخي. د تاریخي ژبپوهنې له مخي  دیوې کلمې ریښه موندل او د هغې تړل له معناپوهني سره د ننني منطق له مخي موږ اصلي معنا ته نه رسوي. په بل ډول تاریخي معنا پوهنه یوازي په معقول او منطقي دلیل بېله شواهدو شی- څيز نه سي ثبوتولای. دا رایه د اشتقاق په اړوند هم ده. اشتقاق هغه وخت د یوې کلمې د معنا د تعیین لپاره کاریږي چي نوري لاري له کاره لوېدلي وي. د ژبپوهانو علاقه دا وي چي په ریښه پوهنه کښي په مبهمو متونو او عباراتو کښي د یوې کلمې د معنا موندلو لپاره اشتقاق ته مخه کړي. چي دا چاره پخپله یوه تېروتنه ده. بولګه : kartu=کارتو په اندوآریاني کښي د قدرت په معنا دی مګر په آریاني ژبو کښي يې په ښکاره(د فکري ځواک) په معنا ځانګړتیا پیدا کړې ده او اغلب چي د (عقل او حکمت) معنا يې خپله کړې ده. په دې بولګه کښي موږ وروستۍ معنا د لغت د استعمال له مخي تر لاسه کړله نه د اشتقاق له مخي. یا هم داسي د (ِمهر) لرغونې معنا (تړون) ده خو په پښتو ژبه کښي يې بیا داستعمال له مخي معنا(مینه او محبت) ده چي دا معنايي موندنه د اشتقاقي معنا سره واټن لري.

۲. باید ارکاییکو متونو()(په  ځانګړې توګه حماسي) او نورو ته قایل و اوسو. سربېره پر دې هغه څه چي په نوې ژبه کښي شاعرانه او لرغوني بریښي خو د ژبي په لرغونو متونو کښي ممکن د هغه وخت د ورځنیو کلماتو اړوند وي پوره پام وکړو، په داسي ځای کښي کېدای سي اشتقاق د یوې کلمې د معنا په پیداکولو کښي ډېر په کار راسي. په پښتو ژبه کښي په ځانګړې توګه د پټي خزانې په برخه کښي باید ډېر احتیاط وکړو ځکه دپټي خزانې په منظومو او منثورو برخو کښي چي کوم کلمات راوړل سوي ډېری يې نن ورځ په هماغه پخوانۍ معنا نه دي. یا هماغه کلمات په روښاني او خوشحالي عصر کښي په معنايي لحاظ لږ و ډېر توپیر لري. د سلیمان ماکو(تذکرة الاولیاء) د ملکیار غرښین(۵۸۰هـ) په برخه کښي لولو:(نقل کاوه شي چي په جوبله کي مسلمانان تر شا ولاړه …) د نننۍ محاورې سره جوبله نه وایو (جنګ – جګړه) وایو. په پټه خزانه؛ د ښکارندوی په قصیده کښي د (لونل) کلمه اوس پاشل او شیندل وایو، (زلما) اوس زلمی وایو، چوڼی= بلبل، اشلکونه = شعرونه وایو.

۳. باید هغو کلمو ته چي په واحدو ترکیبونو او یا په یوې ژبي کښي ورته او یا هم د یوې کورنۍ یا ژبڅانګي په دوو ژبو کښي کاریږي پام وکړو او هغه ټینګ و سنجوو تر څو د معنا حدود او یا هم دقیقه معنا تر لاسه کړو. پر دې سربېره معلومه سي چي ایا په یادو دوو ژبو کښي دوې همریښه کلمې په معنا کښي سره یو دي یا نه؟ بولګه  دا ښوولای سو چي د شیخ اسعد سوري (۴۲۵ هـ) په قصیده کښي د (جاندم= دوږخ، دوزخ) به څه ډول له جهنم څخه تحول کړی وي ، داسي همدې قصیده کښي د (زرغا) کلمه اوس د زرغونتیا، سمسورتیا او شنګیاه په معناوو کاریږي نه په هغه زر کلنه بڼه.

برنفریډ شلرات(SCHLERATH,1968) په ویدا او اوستا کښي دې ته ورته خورا ډېر تغییرونه او تعبیرونه راټول کړي دي. ژبپوهان ښه پوهیږي چي داډول مشابهتونه د مبهمو کلمو او جملو په فهم او معنا کښي څومره رول لري!

۴. باید هغه ورته معنايي تحولاتو ته که څه هم له دوو متفاوتو ریښو یا څو مختلفو ژبو څخه راغلي وي پام وکړو. بولګه : د اوستا ژبي( Cxab=baxṣ= بخښ) په پښتو ژبه کښي بخښنه او په پاړسي کښي بخشش ده(). له یوې اوستايي ریښې سرچینه اخلي او په دواړو ژبو کښي په یوه معنا کاریږي. یا هم د اوستا ژبي natNad =datan دڼتان= د پښتو ژبي = dāṇәداڼه>داړه= dā ṛә په پاړسي (دندان) سوی دی.معمولاً ټول ریښه پوهان په دې ټکي پوهیږي خو په دې ډول پرتلنه کښي باید بیا هم احتیاط وسي. بولګه : ایلیاګرشویچ(GERSHEViTCH۱۹۵۹) د یوه لغت د دوو معناوو په توجیه کښي ورک دی لکه: سیره/ciϑra د (اصل او ټبر) په معنا یې د (دوش ګیمن) نظر ته يې ارزښت ورکړی دی او هغه یې بیا د لاتیني ژبي د (species) سره پرتله کړی دی چي د (صورت) ، (نوع او ډول) معنا ښندي د (specere= لیدلو) څخه مشتق بولي او بله یې لا دا چي په باور يې دا لاتیني لغت په حقیقت کښي د یوناني ژبي (eidos) څخه راوتلی بولي چي هغه هم د (دیدن) په معنا له ریښې څخه مشتق دی او د (ډول، نوع او صورت) معناوي ورکوي اول دا چي د د یوناني ژبي د (eidos) څخه د سیره/ciϑra اشتقاق هیڅ ریښوي – ایتمولوژیکي اساس نه لري. خبره دلته ده که چیري د (ګرشویچ او ګیمن) پښتو ژبه زده وای ته وا ډېر ژر به دې پایلي ته نه وای رسېدلي چي د سیره/ciϑra لغت د پښتو ژبي د (څېره ceraà) د (صورت، شکل، نوع او ډول) په معنا سره کټ مټ یوه ده چي په اوستا کښي هم په خورا لږ توپیر په همدې بڼه او معنا (arqic=čiϑra = چیڅره) راغلی دی. د دې یوه لغت او لفظ څو بڼي او معناوي د ایتمولوژیکي تحول د حاصل پایله ده چي بې ځایه شنني او ستړیاوي يې د دې ډول څوګوني علت په فهم کښي هیڅ مرسته نه سي کولای. په پای کښي ویلای سو چي د (دوشن ګیمن او ګرشویچ) رایه که څه هم په راوروسته کښي بیا – بیا تکرار سوې ده د ایتمولوژۍ له مخي سمه نه سو بللای.

۵. د خلط، مشابهت او یا ګاوڼدیتوب په سبب یوې کلمې د بلي کلمې سره  د هماغي ژبي یا هم پردۍ ژبي سره معنايي تغییر او توپیر کړی وي، باید د معنا په ټاکلو کښي يې دې ټکي ته پام وکړو او په ریښه پوهنه کښي هم ورته توجه وسي. بولګه : د اوستايي ژبي (رازه=zAr      = rāza) فعل د (تللو) په معنا په پښتو ژبه کښي(ځه) او په معکوسه معنا (راځه) حالت غوره کړی دی.()

۶. د کلماتو د معنا په فهم او د هغو د ریښو د لاسته راوړلو په وخت کښي باید د وضعي په سبب د هغه د معنا تغییر ته پام وکړو. دلته مقصد هغه زاړه کلمات دي چي په نوي معنا اوښتي وي. بولګه : هنر او دفتر هغه زاړه کلمات دي چي له زړو ریښو څخه جوړ سوي دي هنر د اوستايي ژبي څخه راغلی آره بڼه یې ,aranuh:(  :hunaraهُنره = هنر) ده. یو ریښه پوه باید د دې ډول کلماتو د وضع په تاریخ خبر وي، داسي نه چي وايي(سپانځه(سپند) دپهلوي ژبي د (سپندspand) او دا بیا د اوستايي ژبي له (سپنتا= spәnta) د (پاک او مقدس) په معنا راغلی دی. ځکه نه دا دوې کلمې پهلوي او اوستايي دي او نه هم د پښتو ژبي په لرغونو متونو کښي اوږد تاریخي شالید لري.

۷. د ځینو کلماتو دوهمه، دریمه او یا څوومه معنا ممکن تر پېړیو وروسته د هغې کلمې لومړی معنا سي. بولګه : د آوار کلمه چي پخوا يې د (چور- لوټولو)، (زورزیاتي) او (رنځ) معنا لرله نن يې بیخي څلورمه معنا خپله کړې ده چي ډېر استعمال نه لري. پر دې بنسټ یو ریښه پوه باید لرغونې معنا پیدا کړي. پر دې سربېره کېدای سي ځیني کلمې د مختلفو دلایلو له مخي مجازي معنا هم خپله کړي. چي دا ډول تحولات تل عادي نه وي. په اوستايي ژبه کښي /abda= adba/ د جالب او فوق العاده په معنا، دا لغت په نورو را وروسته دورو کښي هم موندل کیږي. د دې لغت اصل (نه تېرایستونکی) د مفعولي صفت/adbda/ له کمزوري ریښې /dab/ له بڼي څخه د (تېرایستلو) په معنا(وګورئ د بارتولمه د قانون اغېز- مقاله) چي دې ته ورته لفظ په ویدا کښي /adbhut/ دیزیدانو لپاره صفت دی چي له دې ځایه يې ماوراءالطبیعي امر او وروسته هر فوق العاده شي اخیستې ده. یو ریښه پوه باید تل د معنا په برخه کښي مختلف تحولات په پام کښي ونیسي.

۸. که چیري په فرضي اشتقاق کښي چي یوه ریښه پوه د اټکل له مخي پیدا کړي وي ناچاره، نامعقول معنايي تحول ته قایل سي نو لومړی کار چي باید وکړي دادی چي ږغیز او صرفي تحولات باید وڅېړي ښايي اسانه توجیه ورته پیدا کړي، د بارتولومه دقانون له مخي دمِشي واکدار انسدادونه(bh,dh,gh) که تر (t او s)  مخکښي راسي په لرغوني هندي کښي خپل دمِشي t او s ته ورکوي دا دوه د خپل ځان سره ورته او واکدار کوي.بولګه : budhfta/ Buddha کیږي، په لرغوني اوستا کښي هم دا قاعده رعایت سوې خو طبعاً دمِشي نه کاریږي. هرکله چي په آلماني ژبه کښي چي /s/ تر (p,t) مخکي راسي د (ش) آواز ورکوي لکه (Sport= شپورټ= سپورټ/student= شټوډنټ= زده کوونکی) خو دا دوې کلمې په یوه معنا د انګریزي ژبي د قاعدې له مخي نه پلې کیږي ځکه په انګریزي کښي د (س) آواز ورکوي.

۹. په ریښه پوهنه کښي لازمه ده چي واسطې په معنايي تحول کښي معلومي سي. بولګه (پتیاره) پخوا اغلب د (ښمن) او ښځینه(دښمني، بد او مصیبت) په معنا وه چي اصلي بڼه او معنا يې په اوستا کښي (پئتي ار/arA Itiap paiti ara : ډارمسټټر دښمن او اهریمن بللی)، همداسي د منافق، مخالف، مانع او ضد معنا هم لري. یعني هر شی چي د (اهورامزدا)د پیداکېدو مخه ونیسي. د فردوسي په شاهنامه کښي هم په همدې معنا راغلې:

بجستم زسلم و زتور سترګ

همان کین ایرج نیای بزرګ

جهان ویژه کردم ز(پتیارها)

نه از بهر پیکار (پتیاره) کرد

(۵-۳۰۰-۱۰۸۸)

مګر مرګ کز مرګ خود چاره نیست

وزین بدتر از بخت (پتیار) نیست

(ناصر:۳۸۶)

په فرهنګ رشیدي، برهان قاطع او جهانګیري کښي یې معنا خجالت، شرمندګي، حیله او غوغا راغلې ده. دې لغت عربي ژبي ته هم لاره کړې او هورې په (ف) د  (فتور) په بڼه د فتنې، فساد، نقص، خلل په معناوو راغلی دی. خوشحال خټک یې عربي پور بڼه کارولې:

غم د زوړوالي په زړه هاله راشي

چه په غاښونو په لیمه (فتور) راشي

***

د ایمل (فتور) آغاز شو

د مومندو هم عنان شو

(کلیات)

په پښتو تشریحي قاموس کښي پتارۍ/patry: د ستونزو او کړاو اخته کولو په معنا راغلی دی. دا کلمه په نورو ژبو کښي هم کاریږي احتمالاً په نورو ژبو کښي له اوستا څخه دخیل او پور دی. په زردښتي تصوراتو کښي (پتیاره) د بدکاري ښځي په معنا ده چي دا کلمه اوس هم په پښتو ژبه کښي هغه اوستايي ریښه لري او د(پلیته+ښځه) بدکاري، بدفعلي او ناپاکي ښځي ته وايي. ( پاته په بله برخه…)

اخځلیکونه او لمنلیکونه:

  1. محمدصدیق خان، العلم الخفاق من علم اشتقاق، مؤسسه الکتاب الثقافیه، الطبعة الأولی، لبنان ۲۰۱۲م،ص ۳
  1. همدا اثر، ۷ مخ.
  2. Cambridge Academic Content Dictionary
  3. Oxford Dictionary.
  4. From Wikipedia, the free encyclopedia.
  1.  CRISTINA GUSANO, An Introduction To Etymology: Eight Great Word Origins, JUN 15, 2016,P1
  2. Encyclopaedia Britannica,p1
  1. see, the wonder of words,pp,15-16
  2. قایم مقامی، احمد رضا: ریشه شناسی، شبه ریشه شناسی، فرهنګستان زبان، ۱۳۹۳ ش، ص،۱
  3. مهدی محسنیان راد، ارتباط شناسی، سروش، ۱۳۶۹، ص ۱۷۴
  4. امیري، یوسف، ریشه شناسی عامیانه، مجله انسان وفرهنګ سال دوم، شماره ۳، ص،۱۰۳
  5. هماغه اثر او مخ.
  6. ریشه شناسي عامیانه، ۶ مخ.
  7. علامه پوهاند عبدالحی حبیبي . د پښتو ادبیاتو تاریخ ۲ ټوک ، ۵۵۲، ۵۶۵مخونه
  8. etymologic dictionary.
  9. دا هغه ژبنی حالت دی چي د دوو لغتونو څخه هر یو يې له دوو بېلو لارو خو یوې منبع راغلی وی. لکه: کاڼی، ډبره، تیږه، ګرګه، پرښه، ګاره.
  10. قایم مقامی، ریشه شناسی و زبان فارسی(مقاله)، مجله فرهنګ نویسی، شماره، ۹، ۱۳۹۴ش، صص، ۵۳-۵۴
  11. Pokorny  – Rix .
  12. برهان قاطع، دوهم ټوک، حواشې، ۱۷۴ مخ، د قاموس اعلام ترکي په حواله.
  13. شریف الله دوست(سرواني)، دچینايي ژبې آسانه زده کړه(journey to china)صداقت خپرندویه ټولنه-کندهار، ۱۳۹۲ش،۱۲ مخ.
  14. :(په اکسفورډ ډیکشنري کي د زړو او ارکاییکولغتونو پېژندنه داسي کوي)Archaic word and tixt;These words are no longer in everyday use or have lost a particular meaning in current usage but are sometimes used to impart an old-fashioned flavor to historical novels, for example, or in standard conversation or writing just for a humorous effect. /see oxford dictionary.
  15. like, munificence.
  16. څېړنپوه، دکتور خلیل الله اورمړ، مقدمۀ برزبان اوستایی، اکاډمي علوم افغانستان، ۱۳۹۲ش، ص ۲۲۶

1 COMMENT

  1. ډېر په زړه پورې متن او ښایسته مالومات وو. په ګوتو مو برکت شه .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب