پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+ادبي پارچه لیکي کیسه یې بولي | استاد شپون

ادبي پارچه لیکي کیسه یې بولي | استاد شپون

له نیوزیلنډ نه، مرسلین ابازي آشنا تلفون کې راته شکایت کاوه چې زه له وطنه لرې پروت یم، نو وېبپاڼې لولم او د جادو په نامه مې یو پروګرام لګولی چې د وطن زیاتره تلویزیونونه هم ورکې کتلی شم، کله کله چې  په وېبپاڼو او یا چاپي مجلو او اخبارونو کې د کوم کتاب مخکتنه  لولم، خندا راشي چې څنګه ګرده داسې سره ورته وي لکه د دفترونو چاپ شوې فورمې، بس نومونه یې سره اړولي وي.چې اورم یې هم بارک الله، سبحان الله، جزاک الله، بیا وایه، ته خو یې دې باریکۍ ته ګوره چې د یار زلفې یې د نورو په شان ماران نه دي بللي بلکه په سوچه پښتو یې د هغې په ځای د منګور توری لګولی او حتی / زلفې/ یې هم څڼې کړې دي…… د پښتنو بده ورځ یې څنګه په مهارت / شپه په مېږه تون/ بللې چې د ایهام صنعت یې په استادۍ ورکې کارولی.

مرسلین آشنا زما دا غیر جدي حکم خوښ کړی دی چې د شعر په ځای لیکوال د نثر لیکلو ته تشویقوم خو وايي که ستا په ځای وای ما به د نثر نه هم منع کړي وو، یواځې قلمي مشغولا چې مې ورپرېښوه، د لوېدیځو لیکوالود نثر او شعر ترجمه ده.

له بله پلوه زما خپله هم ، همدې تاند کې د یوې لنډې کیسې ترجمې ته پام شو چې ودې شي د کوم پاړسک لیکوال وي. په شوق مې ولوسته خو چې څومره په مخ تلم، تانګونه یې سستېدل، په آخر کې کیسه درز، بېدو هماغې کندې ته پرېوته چې د زیاترو نورو لیکوالو لنډې کېسې ورکې تیارې پرې وتې وې. د ځانه سره مې وویل، هی هی خوارکیان څنګه د ناکامۍ په بوخته کې چختاړ شول!

د امریکا د تېرې پېړۍ مشهور طنز لیکونکی، مارک ټوېن، د یوه بل امریکایي ناول لیکوال، جېمز فنیمور کوپر، په دوو ناولونو باندې یو طنزي نقد لیکلی چې دلته به یې رالنډ کړم خو خپل دا تکل سر له اوسه ناقص بولم، ځکه چې ناولونه اوږده دي، بیان یې

دلته شونی نه دی، خامخا به لوستونکی پوښتي چې اصلي لیکنه چې نه وي نو نقد به پرې څنګه وشي؟ زه وایم سمه ده خو پخپله د مارک ټوېن لیکنه او لیدلوری هم لوستونکو ته بې ګټې نه دی.

 د کوپر دوه ناولونه، /د غرڅې ښکاري / او لار موندونکی/ یې را نیولي ، اول یې د هغې صفتونه بیان کړي چې(د وطن د مخکتنو غوندي) نورو لیکوالو پرې لیکلي، له هغو نه یې لوی شاهکار تراشلی، بیا وايي چې د ناول لیکنې په ۱۱۵معیارونو او شرایطو کې کوپر ۱۱۴ مات کړي چې په دې حساب د نیمګړتیاو له درکه یې نوی ریکاټ قایم کړی.

مارک ټوېن له دې ډلې څخه ۱۹ نیمګړتیاوې  په یوه لست کې یادوي چې دا دوه ناولونه یې لري. زه به یې لوی ټکي را واخلم:

+++ داستان باید هدف ولري او ور ورسېږي. مګر / د غرڅې ښکاري/ هېڅ هدف نه لري، هوا کې پاتې دی.

+++ باید د داستان پېښې او صحنې د داستان لازمي برخې وي، د داستان د ودې سره مرسته و کړي. د غرڅې ښکاري هډو داستان نه دی نو څنګه به وده کولی شي؟

+++ کرکټرونه یا کردارونه باید ژوندي وي (مړي استثنا دی)، باید لوستونکی ژوندی له مړي بېل کړای شي. خو په دې ناول کې ټوله مړه دي.

+++ مړ یا ژوندی، کرکټرونه باید بې دلیله(شرعي عذره) ناول کې پراته نه وي. په دې ناولونو کې د هېڅ کرکټر د شتو د پاره مو جبه نشته.

++++ که کرکټرونه غږېږي نو باید د بنیادمانو په څېر وي چې د بیلو شرایطو مطابق خبرې وکړي، له موضوع نه لرې کوپونه وانه چوي، چې خبرې خلاصي شي، نور دې نو چوپ شي، لوستونګو ته په زړه پورې وي، خو د غرڅې ښکاري کې له پیل نه تر پایه دا شرط نه دی پالل شوی.

++++ کله چې لیکوال د خپل کرکټر یا لوبغاړي خاصیتونه یا سلوک بیانوي نو د هغه کړه وړه، خبرې او اعمال باید چې ورسره مطابقت ولري. د کوپر د داستان کرکټرونه یوه سرنده غږوي خو د هغو په باب کوپر بیا بله. د کوپر د داستان خلک په اوله کې ساده نانځکې وي، په آخر کې فیلسوفان او نوابغ.

+++ د لیکوال خلک باید  ممکناتو ته ځان محدود کړي، معجزې او جادو دې نورو ته پرېږدي. کوپر دې قاعدې ته پام نه کوي.

+++ لیکوال دې د ناول د خلکو سره د لوستونکو خواخوږي پیدا کړي، چې د هغوی په برخلیک کې ځانونه شریک وګڼي، یا دې مینه ورسره ولري یا ترې نه کرکه، حال دا چې د کوپر د ناول لوستونکی د کیسې خلک  یا هډو خوښوي نه، یا رای پرې نه وهی، او اکثر وايي چې د ټولو دې رنګونه ورک شي.

++++د کیسې د کرکټرونو تصویرونه باید داسې راڼه او واضح وي چې لوستونکي وار دمخه پوه وي چې په یو اضطراری حالت کې به څه عکس العمل وښيي. د غرڅې ښکاري له دې هنره کاټ دی.

برسېره پر دې، نور واړه مفررات هم شته چې کوپر یې مېرمن نه ټکوي لکه:

— د کیسې اصلي ټکی بیان کړي نه دا چې له هغې بهر شاوخوا چکر ووهی، ورنژدې شي خو ور ونه رسېږي

— منا سب توری وکاروي نه اټکلي یا د مناسب توري ګاونډی

— ګرامر یې سم وي، نه کړکیچو

— سم ، روان سبک وکاروي

— هنر چل ول او د مداري د لاس صفايي نه ده چې د منطق پروا ورکې نه وي. کوپر خپل اتلان په ځنګله کې روزي خو یواځې د ګوتو په شمار چلونه دي چې پرله پسې یې تکراروي . مثلا اتل  ډېر پام کوي چې په وچ لرګي پښه کې نږدي چې هغه بیا مات شي، د ښمن یې ښکالو واوري. حال دا چې ځنګل کې خو هره لوېشت همدا وچوکي پراته دي، د کوم یوه نه به یې لار چپوې. یا په واوره باندې منډ نه ماتوي، بیدو په هماغه ځای پل ږدي چې بل سړي ایښي وي. څپلۍ یا ماسۍ یې هم باید بېدو د پخواني لاروي وې، په عین لمبر. د دې دپاره  خو یو لوی جوال څپلۍ په کار دي چې اتل یې هر یو په واورې باندې د بل سړي په پل برابر کړي.ډېر نور داسې مثالونه شته چې هلته لیکوال په لوی لاس د خپل اتل د مهارت د ښودلو دپاره صحنې جوړوي. د ده اتلان اکثر دوولس متره ټوپ اچوي او له یوه میل لرې نه مچ ویشتلی شي.

یادښت: مار ک ټوېن چې افغانان یې مارک ټواین بولي پخپله زیات شمېر ناولونه او طنزونه لیکلي چې /ټام سایر/ نومی ناول یې خدای بښلی ډاکټر دولت محمد لودین په پښتو اړولی، پښتو ټولنې چاپ کړی دی.


د استاد شپون دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۱ د نوومبر يه ۱۱ په تاند کې خپره شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب