پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeټولنیزتاریخ  د افغان او انګرېز دوهمه جګړه | عبدالباري جهاني

  د افغان او انګرېز دوهمه جګړه | عبدالباري جهاني

لیکوال: برید جنرال لیونید نیکولایویچ سوبولیف.

ترجمه: محمدطاهر کاڼی

دا د هغه کتاب نوم دی چي د پښتو ژبي مشهور شاعر، لیکوال او مترجم ښاغلي محمدطاهرکاڼي، چي نور ګټور تاریخي کتابونه یې هم ترجمه کړي دي، په ماسکو کي له روسي ژبي څخه ژباړلی او لیکوال یې بریدجنرال لیونید نیکولایویچ سوبولیف دی؛ چي په نونسمه پېړۍ کي د روسیې له تکړه قوماندانانو څخه وو او د افغان او انګلیس د دوهمي جګړې ۱۸۷۹-۱۸۸۰ په وخت کي یې په جنګونو کي مډالونه ګټل.

زه چي د دې کتاب له ترجمه کېدلو څخه خبر سوم نو مي، د کتاب د لاسته راوړلو لپاره، هري خواته تلاښ پیل کړ؛ ځکه چي د افغانستان د تاریخ د دونه مهمي پیښي په اړه د یوه روسي جنرال، چي په هغه وخت کي هم یو عالي رتبه صاحب منصب وو، د کتاب درلودل او مطالعه کول زما لپاره د بېحده علاقې وړ وو.

که څه هم چي دا د انګرېزانو او افغانانو ترمنځ جګړه وه او افغانانو، پرته له دې چي د هیڅ لوري مرسته دي ورسره وي، یوازي په خپل غیرت او مړانه د نړۍ تر ټولو ستر استعماري طاقت ته د دوهم ځل لپاره شرموونکې ماته ورکړه؛ خو روسانو، لکه څرنګه چي د افغان او انګلیس په لومړي جنګ کي یې د شیطانت کولو رول درلودی، دا ځل د افغان او انګلیس د جنګ په پیل کولو کي تر لومړۍ جګړې لا هم زیات  رول ولوباوه. زما هیله دا وه چي روسي جنرال به د افغانانو او انګرېزانو د دې جنګ په برخه کي د روسانو له آرشیف څخه کار اخیستی او د یوه روسي جنرال او مورخ له نظره به یې مساله څېړلې وي. له بده مرغه چي روسي جنرال هر څه د انګرېزانو له لیکنو څخه اخیستي وه او، پر دومره مهمه موضوع باندي د خپلي لنډي، درې مخه سریزي، په پای کي لیکي « د جګړې د بیان لپاره تر ټولو لویه سرچینه د انګرېزي ورځپاڼو رپوټونه، راپورتاژونه او یادښتونه دي. په دې توګه ویلای شو چي دا کتاب نیژدې ټول پر هغو معلوماتو ولاړ دی چي په ټلګرامونو کي څرګند شوي دي»

که څه هم چي انګرېز مورخینو او لیکوالانو به هم د افعانستان سره د جنګونو د پېښو په اړه ډېر دروغ ویلي او پرحقایقو به یې سترګي پټي کړي وي خو ډېر ځله یې داسي آثار لیکلي دي چي سړي ته د جنګ د دواړو اړخونو په باب د حقیقت یو څرک روښانوي. خو زموږ روسي مورخ، لږترلږه په دغه کتاب کي، دا کار نه دی کړی او یا به یې د لیکلو اجازه نه درلوده. جنرال سوبولیف د خپلي لنډي مقدمې په ترڅ کي د انګرېزانو پر استعماري پالیسی او له کمزورو هیوادونو سره د هغوی د سلوک په باب ډېر زړه ور ورځي او لیکي« د افغانستان په حق رسېدلي پاچا امیرشېرعلي خان نه غوښتل چي د برټانوي هند له مرستیال واکمن سره ان خبري هم وکړي. شیرعلي خان د ۱۸۷۶ کال د جنوري پر اوومه تورکي سلطان ته په یوه لیک کي ولیکل « زه خبریم چي تاسي اعلیحضرت هغه څه ومنل چي ما په وروستي لیک کي څرګند کړي ول او هغه دا چي د انګرېزانو دوستي هغه کلمه ده چي پر کنګل لیکلې شوې وي. خو اوس چي تاسي جلالتماب پخپله ولیدل کولای شی چي په خپله تجربه ډاډمن شی، چي د دوی په دوستي باور کول ضرور نه دی. او تاسو یې وینی چي انګرېزان تل خپل ملګري په سخته او بده ورځ کي خپل برخلیک ته پرېږدی… زه دا خپله دنده ګڼم چي له تاسي جلالتماب څخه هیله وکړم چي له انګلستان سره له اتحاد کولو ډډه وکړی »

له انګرېزي استعمار څخه د امیر شېرعلي خان زړه بېله شکه شین وو، خو دا هغه نتیجه ده چي امیر، له دې لیک څخه درې کاله وروسته، پخپله، د روسیې له دوستی څخه، ترلاسه کړه. کاشکي هغه وخت د ترکیې سلطان امیرشیرعلي خان ته یو لیک استولی او کاشکي یې زموږ څخه کاپي موجوده وای. د ترکیې سلطان به امیر شېرعلي خان ته حتما لیکلي وای چي د هغه زړه له روسانو څخه په هماغه اندازه شین دی لکه د امیر چي له انګرېزانو څخه دی. په حقیت کي لوی او استعماري قدرتونه هر وخت یوازي او یوازي  د خپلو ګټو د ترلاسه کولو په تلاښ کي وي او له هغوی سره په معامله کي د مردۍ او نامردۍ خبري یوازي په شعر او شاعري کي خوند کوي.

لوستونکو ته به معلومه وي چي په ۱۸۶۳ کال کي، په هرات کي، د امیر دوست محمدخان له وفات څخه وروسته، د هغه له وصیت سره سم، د هغه زوی امیر شېرعلي خان په کابل کي پاچا سو. د هغه له پاچاکېدلو سره سم، د وروڼو ترمنځ، چي د افغانستان په بېلوبېلو ولایتونو کي حکمرانان ول، مخالفتونه او جنګونه پیل سول. بالاخره د شېرعلي خان دوو مشرانو وروڼو امیر محمدافضل خان او محمداعظم خان هغه ته ماته ورکړه او کابل یې ورڅخه ونیوی. په داسي حال کي چي شیرعلي خان لا په هرات کي وو او د بیا پاچاکېدلو کوښښونه یې کول، امیر محمدافضل خان د برټانوي هند له ګورنرجنرال لارډ لارنس څخه د رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه. ګورنرجنرال، د افغانستان په داخلي جنګونو کي، بېطرفي اختیار کړه. دې کار محمدافضل خان خواشینی کړ او په تاشکند کي یې د روسیې له ګورنر جنرال رومانوفسکي سره تماس ټینګ کړ. هغه ته یې د لارډ لارنس د لیک یوه کاپي هم ورواستوله. په پیغام کي یې ورته وویل چي له انګرېزانو څخه ښه زړه نه لري او د روسانو پر دوستي باندي حساب کوي. وروسته یې هیله څرګنده کړې وه چي هیله لري ډېر ژر د روسانو کمپ ته یو سفیر ولېږي او په افغانستان کي به د روسانو تجارتي ګټي ورته خوندي کړي. رابرټس ص ۳۰۴

البته محمدافضل خان ډېر ژر وفات سو او د هغه کشر ورور امیرمحمداعظم خان هم چنداني کراري ته پاته نه سو او څه باندي یو کال وروسته کابل بیرته د امیر شېرعلي خان لاسته ورغی. محمداعظم خان په ایران کي وفات سو او وراره یې سردارعبدالرحمن خان بخارا ته وتښتېدي. له دې پېښو څخه څه باندي درې کاله وروسته په تاشکند کي د روسیې ګورنر جنرال کوفمان امیر شېرعلي خان ته یو لیک واستاوه. په هغه کي یې تاشکند ته د عبدالرحمن خان د رسېدلو په باره کي رپوټ لیکلی وو او امیر ته یې ډاډ ورکړی وو چي هغه به هیڅ ډول ورانکاری ته پرې نه ږدي. په دې لیک کي یې د روسیې د امپراطور سلامونه هم ورته کښلي وه او دا یې ورته لیکلي وه چي زه د افغانستان په داخلي چارو کي د هیڅ ډول مداخلې هیله نه لرم.

امیر شېرعلي خان دې لیک وارخطا کړ او د روسیې د ګورنر جنرال د نیت په باب یې اندېښنه ورسره پیدا کړه. لیک یې د هندوایسرا ته واستاوه او هغه ورته ولیکل چي د جنرال کوفمان څخه مننه وکړي. امیرشیرعلي خان د وایسرا په خوله وکړه او جنرال کوفمان هم خپلو لیکونو ته دوام ورکړ. سایکس ص ۹۷

جنرال کوفمان د امیر سره خپلو لیکونو ته دوام ورکړ. که څه هم چي امیر وخت په وخت د خپلو لیکونو کاپي وایسرا ته لېږله او داسي ښکارېدله چي وضع عادي ده خو کله چي د ۱۸۷۶ د اپرېل په میاشت کي په هند کي د برټانیې نوی وایسرا لارډ لیټن وټاکل سو هغه د افغانستان او روسیې په باب بالکل بل راز نظر درلود. له هغه سره دا وېره وه چي هسي نه روسیه یا پر افغانستان باندي د حملې له لاري او یا له افغانستان سره د لاس یو کولو له لاري په هند کي د برټانیې ګټو ته خطر پېښ کړي. هغه امیر شېرعلي خان ته وویل چي برټانیه غواړي په کابل او نورو ښارونو کي استازی مقرر کړي. امیر ونه منله او ویسرا لارډ لیټن  وچي سرزوری ته لاس واچاوه.

په دغو حساسو شرایطو کي، چي برټانیې افغانسنتان ته له خدایه پلمه غوښته، جنرال کوفمان خپل استازی جنرال ستولیتوف له یوه هیات سره کابل ته روان کړ. دا هیات په داسي وخت کي روان سو چي اروپايي هیوادونو، د خپلو اختلافاتو د حلولو لپاره، په برلین کي د یوې مهمي غونډي لپاره تیاری کاوه. په حقیقت کي دا هیات ، تصادفا، د ۱۸۷۸ کال د جون پر اته لسمه، چي د برلین د کنفرانس د افتتاح کېدلو ورځ وه، کابل ته حرکت وکړ. هیات ته وظیفه ورکړه سوې وه چي امیر شېرعلي خان ته د هر ډول پوځي او مالي مرستو وعده ورکړي او په ښه دوستانه فضا کي هر اړخیز مذاکرات وکړي. څرنګه چي عصري مواصلات موجود نه ول او هیات پر آسونو باندي سفر کاوه نو ایله په هغه ورځ کابل ته ورسېد چي په سبا یې په برلین کي کنفرانس پای ته ورسېدی او د روسیې او برټانیې اړېکي لږترلږه د حاضر وخت لپاره عادي سول. داسي ښکاري چي جنرال سټولیتوف کابل ته له رسېدلو څخه یوه ورځ مخکي د جنرال کوفمان لیک ترلاسه کړ او په هغه کي یې لیکلي وه چي له امیر سره د هیڅ ډول مرستي وعده ونه کړي.

جنرال سټولیټوف د آګسټ پر یوولسمه له کابل څخه بیرته د تاشکند پر لور حرکت وکړ او خپل ماموریت یې جنرال اوبرسټ راسګونوف ته پرېښود. له روسي هیات سره ملګري ډاکټریاورسکي د دغه ماموریت په باره کي خپل خاطرات لیکلي او د کتاب په شکل یې چاپ کړي دي. ښاغلی یاورسکي لیکي« جنرال سټولیټوف له کابل څخه د وتلو په وخت کي امیر ته وعده ورکړې وه چي له روسیې څخه له دېرشو زرو عسکرو سره راستنیږي. امیرشیرعلي خان ځکه د هغه په وعده باور کړی وو چي هغه یو جنرال او د یوه لوی قدرت سفیر وو او د روسي ترکستان  ګورنرجنرال کوفمان امیرشیرعلي خان ته د هغه د معرفی په مکتوب کي لیکلي وه چي د هیات په رییس جنرال ستولیتوف داسي اعتماد ولری لکه په ما چي یې د روسی ترکستان د ګورنرجنرال په حیث لری. امیر د جنرال ستولیتوف په قول اعتماد وکړ او د هغه له توصیې سره سم یې د برټانیې د هیات له قبولولو څخه ډده وکړه. که زموږ وزیر مختار د ګورنرجنرال دغه اعتماد نامه د افغانستان امیر ته ورکړې نه وای او هغه ساده سړي یې هم په خبرو باور نه وای کړی نو دغه ظالمانه جنګ به، چي موږ اوس د تشو تماشه کوونکو په حیث ورته ګورو، هیڅکله نه وای پېښ سوی » یاورسکي دوهم جلد ص ۷

امیر شېرعلي خان ته، په کابل کي د روسیې د حکومت له خوا قاطع جواب ونه رسېدی. انګرېزانو له دریو خواوو پر افغانستان باندي حمله وکړه. شېرعلي خان خپل زوی محمدیعقوب خان  په کابل کي امیر کړ او پخپله یې له تزار څخه د مرستي اخیستلو په هیله د مزار شریف پر لور حرکت وکړ. امیر شیرعلي خان ترمرګه په دې پوه نه سو چي روسانو ولي له هغه سره وعده خلافي وکړه او یا د برلین په کنګره کي څه پېښه سوې ده.  

جنرال کوفمان په دغه وخت کي لا هم امیرشیرعلي خان ته په مکتوبونو کي لیکل چي که کېدلای سي له انګرېزانو سره د سولي لاره غوره کړي ځکه چي د انګلستان وزیر په لندن کي د روسیې سفیر ته اطمیان ورکړی دی چي د انګلستان حکومت د افغانستان په چارو کي د مداخلې هیڅ خیال نه لري. هغه کتاب ص ۲۶

یاورسکي وايی په هماغه ورځ د سردارمحمدیعقوب خان لیک خپل پلار ته ورسېدی او پکښي لیکلي یې وه چي د انګرېزلښکرو د جلال آباد ښار ونیوی . امیر خپل وزیر ته په تعجب وکتل او ویې ویل چي عجبه ده له یوې خوا جنرال کوفمان په افغانستان کي د انګرېزانو د مداخلې نه کولو په باب اطمینان راکوي او له بلي خوا انګرېزان هره ورځ زموږ د مملکت خاوره ګام په ګام لاندي کوي. دا ضد ونقیض څه معنی لري؟ ص ۲۸

ډاکټر یاورسکي د امیرشیرعلي خان او جنرال راسګونوف د یوه مجلس په باب چي امیر شیرعلي خان سخت پکښی عصباني سو لیکي« … دا به مي هیڅ وخت هېره نه سي چي ستا سلف جنرال ستولیتوف په کابل کي، د لومړي ځل لپاره، زما سره خصوصي کتنه کوله  او چي خبري پیل سوې نو ما خپل ښی لاس ور اوږد کړ او له سپین زړه او ریښتینولی مي پوښتنه ورڅخه وکړه چي راسه حقیقت راته ووایه. آیا ته به هم لکه ویتکیویچ چي اووه څلوېښت کاله مخکي زموږ هیواد ته راغی؛ اور یې بل کړ او بیرته ولاړ، هغسي معامله وکړې؟ ده زما لاس کښې کیښ او راته وې ویل چي زه راغلی یم او وظیفه لرم چي ستاسي له مملکت سره د استعماري قواوو په مقابل کي مرسته وکړم او ستاسي له ازادی څخه ساتنه وکړم. اوس دا دی د هغه مرستو او ساتنو نتیجه وینو. بلې موږ ته ثابته سوه چي پرافغانستان باندي استعماري قواوو د دوهم ځل لپاره بېرحمانه  تېری وکړ او دا د مقتدر او لوی تزاري دولت د استازو د وعدو نتیجه ده. موږ د کاله شل میلیونه روپی عایدات درلودل او په دې بودجه مو د خپل هیواد د سولي او سوکالی لپاره شپېته زره عسکر روزلای سوای او په عصري وسلو مو سمبالولای سوای. موږ کولای سوای چي له دې پیسو څخه زموږ د خپل هیواد خلکو ته د علم او فن له فیض څخه ګټه ورسوو. خپل تجارت او کرنه په تقویه کړو. د خلکو د ژوند سطح بهتره کړو. په دې وخت کي ستاسي د هیواد سفارت راځي؛ په خپلو تشو خبرو او لاپو شاپو موږ ته شنه او سره باغونه ښيي… مګر موږ ګورو چي له دې خبرو څخه بل هیڅ ترلاسه نه سوه بلکه زموږ بیچاره هیواد مو په وینو رنګ کړ او تباه مو کړ… ص ۴۲

په دې باره کي زیات تفصیل موږ له موضوع څخه لیري کوي او په یوه لنډ مضمون کي یې ځای نسته. امیرشیرعلي خان بالاخره د ۱۸۷۹ کال د فبروري پر اتمه په مزار شریف کي، له ژور غم او غوسې سره وفات سو.

ډاکټریاورسکي د هغه د شخصیت او له هغه سره د روسیې د نامردۍ په باب لیکي« امیرشیرعلي خان له یوې خوا سرسخت، زړه ور، د ټینګ عزم خاوند سړی وو مګر په عین وخت کي ډېر مهربان، زړه سواندی او خوش باوره سړی وو. د ژوند تر وروستیو شېبو پوري یې د روسیې د سفارت له هیات څخه، له ټولو ضداونقیض خبرو له اورېدلو سره سره، له ادب او نزاکت څخه کار واخیست؛ او په دوستي او یو رنګي کي یې هیڅ تغییر رانه ووست.  پر دې خبري باید اعتراف وکړو چي جنرال ستولیتوف، جنرال راسګونوف او د روسي ترکستان نایب الحکومه جنرال کوفمان، په لومړي سر کي، ده ته څه ډول وعدۍ ورکړې او د ده په زړه کي یې څه امیدونه ور پیدا کړل؛ مګر په پای کي یې ټول په یاس او ناامیدی بدل کړل، چي امیر له یوه لوی دولت څخه هیڅ انتظار نه درلود. جنرال ستولیتوف کابل ته له رسېدلو څخه یوه ورځ مخکي په قلعه قاضي کي د جنرال کوفمان د ټلګرام له لاري د برلین د کنګرې په فیصلو خبر سو او په دې پوه سو چي روسیه نور نه سي کولای په منځنۍ اسیا کي خپلي نقشې عملي کړي او له افغانستان سره هغه مرستي چي اړتیا ورته لري وکړي. نو ولي یې دا خبره امیر ته ونه کړه؟ او هغه بېچاره یې ولي په تیاره کي پرېښود؟ عجیبه خو لا دا چي امیر ته یې توصیه وکړه چي په کابل کي د انګرېز د سفیر له منلو څخه ډډه وکړي؛ او د افغانستان د فلاکت او بدبختی تماشې ته د خیر پر غونډۍ کښېنستل. د هیات دوهم رییس جنرال راسګونوف پخپله امیر ته دا پېشنهاد وکړ چي پیترزبورګ ته ولاړ سي او شخصا له تزار سره وویني او د مرستي غوښتنه ورڅخه وکړي. امیر د هغه د مشورې په اساس مزار ته ولاړ او چي غوښتل یې روسیې ته ولاړ سي په دغه وخت کي جنرال راسګونوف ته د جنرال کوفمان لیک را ورسېدی او هغه ته یې کښلي وه چي امیر روسیې ته له تګ څخه منع کړي.

د تعجب ځای دی چي د یوه دولت استازی، د مرکز له اجازې پرته، د یوه بل هیواد رهبر ته پر خپل سر مشوره او غلط هدایتونه ورکوي او هغه غولوي. مګر د افغانستان امیر له دې ټولو تېرایستنو سره سره له حوصلې او لوی والي څخه کار واخیست. نه یوازي یې هغه هیات په ورین تندي رخصت کړ بلکه سوغاتونه یې لا هم ورکړل. ص ص ۷۷-۷۸

په مقابل کي انګرېزان هم له امیر شیرعلي خان سره پر خپله نامردي باندي اعتراف کوي او لیکي« ډېره به ګرانه وي چي په دغه موضوع کي پر امیر شیرعلي باندي زړه سوی ونه کړو. روسانو ځکه ستولیتوف کابل ته واستاوه چي په مقابل کي انګرېزانو د مالټا ټاپوته پوځونه لېږلي ول. ډوک آف ارګایل وايي موږ پخپله امیر شیرعلي له داسي مشکل حالت سره مخامخ کړ چي هغه بله لاره نه درلوده. موږ د دې دپاره بېخي ډېر دلایل لرو چي ووایو چي امیر نه غوښتل چي روسیه دي هغه هیواد ته هیات ولېږي. دا مو هم باید په نظر کي وي چي په دغه وخت کي چي برټانیې له امیر څخه وغوښتل چي په خپل هیواد کي د انګرېزانو سفیرته اجازه ورکړي، په دغه وخت کي د هغه ګران زوی وفات سوی وو او په غم اخته وو. وایسرا کولای سوای چي یو څه له صبر څخه کار واخلي. سایکس ص ۱۰۹

د ډاکټر یاورسکي خاطراتو ته په کتو سره، چي په ډېر انصاف یې لیکلي دي، سړی ویلای سي چي د افغان او انګرېز پر دوهمي جګړې باندي د کتاب په لیکلو کي د روسي جنرال نیکولایویچ سوبولیف په کار کي یوه لویه نیمګړتیا موجوده ده. هغه پر دومره لویه تراژیدي باندي، چي هم د یوه مظلوم هیواد پوځیان او اولسونه پکښی تلف سول، هم پخپله یو لوی استعماري طاقت پکښی سپک سو او یو ځل بیا یې د افغانستان په خاوره کي شرموونکې ماته وکړه او پوځیان یې تلف سول او د یوه مظلوم هیواد پر خاوره باندي ناروا تېری وسو، یو لوی کتاب لیکلی او د روسیې مضر او له نامردۍ او سپین سترګی څخه ډک رول ته یې اشاره قدر نه ده کړې.
خو که یوازي دغه ټکی په نظر کي ونه نیسو، کتاب له بېخي زیاتو ګټورو معلوماتو ډک دی او په تېره بیا د تاریخ له ځوانو شاګردانو سره ډېره ښه مرسته کولای سي. زه محمدطاهر کاڼي ته، چي نورو ګڼو ترجمو ته په کتو سره یې ویلای سم، چي هم یې له ښه صلاحیت او هم به یې له ښې امانت داری څخه کار اخیستی وي، د زړه له کومي مبارکي وایم او د لا زیاتو بریاوو او ګټورو فرهنګي خدمتونو دعا ورته کوم.

۱: سوبولیف، برید جنرال لیونید نیکولایویچ. د افغان او انګرېز دویمه جګړه. ۲۰۱۸ بهیر مطبعه کابل.

۲: یاورسکي، ډاکټر جي ایل. سفارت روسیه تزاري به دربار امیرشیرعلي خان. کابل دولتي مطبعه. چاپ اول.

3: Sykes, Percy. A History of Afghanistan Volume 2. First Indian Edition 1981

4: Roberts, Lord Roberts of Kandahar. Forty one years in India. 1898 London

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب